• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره: د افغانستان ځنګلونه ۳۵ سلنه ګڼ شوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي، چې د سپوږمکۍ د انځورونو اروزنې ښيي، چې په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د ځنګلونو ساحه ۳،۳ میلیون هیکټاره وه. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۰ کال په پرتله ځنګلونه ۳۵ سلنه ګڼ شوي دي.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، چې د جغرافیايي معلوماتو او ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ د ارزونو پر بنسټ، دمګړی د هېواد د ځنګلونو او بوټو ټولیزه ساحه ۳،۳ میلیونه هیکټاره ده، چې د ټول افغانستان ۵،۰۵ سلنه جوړوي.

د یادې ادارې په وینا، ډېره برخه ځنګلونه ۲۷۴ زره هیکټاره په نورستان کې، ۲۵۳ زره هیکټاره په کونړ، ۱۸۰ زره هیکټاره په بادغیس، ۱۷۰ زره هیکټاره پکتیا، ۱۲۸ زره هیکټاره په خوست او ۱۱۹ زره هیکټاره ځنګلونه په پکتیکا کې دي.

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي، چې د ځنګلونو په ګڼېدو کې تر ټولو ډېر مثبت بدلون په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې ثبت شوی دی.

یادې ادارې ویلي، چې طبیعي ځنګلونه د افغانستان ملي شتمني ده چې په اقتصادي پرمختګ کې بنسټیز رول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقلیم بدلون له امله ګڼ ولایتونو له وچکالۍ سره مخ دي او د هېواد په ختیزو ولایتونو کې په خپلسري توګه د ځنګلونو د وهلو اندیښني هم لا پرځای دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په لوګر کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول بېرته خوشې کړی

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱

طالبانو په لوګر کې د اتحاد رادیو مسول فرهاد غفوري له پنځلس ورځني بند وروسته نن خوشې کړ او له هغه څخه یې یو ویډیويي اعتراف اخیستی دی. فرهاد غفور ویلي، چې طالبانو نه دی شکنجه کړی.

د فرهاد غفوري د بندي کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، طالبانو نوموړی له پنځلس ورځني بند وروسته نن خوشې کړ.

طالبانو له نوموړي څخه ویډیويي اعتراف اخیستی دی او ښکاري چې هغه د خبرو کولو پرمهال یو او بل لوري ته سترګې اړوي.

نوموړي په خپل اعتراف کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا شکنجه کول یې حقیقت نه لري او هغه نه دی زنداني شوی.

نوموړي ویلي، چې هغه د رسنیز فعالیت له امله نه، بلکې د یوې حقوقي مسالې له امله امنیه قوماندانۍ او محکمې ته مراجعه کړې وه.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) هم تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په لوګر کې د طالبانو له لوري د یوې سیمه‌ییزې راډیو د مشر فرهاد غفوري په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

په بنو کې یوه ځوان د کوژدې د ردولو له امله د نجلۍ مور په ډزو وژلې ده

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو چارواکو خبر ورکړی، چې یوه ځوان د نجلۍ مور د کوژدې د ردولو له امله په ډزو وژلې ده. دغه پېښه د سې شنبې په ماښام د بنو ښار اړوند په هنجل امیر خان سیمه کې شوې ده.

د بنو د ښاري پولیسو یوه مشر مفیز خان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تورن کس له دغې ښځې څخه د هغې د لور د کوژدې غوښتنه کوله، خو کله چې ښځې انکار وکړ، هغه پرې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، دغه ښځه په ډزو سخته ټپي شوه او په روغتون کې له څو ساعتونو مرګونې مبارزې وروسته یې د سې شنبې په شپه ناوخته سا ورکړه.

د ځایي خبریالانو د راپور له مخې، د وژل شوې ښځې کورنۍ او خپلوانو د چارشنبې په سهار د هغې جسد د منډان پر سړک کېښود او لاریون یې پیل کړ. لاریونوالو له پولیسو څخه په کلکه وغوښتل چې د پېښې عامل سملاسي ونیسي.

طالبان وايي پاکستان ستنېدونکي کډوال په بې‌ځایه پلمو په ورځو ورځو ځنډوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د اواري کمېسیون پر پاکستان نیوکه کړې، چې د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د بې‌ځایه پلمو له امله په ورځو ورځو ځنډوي. طالبانو ویلي، چې د افغان کډوالو د منلو او ځای پرځای کولو لپاره بشپړ امکانات لري.

