• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا ځانګړی استازی: د نجونو د زده کړو له حق څخه د افغان نارینه‌وو ملاتړ اړین دی

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، د افغان نارینه وو له لوري د افغان ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ د افغانستان راتلونکي هوساینې لپاره حیاتي دی. هغه د ۲۰۲۶ ازادۍ جایزې ګټونکي مطیع‌الله ویسا ته مبارکي هم ورکړې او د هغه زړورتیا یې ستایلې ده.

لېنډسي لیکلي، د نجونو د تعلیم حق ته ګډ ولاړ دریځ هغه فضا رامنځته کوي چې پکې ټول افغانان وده وکړای شي. د ده په وینا، د تعلیم ملاتړ یوازې د ښځو موضوع نه ده، بلکې د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی.

هغه زیاته کړه، چې افغان نارینه د نجونو او ښځو د برابر ښوونیزو فرصتونو په خوندیتوب او پراختیا کې مهم رول لري. د برېټانیا استازي ټینګار کړی چې د تعلیم حق ته ژمنتیا باید عملي ملاتړ او دوامدارې هڅې ولري.

مطیع‌الله ویسا د نجونو د زده کړو د ملاتړ یو پېژندل شوی فعال دی چې د ښوونیزو حقونو لپاره یې هلوځلو ته نړیوال پاملرنه راجلب کړې ده. د فرانسې ۲۰۲۶ ازادۍ جایزه ورته د همدې هڅو په بدل کې ورکړل شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له تمویل کوونکو غوښتي چې خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې مشر د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د عملیاتو ادارې له سلاکار سره په کتنه کې له ټولو مرستندویانو وغوښتل چې، خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي. نوموړي ټینګار کړی، چې د خپلو طرحو په تړاو هم باید له دوی سره مشورې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشرپاله مرستو د عملیاتو ادارې اي‌سي‌اېچ‌او له سیمه‌ییز سلاکار ورنا سره په کتنه کې له ټولو مرستندویانو وغوښتل، چې د خپلو پروژو د طرحو په تړاو هرومره له داخلي سکټورونو سره مشورې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «له تمویل کوونکو څخه هم غواړو چې خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي او د طرحې پر مهال حتماً له اړوندو داخلي سکتورونو سره مشوره وکړي، څو بودجه په اغېزناک او مناسب ډول ولګول شي».

د طالبانو دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه ې د اي‌سي‌اېچ‌او سیمه‌ییز سلاکار وویل، غواړي د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې له ستراتیژیک پلان سره سم همکاري وکړي، څو د خطرونو کچه راکمه شي.

د یادونې وړ ده، چې ځينې نورې مرستندویه موسسې د طالبانو دغه ډول چارې په خپلو چارو کې لاسوهنه ګڼي او یو شمېر یادو موسسو د خپلو پروژو او طرحو په تړاو د طالبانو د دغه ډول څرګندونو او لاسوهنو له امله په افغانستان کې خپلې چارې درولي دي.

رحمت الله نبیل: موږ باید په یوه نوي روایت فکر وکړو

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل په یوې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره باید پر یو نوي روایت فکر وشي. هغه زیاته کړې چې باید په ګډه د هېواد ټول وګړي او قشرونه د راتلونکي په تړاو ناسته وکړي.

د نوموړی په خبره: «موږ به تر څه وخت د خپلو نیکونو ناکامۍ پر خپلو اوږ وړو. راځئ چې یو ځای کې کېنو چې یو نوی روایت رامنځته کړو او په دې فکر وکړو چې زمونږ نوی روایت به څه وي». د هغه په خبره، د افغانستان خلکو ته باید د هېواد مالکیت فکر ورکړل شي، نه د پاشل کېدو.

د نبیل په وینا، که جلا وطنه افغانان له هېواده بهر د افغانانو د هیله مندۍ غږ نه‌شي، نو د ملامتۍ بار به بیا بېرته د افغانانو په اوږو پروت وي. هغه دا څرګندونې د فرانسې پارلمان کې د افغانستان د بشري او سیاسي ناورین حل لارې په غونډه کې وکړې.

