• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ یوه نوې ترهګرۍ ضد ستراتیژي لاسلیک کړې چې د القاعدې له منځه وړل هم پکې شامل دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه نوې ملي ترهګرۍ ضد ستراتیژي لاسلیک کړې چې په یوه برخه کې یې د نشه يي توکو شبکو فلج کول او د الـ.ـقـ.ـاعدې په څېر ډلو هدف ګرځول او له منځه وړل هم شامل دي.

د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سباستین ګورکا خبریالانو ته ویلي، چې ټرمپ دا سند د سې شنبې په ورځ لاسلیک کړی او دا پرېکړه د دې اصل له مخې شوې چې «امریکا زموږ کور دی او باید وساتل شي».

هغه زیاته کړه چې امریکا په وروستیو میاشتو کې د مخدره توکو ضد عملیاتو په لړ کې لسګونه کښتۍ له منځه وړې دي.

ګورکا وویل: «زموږ نوې ترهګرۍ ضد ستراتیژي د نیمه کرې ترهګریزو ګواښونو بې اغیزې کولو ته لومړیتوب ورکوي».

ګورکا زیاته کړه چې د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي به د جمعې په ورځ له نړیوالو شریکانو سره وګوري، څو وڅېړي چې متحد هېوادونه څنګه کولی شي د ترهګریزو ګواښونو پر ضد هڅې زیاتې کړي.

هغه وویل چې تېر سپټمبر د محافظه‌کار فعال چارلي کرک تر وژنې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینو چارواکو د هغو ناڅرګندو کیڼ اړخو ډلو پر ضد د ګډ اقدام غوښتنه کړې وه چې د تاوتریخوالي د هڅولو تور پرې لګېږي.

ګورکا دا هم وویل، نوې ستراتیژي به ښي اړخو هغو ډلو ته هم پاملرنه وکړي چې تاوتریخوالی هڅوي.

هغه وویل چې ستراتیژي به همدارنګه د هغه څه پر وړاندې د فشار پر دوام تمرکز ولري چې هغه یې «نړیوال جهادي خوځښت» بولي او د القاعدې په څېر ډلو «هدف ګرځول او له منځه وړل» پکې شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ډونالد ټرمپ وايي که ایران موافقه ونه کړي نو په لوړه کچه بمبارۍ به پیل شي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران موافقه ونه کړي، نو بمبارۍ به پیل شي او دا به د پخوا په پرتله په «لوړه کچه او شدت» وي.

ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې که ایران هغه څه ومني چې پرې هوکړه شوې ده، نو روان کړکېچ به پای ته ورسېږي. خو هغه ټینګار کړی چې دا خپله یو «لوی فرض» دی او لا هم د تهران پرېکړه نامعلومه ده.

د هغه په وینا، دغه احتمالي پوځي اقدام به د اوسني وضعیت په پرتله ډېر پراخ او سخت وي.

تر اوسه د ایران له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

پاکستانۍ سرچینې رویټرز ته: امریکا او ایران د جګړې پای ته رسولو ته نږدې شوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د پاکستان یوې منځګړې سرچینې رویټرز ته ویلي، امریکا او ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوه لنډ، یومخیز هوکړه لیک په اړه وروستي پړاو ته نږدې شوي دي. سرچینې ویلي: «موږ ډېر نږدې شوي یو، دا به ډېر ژر پای ته ورسېږي».

دغه سرچینه چې له مذاکراتو سره نږدې بلل شوې، وایي، په دې اړه د اکسیوس امریکايي رسنۍ خپور شوی رپوټ سم دی.

په یاد راپور کې ویل شوي وو چې د امریکا لوړپوړي چارواکي او نور اړوند کسان له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کوي.

د راپور له مخې، پاکستان چې مخکې یې منځګړیتوب کړی و، اوس هم د منځګړي رول ته دوام ورکوي او د دواړو خواوو ترمنځ وړاندیزونه تبادله کوي.

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د کاناډا لومړی وزیر، مارک کارني ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډلې هېڅ غړی ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شي.

کارني زیاته کړې چې تر دې دمه ۱۷زره د ویزې غوښتنلیکونه ارزول شوي، چې له ډلې یې ۱۷۰قضیې د لا زیاتې څېړنې لپاره راجع شوې دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه ۳۳۰ویزې چې د ایران د حکومت اړوند کسانو پورې تړاو لري، لغوه شوې دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر پیر پولیور په پارلماني مناظره کې د دغه هېواد د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د سپاه پاسداران غړو ته د ویزو د ورکړې په اړه تر نیوکې لاندې راوست.

کاناډا په وروستیو کلونو کې د ایران د حکومتي ادارو او امنیتي بنسټونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او هڅه کوي د هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیسي چې د امنیتي اندېښنو سره تړاو لري.

بشري حقونو فعاله: اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو عریضه د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه نیسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وخت‌خوړونکی بهير دی.

خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.

تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.

فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.

د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.

نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.

نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايه‌اچونه وشي.

هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړه‌ليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.

دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».

مارکو روبیو: امریکا په جدي ډول له ایران سره پر ډیپلوماتیک مسیر کار کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې واشنګټن له تهران سره د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماتیک مسیر په جدي توګه کار کوي.

روبیو دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د امریکا استازي، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر، په فعاله توګه د خبرو د پرمختګ لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: «که دا مسیر بریالی شي، نو د بیا رغونې، اقتصادي ودې او ثبات لامل کېدای شي، او دا به هم یقیني کړي چې ایران نور د نړۍ لپاره ګواښ نه وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ،چې د روان کړکېچ هره ورځ د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار کچه لوړه وي او د ایران دریځ کمزوری کېږي، په ځانګړي ډول که بندیزونه او محاصره یوځای اغېز وکړي.

روبیو وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې ایران یو منطقي انتخاب وکړي، خو دا کار د هغوی لپاره اسانه نه دی، ځکه چې د هغوی د رهبرۍ په جوړښت کې دننۍ ستونزې شته.»

هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل: «ایران تل د خپل اټومي پروګرام ځینې برخې پټې ساتلې دي، او موږ ډاډه یو چې هغوی ۶۰سلنه غني شوی یورانیم ساتلی، چې هېڅ ملکي کارېدنه نه لري.»

روبیو زیاته کړه چې ایران لا هم دا فرصت لري چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې نړۍ ته ډاډ ورکړي چې دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي.

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، خو دواړه لوري د فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ د تعادل موندلو هڅه کوي، چې د سیمې او نړۍ پر امنیت به مهم اغېز ولري.