د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان د خیبر پښتونخوا چارسدې ته د سفر پر مهال د یوه دیني عالم مولانا شیخ ادریس وژنه وغندله.
هغه د کومې ډلې له نوم اخیستو پرته وویل، «هغه کسان چې دیني علماوو ته مرتد وایي، پخپله قاتلان او مرتدین دي او له اسلام سره تړاو نه لري».
فضلالرحمان د پاکستان له واکمنانو او مسوولو بنسټونو وغوښتل چې د دوی د ګوند د وژل شوي غړي قاتلان پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
هغه زیاته کړه چې دوی د پاکستان له اساسي قانون او سوله ییز نظام سره ولاړ دي او هېڅوک د وسلې سیاست یا بغاوت نه کوي. د هغه په وینا، دوی تل قربانۍ ورکړې دي او یوازې په باجوړ کې یې په یوه غونډه کې ۸۰ جنازې پورته کړې دي.
د جمعیت علمای اسلام مشر داعش ډلې ته له مستقیمې اشارې پرته وویل چې دا خلک په ځمکه کې فساد خپروي. هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د مسلمانانو وینه تویول د اسلامي امت تګلاره نه ده او د علماوو مرتد ګڼل د دې ثبوت دی چې بریدګر پخپله له دین څخه وتلي دي.
په ورته وخت کې، د جمعیت علمای اسلام په غوښتنه د چاشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د شیخ ادریس د وژل کېدو پر ضد لاریونونه او غونډې وشوې.
د لاریونونو ویناوالو د ادریس د وژونکو د سملاستي نیولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په ایالت کې ناامني او د واکمنانو بېکفایتي د دې ښکارندویي کوي چې د علماوو او مدرسو پر ضد د نړیوالو اجنډاوو د پلي کولو هڅې روانې دي.
د سې شنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې د مولانا محمد ادریس ترنګزي په نامه د یوه دیني عالم پر موټر وسله وال برید وشو، چې له امله یې نوموړی له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.
هغه زیاته کړې چې مولانا ادریس یو داسې مدرس و چې کلونه کلونه یې د تدریس له لارې د علم رڼا خپره کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه ویلي چې د دې پېښې پر وړاندې د مولانا ادریس د کورنۍ، د هغه د زده کوونکو او د جمعیت علمای اسلام د مشرتابه ترڅنګ ولاړ دی. هغه د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.
پشتین په پښتونخوا کې د ناامنۍ پر زیاتېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هره ورځ دیني عالمان، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، عام وګړي او ان ښځې او ماشومان وژل کېږي، خو د پاکستان ریاست د دغه وضعیت د کنټرول لپاره هېڅ جدي پلان نه لري.
نوموړي زیاته کړې، «د پښتنو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې پخپله د خپل امنیت ساتلو بندوبست وکړي».
هغه د خپلې کورنۍ د دیني عالمانو د درېیم نسل غړی و او غور نیکه یې شیخ مولانا محمد اسماعیل د مشهور عالم شمس الحق افغاني استاد ګڼل کیږي.
محمد ادریس د خیبر پښتونخوا د نوموتي دیني عالم مولانا محمد حسن جان مدني زوم و. حسن جان د ۲۰۰۷ کال په سپټمبر کې د پېښور په وزیرباغ کې یوه ځانمرګي برید وواژه.
ادریس په دارالعلوم حقانیه کې لوړپوړی مدرس و او د ایالتي اسمبلۍ غړی (ایم پي اې) هم پاتې شوی و.
هغه موټر، چې شیخ ادریس پکې مدرسې ته روان و، له پېښې وروسته پرې د ډزو نښې لیدل کیږي
مولانا ادریس د پاکستان په ملي سیاست کې فعاله ونډه لرله. هغه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د چارسدې ولسوالۍ امیر پاتې شوی و او وروسته د ګوند ایالتي اعلی سرپرست او د مرکزي شورا غړی و.
هغه د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی و او د اسمبلۍ د مرستیال (ډپټي سپیکر) په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.
ادریس کابل ته د مولانا فضل الرحمن د تللي پلاوي غړی و
مولانا ادریس د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو رغولو په هدف له مولانا فضل الرحمن سره یوځای کابل ته سفر وکړ. په دغه سفر کې نوموړي د طالبانو له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند، مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې درلودې.
ددغه سفر هدف د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اړیکو رغول او د پاکستاني طالبانو ستونزې ته د حل لارې لټول ګڼل کېدل.
شیخ ادریس په ۲۰۲۴ کال کې کابل ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې لیدل کیږي
ویل کېږي چې نوموړی د دغه سفر پر مهال له مولانا فضل الرحمن سره یوځای کندهار ته هم تللی و، خو طالبانو په رسمي ډول دغسې سفر نه دی تایید کړی.
هغه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، « نن په نړۍ کې واحد اسلامي نظام په افغانستان کې دی، ټول وزارتونه او مشري له علماوو سره دي. کله چې پر دې خاوره کوز شوو، نظر مو پر پټکي، ږیره او اسلامي نظام لګي، یوې خوشبویه ځمکې ته موږ راغلي یو».
د خیبر پښتونخوا خبریال او د چارو شنونکي حق نوازخان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي او ترهګریزې پېښې ډېرې شوې او په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ دیوبندي عالمان په نښه شوي دي.
د هغه په وینا، په سیمه کې د داعش خراسان او دیوبند مکتب پر اساس اختلافات هم لیدل شوي او داسې پاکستاني وسله وال هم کېدای شي وي، چې د نوموړي له خبرو سره توافق ونه لري، خو کره هیڅ ډلې ددې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.
د جمعیت علمای اسلام په څېر مذهبي سیاسي ګوندونه، چې د پاکستان په پارلماني سیاست کې اوږد او فعال حضور لري، د دغو بریدونو پاموړ هدف دی. دغه ګوند، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي، له افغان او پاکستاني طالبانو سره د تاریخي او فکري اړیکو له امله مشهور دی او وخت ناوخته د سولې په خبرو اترو کې د منځګړي رول هم لوبوي.