• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

په پاکستان کې ۲۰زره د ایډز ناروغان د درملنې پرمهال لادرکه شوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د روغتیا برخې د ځانګړې کمیټې په تازه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، شاوخوا ۲۰زره هغه ناروغان چې پر ایډز ناروغۍ اخته وو او د رغېدو لپاره یې ځانګړې درملنه روانه وه؛ لادرکه شوي دي.

په یاد راپور کې راغلي، چې دغه ستونزه د روغتیايي نظام د کمزورتیا، د ناروغانو د نه څار او د مشورو د نشتوالي ښکاره بېلګې دي او د چارواکو لپاره یې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

د پاکستان روغتیا وزارت بیا ویلي، چې په ټول پاکستان کې نږدې ۳۶۹زره کسان پر ایډز ناروغۍ اخته دي؛ خو له دې ډلې یوازې ۸۴زره کسان په رسمي توګه ثبت شوي دي. دغه لوی توپیر ښيي، چې زرګونه ناروغان لاهم نه‌دي پېژندل شوي او یا په روغتیايي سیستم کې نه‌دي ثبت شوي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د یادو ستونزو د حل لپاره یو پراخ ملي پلان چمتو کېږي؛ څو د ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې چارې منظمې شي. د راپور له مخې؛ په پاکستان کې یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۱۴زره نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دا د ناروغۍ د چټک خپرېدو نښه بلل کېږي.
که څه هم د معایناتو شمېر ډېر لوړ دی او په ۲۰۲۰کال کې له ۳۷زره څخه په ۲۰۲۵کال کې تر ۳۷۴زره پورې رسېدلی؛ خو د یادې کمېټې غړو ټینګار کړی، چې یوازې د معایناتو زیاتوالی د ناروغۍ د کنټرول په معنا نه‌ده .

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