• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «ډېرې ښې» خبرې شوې دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د ایران له چارواکو سره یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې «ډېرې ښې» خبرې کړې دي او د یوه احتمالي تړون د ترلاسه کېدو امکان یې لوړ بللی دی.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (غویی ۱۶مه) د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د یو ایف سي له لوبغاړو د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره وکړې.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي.

ټرمپ د غونډې له پای وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا امریکا به د ایران غني شوی یورانیم ترلاسه کړي که نه، وویل: «موږ به ورته لاسرسی پیدا کړو.» هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا کار به څنګه ترسره کېږي، بیا هم ټینګار وکړ: «موږ به ورته لاسرسی پیدا کړو.»

د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري، او نړیواله ټولنه د دې خبرو د پایلو ته په تمه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اروپایي پارلمان غړې: له اروپا څخه د افغان کډوالو اېستل یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې د افغان کډوالو جبري ستنول یوازې بشري ناکامي نه، بلکې ستراتېژیکه تېروتنه ده. هغې زیاته کړې، چې که اروپا ځوان افغانان بېرته بې‌وزلۍ او ناهیلۍ ته واستوي، نو ډېری به یې د سرپناه او خوړو لپاره د طالبانو شبکو او مدرسو ته ورشي.

نیومن په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې واکمنۍ یوازې په تاوتریخوالي نه ټینګېږي، بلکې د تړاو، ټولنیز کنټرول او جبري وفادارۍ له لارې هم پیاوړې کېږي. هغې ټینګار کړی چې خلک چې کله مجبورۍ ته ورټیل وهل کېږي، د بقا لپاره هغو جوړښتونو ته ورګرځي چې سرپناه او ډوډۍ ورکوي، او دا جوړښتونه اوس د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.

د دې اروپايي استازې په وینا، د افغانانو په ناچارۍ ستنول طالبان نه کمزوري کوي، بلکې هماغه شبکه‌ییز جوړښتونه پیاوړي کوي چې د دوی واک ته ساه ورکوي. هغې زیاته کړې چې دغه بهیر د ټولنیز کنټرول لمن پراخوي او د بدلونو امکانات راکموي، ځکه چې ستنېدونکي ځوانان له بدیلو فرصتونو محرومیږي.

هانا نیومن همدارنګه لیکلي چې هر «همغږی ستنول» د طالبانو ځواک ډېرولو سبب کېږي او پر نړیوال ډګر یې عادي کوي. هغې ویلي چې دا کار طالبانو ته مشروعیت ورکوي او په کور دننه یې پر شبکو او راډیکالو جوړښتونو د تکیې لپاره انګېزه پیاوړې کوي، چې له کبله یې د واک دوام تضمینېږي.

په وروستیو میاشتو کې د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د پناه غوښتنې پالیسۍ سختې شوې دي او د افغان کډوالو د ایستلو بحثونه زیات شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وار له مخه خبرداری ورکړی چې جبري ستنول د خطرناکو پایلو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ستنېدونکي د کار، زده کړو او خوندیتوب له فرصتونو بې‌برخې وي.

بشري وضعیت او سیاسي حل‌لارې؛ د فرانسې پارلمان کې د افغانستان اړوند دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د روان بحران د حل‌لارو په اړه دوه ورځنی کنفرانس د فرانسوي چارواکو، د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي او د افغانستان د پخوانیو چارواکو په ګډون، د چهارشنبې په ورځ د فرانسې ملي شورا کې پیل شوی دی.

د «افغانستان ۲۰۲۶بېړنی بشري حالت او سیاسي حل‌لارې» تر سرلیک لاندې په دې کنفرانس کې ګډونوال د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو د خرابېدونکي حالت ارزونه کوي.
د دې کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د فرانسې د پارلمان استازې او د فرانسې–افغانستان د دوستۍ ډلې مرستیالې لیا بالاج ال‌ماریکي هم ګډون درلود.

همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ د بهرنیو چارو د کمېټې او د فرانسې–افغانستان د دوستۍ ډلې غړو ته په مستقیم ډول وینا وکړه.