په دغه ناسته کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم نیوکې کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له جنسیتي اپارټایډ سره مخ دی او ښځې په‌کې له هر ډول حقه حقونو بې برخې شوې دي.

ریچارډ بینېټ: موږ باید د افغانستان پر راتلونکي تمرکز وکړو

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د فرانسې په پارلمان کې یوې غونډې ته ویلي، چې باید د افغانستان پر راتلونکي باندې تمرکز وشي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان دننه خلک د طالبانو د جزایي کړنلارې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او هغوی ته باید هیله ورکړل شي.

ریچارډ بینېټ زیاته کړه، چې جلا وطنه افغانان د افغانستان د راتلونکي په تړاو مهم رول ترسره کوي. د هغه په خبره، د افغانستان د راتلونکي په تړاو باید رښتيني واوسو او باید هغو افغانانو ته هیله مندي ورکړل شي چې اوس مهال په هېواد کې اوسېږي.

د طالبانو د امربالمعروف او همدا راز د محاکمو قوانینو په اړه هم نوموړي څرګندونې کړي او زیاته کړې یې ده چې په وار وار یې دغه کړنلار غندلې دي. د بینېټ په خبره، د ماموریت یې یوازې دوه کلونه پاتې دي او په روان کال کې به د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې هم د افغانستان په تړاو ناستې ولري.

د فرانسې پارلمان کې د دوو ورځو لپاره د افغانستان د بشري او سیاسي ناورین د حل لارې تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې ده.

په دې ناسته کې به یو شمېر افغانان او فرانسوي چارواکي د افغانستان د راتلونکي او روان ناورین څخه د وتلو په تړاو بحثونه وکړي.

بشري وضعیت او سیاسي حل‌لارې؛ د فرانسې پارلمان کې د افغانستان اړوند دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د روان بحران د حل‌لارو په اړه دوه ورځنی کنفرانس د فرانسوي چارواکو، د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي او د افغانستان د پخوانیو چارواکو په ګډون، د چهارشنبې په ورځ د فرانسې ملي شورا کې پیل شوی دی.

د «افغانستان ۲۰۲۶بېړنی بشري حالت او سیاسي حل‌لارې» تر سرلیک لاندې په دې کنفرانس کې ګډونوال د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو د خرابېدونکي حالت ارزونه کوي.
د دې کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د فرانسې د پارلمان استازې او د فرانسې–افغانستان د دوستۍ ډلې مرستیالې لیا بالاج ال‌ماریکي هم ګډون درلود.

همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ د بهرنیو چارو د کمېټې او د فرانسې–افغانستان د دوستۍ ډلې غړو ته په مستقیم ډول وینا وکړه.

په دې غونډه کې د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم حاضر وو. د کنفرانس په لومړۍ غونډه کې د «افغانستان په اړه د پارلماني کاري ډلې» د جوړېدو وړاندیز وشو، چې پکې به د فرانسې د پارلمان استازي او د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ګډون ولري.

همدارنګه، د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو او خبریالانو لپاره د بشردوستانه ویزو د دوام پر اړتیا ټینګار وشو.

دا کنفرانس چې د د افغانستان د ماشومانو ټولنه او د افغانستان د سولې د خبرو اترو خوځښت په نوښت جوړ شوی، ټاکل شوې ده سبا پنجشنبه د مې په ۷مه نېټه د د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت کې او وروسته د پاریس په ښاروالۍ کې دوام وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبان فرمانونو د افغانستان پر ښځو د ژوند فضا ډېره تنګه کړې ده. له جدي اندېښنو څخه یوه د «د محاکمو د جزايي اصول‌نامې» پلي کېدل دي، چې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۱۵مه نېټه لاسلیک شوې ده.

دغه اصول‌نامه چې ۱۱۳ مادې لري، د څارونکو په باور د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض قانوني کړی او د سنګسار او علني اعدامونو په څېر سزاوو ته یې رسمي بڼه ورکړې ده.

