د یوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق د راپور له مخې، د قرغیزستان جمهوریت د دې پروژې په اډانه کې د خپلو کارونو مهمه برخه بشپړه کړې ده او یوازې د افغانستان د برخې بشپړېدل پاتې دي.
کاسا زر پروژه چې شاوخوا ۱،۲ میلیارده امریکایي ډالر ارزښت لري، د لوړ ولتاژ د برېښنا نړیواله لېږدکرښه ده چې قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي.
د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان د اوړي په موسم کې د برېښنا اضافي تولید لري، په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان د لوړې تودوخې او د برېښنا د زیاتې اړتیا له امله د برېښنا له کمښت سره مخ وي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته د پروژې کارونه ودرېدل. تر هغه وخت پورې د افغانستان د برخې شاوخوا ۱۸ سلنه ستنې چمتو شوې وې او له ۹۰ سلنې زیات اړین مواد او تجهیزات ځای پر ځای شوي وو.
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د اړینو تضمینونو له ترلاسه کېدو وروسته، په افغانستان کې د پروژې چارې بیا پیل شوې.
اټکل کېږي چې د پروژې بشپړ تطبیق به د ۲۰۲۷ کال تر پایه پورې پای ته ورسېږي.
د افغانستان د برخې له بشپړېدو وروسته به قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان د لوړ ولتاژ مستقیم جریان د سیستم ازموینې پیل کړي.
د طالبانو دبرېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د اپرېل پر شلمه تاجکستان ته لاړ چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو د پرمختګ په تړاو له کې اي سي قراردادي شرکت سره له نږدې وګوري.
په دې ناسته کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د کارونو د چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو د حل او د تخنیکي همغږۍ د پیاوړتیا پر موضوعاتو خبرې وشوې.