یاد کمېسیون ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځندول د دې لامل شوي‌ چې ښځې، ماشومان او سپین ږري د سړک پر سر له سختو ستونزو سره مخ شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د کرښې ها خوا دې افغان کډوال نه ځنډول کېږي.

طالبانو ویلي، چې په افغانستان کې د هر څومره ډېرو کډوالو د جذب او ځای پر ځای کولو لپاره ټول اړین امکانات لري.

همدارنګه یاد کمېسیون له بهرنیو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړۍوالې ادارې غوښتنه کړي، چې له پاکستاني لوري سره دې د افغان کډوالو د نه ځورولو او هغوی ته د لارې پرانیستلو په اړه وغږیږي.

کرزي په فرانسه کې د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې ګټلو له امله مطیع الله ویسا ته مبارکي ورکړې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د فرانسې د نورماندي سیمې د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې د ګټلو له امله د افغان نجونو د زده‌کړو د حقونو فعال مطیع الله ویسا ته مبارکي ورکړې ده.

کرزي د چارشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۶مه، پر اېکس‌پاڼه ویسا ته د یادې جایزې د ترلاسه کولو مبارکي ورکړې او د زده‌کړې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې یې د هغه هڅې ستایلې دي.

کرزي همداراز ویلي، چې ویسا ته د لا زیاتو بریاوو هیله لري.

د افغان نجونو د زده‌کړو د حقونو فعال او د طالبانو پخوانی زنداني مطیع الله ویسا د فرانسې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزه ګټلې ده. دا جايزه د فرانسې د نورماندي سيمې له خوا او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زرګونو کسانو په رايو سره ویسا ته ورکړل شوې ده.

د فرانسې د نورماندي سيمې شورا د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵مه اعلان وکړ چې دا جايزه د «زده‌کړې د حق د پراختيا لپاره د ویسا د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو لپاره» د درناوي په توګه ورکړل شوې ده.

د ازادۍ جايزه په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې د بشري حقونو او سولې له نړيوال انستيتوت سره په همکارۍ تنظیم شوې او هر کال هغه کس ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو په دفاع کې يې مهمه ونډه لرلې وي.

د دې جايزې په اتم پړاو کې ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه په رايه‌ورکولو کې برخه واخيسته او مطیع‌الله ویسا يې د ګټونکي په توګه وټاکه.

طالبانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته شخصي ساتونکي نظامي یونیفورم نه شي کارولی

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ددغه وزارت د مشرتابه شورا د پرېکړې له مخې پانګوال، سوداګر او نور اشخاص په نظامي یونیفورم کې له ځان سره ساتونکي نه شي ګرځولی. وزارت سپارښتنه کړې، چې دغه ساتونکي دې په ملکي جامو کې ګرځي.

یاد وزارت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د وزارت د مشرتابه شورا د ۲۳مې غونډې د پرېکړې پر بنسټ، د پانګوالو، سوداګرو، صرافانو او نورو اشخاصو شخصي ساتونکي، چې د وسلو ګرځولو قانوني جوازونه یې ترلاسه کړي، له دې وروسته مکلف دي د دندې او د وسلې د لېږد پر مهال له نظامي یونیفورم او د طالبانو له نظامي تجهیزاتو کار وانخلي.

په خبرتیا کې ویل شوي چې ټول محافظان باید خپلې امنیتي چارې په عادي او ملکي جامو کې ترسره کړي.

وزارت خبرداری ورکړی چې له پرېکړې سرغړوونکي به د مسوولو ارګانونو له قانوني چلند سره مخ شي.

همدارنګه له خلکو غوښتنه شوې چې د عامه امنیت او نظم د ښه تامین په موخه له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.

په دې خبرتیا کې دا نه دي ویل شوي، چې پخواني سیاسي چارواکي چې د تېر حکومت پرمهال د ملي امنیت د رجال برجسته ریاست له خوا یې امنیت ټینګېده او ساتونکو یې نظامی یونیفورم کاراوه، هم په دې پرېکړه کې شامل دي او که نه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې په نظامي یونیفورم کې غلاوې ډېرې شوې دي او خپله د طالبانو امنیتي کسان هم ډېر وخت په ملکي جامو کې راڅرګندیږي.