په همدې حال کې، افغانستان له سخت سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی. د نړیوال انزوا پنځه کلونو د دې هېواد بشري ناورین لا ژور کړی دی؛ داسې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، اوس لږ تر لږه ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

سوداګر: په بادغیس کې له وخت وړاندې د پستې له راټولو باید په جدي ډول مخنیوی وشي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱

په بادغیس کې یو شمېر سوداګرو د پستو بازار د پیکه کېدو په تړاو د اندېښنو په څرګندولو سره له اړوندو طالب مسوولینو غواړي، چې سږکال باید هېچاته دا اجازه ورنه‌کړل شي، چې پستې له پخېدو وړاندې راټولې کړي. بادغیس کې طالب مسوولین بیا وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره یې ساتونکي ګومارلي دي

بادغیس د طبیعي پستو له شنو ځنګلونو څخه ډک، یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د پستو له پخېدو وړاندې د خلکو له لوري راټولېږي او د سوداګرو په وینا، د ځايي خلکو دغې چارې د پستې پر بیو او کیفیت منفي اغېز کړي او له اړوندو طالب مسوولینو غواړي، چې له وخته وړاندې یا د خامو پستو له راټولولو په جدي توګه مخنیوی وکړي.

په بادغیس کې د وچو میوو د ټولنې استازی عبدالباقي د پستو د بازار د پیکه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، تېر کال د خلکو له لوري له وخت مخکې د پستو راټولول د دې لامل شول چې د پستو بیې په بې‌ساري ډول راټيټې شي او زیاته یې کړه: «سږ کال باید دا ملي شتمني وساتل شي او هېچاته اجازه ورنه‌کړل شي چې خامې پستې راټولې کړي».

د پستې یو سوداګر عبدالله وايي: «له چارواکو غوښتنه کوو، چې د پستو حاصلات کنټرول کړي او اجازه ورنه‌کړي چې خلک یې خام راټول کړي».

ځینې نور سوداګر بیا وايي، د بادغیس د پستو ځنګلونه ډېر ضایعات لري او باید یې له دغو ضایعاتو هم مخنیوی وشي، څو ورسره د پستو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېرښت راشي.

طالبانو بادغیسي مالدارانو ته امر کړی چې د پسته‌لیق ځنګلونه تخلیه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اقتصادي چارو شنونکي هم له پخېدو مخکې د پستې راټولولو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کار له يوې خوا د پستې حاصلات کموي او له بلې خوا د پستې کيفيت او د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رييس جلال‌الدین حقاني له وخت وړاندې د پستو راټولولو پر مخنیوي او د پستو ځنګلو پر خوندي ساتنې ټينګار کړی او په دې برخه کې یې د ځايي اوسېدونکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د بادغیس لپاره د طالبانو مسوولین په دې تړاو وايي، د پستو له وخت مخکې راټولول نه یوازې د بازار پر بیو منفي اغېز کوي، بلکې د ولایت پر عمومي اقتصاد او د خلکو پر عایداتو هم مستقیمه ضربه واردوي.

یادو مسوولینو له ځايي خلکو وغوښتل، چې د پستو د ځنګلونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او تر هغې چې حاصلات پوره نه‌وي رسېدلي، د «شول» له ماتولو او هر ډول ګډوډۍ څخه ډډه وکړي او همداراز یې ژمنه کړې، چې سږ کال به د پستو دغه ارزښتناکه ملي شتمني تر حاصلاتو پورې خوندي وساتل شي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مسوولین وايي، د پستو ځنګلونو د ساتنې لپاره یې ساتونکي ګومارلي او په دې توګه یې له پرې کولو مخنیوی شوی دی.

بادغیس د طبیعي پستو له شنو ځنګلونو څخه ډک، یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي او کله چې پستې حاصل ته ورسېږي، نو د هېواد له بېلابېلو سیمو خلک د دغو حاصلاتو د راټولولو لپاره ورځي او په دې سره یو شمېر کسانو ته د لنډ مهال لپاره کاري زمینه هم برابرېږي.

په لویدیځ زو کې د پستو د صادراتو ټولنې په وینا، په کلني ډول له افغانستان څخه له ۳ تر ۴ زرو ټُنو پسته هند، ترکیې، امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.