یونسېف: څلور میلیون افغان ماشومانو ته د زده کړې او ښوونې توکي برابر شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق استازي تاجالدین اویوواله ویلي، هر ماشوم د زدهکړې لپاره خوندي ځای او د راتلونکې د جوړولو وسایلو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې یونسېف او ملګرو یې څلورو میلیونو ماشومانو ته د زدهکړې او ښوونې توکي برابر کړي دي.