په دې غونډه کې د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم حاضر وو. د کنفرانس په لومړۍ غونډه کې د «افغانستان په اړه د پارلماني کاري ډلې» د جوړېدو وړاندیز وشو، چې پکې به د فرانسې د پارلمان استازي او د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ګډون ولري.

همدارنګه، د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو او خبریالانو لپاره د بشردوستانه ویزو د دوام پر اړتیا ټینګار وشو.

دا کنفرانس چې د د افغانستان د ماشومانو ټولنه او د افغانستان د سولې د خبرو اترو خوځښت په نوښت جوړ شوی، ټاکل شوې ده سبا پنجشنبه د مې په ۷مه نېټه د د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت کې او وروسته د پاریس په ښاروالۍ کې دوام وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبان فرمانونو د افغانستان پر ښځو د ژوند فضا ډېره تنګه کړې ده. له جدي اندېښنو څخه یوه د «د محاکمو د جزايي اصول‌نامې» پلي کېدل دي، چې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۱۵مه نېټه لاسلیک شوې ده.

دغه اصول‌نامه چې ۱۱۳ مادې لري، د څارونکو په باور د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض قانوني کړی او د سنګسار او علني اعدامونو په څېر سزاوو ته یې رسمي بڼه ورکړې ده.

په همدې حال کې، افغانستان له سخت سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی. د نړیوال انزوا پنځه کلونو د دې هېواد بشري ناورین لا ژور کړی دی؛ داسې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، اوس لږ تر لږه ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ترکیې او سعودي د ځانګړو پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې اړتیا د لغوه کولو تړون لاسلیک کړ

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱

ترکیې او سعودي عربستان د ډېپلوماټیکو او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د شتون اړتیا لغوه کولو یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا تړون د چهارشنبې په ورځ (د مې ۶مه) د انقرې په ښار کې د «ترکیې او سعودي عربستان د همغږۍ شورا» د درېیمې غونډې له ترسره کېدو وروسته لاسلیک شو.

راپور زیاتوي چې د دې توافق له مخې، هغه وګړي چې د دواړو هېوادونو ډېپلوماتیک او ځانګړي پاسپورټونه لري، له دې وروسته به د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د سفر لپاره ویزې ته اړتیا ونه لري.

تمه کېږي چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړي او د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ به اسانه کړي.

د امریکایي رسنیو ستره څېره او د سي‌اېن‌اېن شبکې بنسټ ‌اېښودونکی ومړ

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د امریکایي رسنیو نامتو او اغېزمن شخصیت او د سي‌اېن‌اېن شبکې بنسټ‌ اېښودونکی ټېډ ټرنر د چهارشنبې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر ومړ. هغه په امریکا کې د لومړي ۲۴ ساعته کېبلي خبري چینل په جوړولو سره د ټلوېزیون صنعت او د خبرونو د خپرولو بڼه د تل لپاره بدله کړه.

ټېډ ټرنر د نړۍ د رسنیو په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو څېرو څخه شمېرل کېږي.

سي‌اېن‌اېن وروسته د نورو خبري شبکو لکه فاکس نیوز او اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي لپاره بېلګه وګرځېد او د خبرونو د رسولو چټکتیا او ژورتیا یې په نړیواله کچه بدله کړه.
ټېډ ټرنر د نړۍ د رسنیو په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو څېرو څخه شمېرل کېږي. د ۱۹۳۸ کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د سینسیناتي په ښار کې زېږېدلی و. هغه د براون پوهنتون له پرېښودو وروسته د خپل پلار د اعلانونو شرکت مشري په غاړه واخیسته او وروسته یې د اتلانتا په ښار کې د یو اېچ‌اېف ټلوېزیوني سټېشن په پېرلو سره د رسنیو ډګر ته ننوت.

د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ۱۹۸۰ کال په جون کې د سي‌ان‌ان جوړول وو، چې د خبرونو ژوندۍ او بې‌وقفې خپرونې یې پیل کړې. دې شبکې وروسته د مهمو نړیوالو پېښو لکه د د خلیج لومړۍ جګړه، د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو او د د سپټمبر یوولسمې بریدونه د بریدونو په پوښښ کې مهم رول ولوباوه، او په نړۍ کې میلیونو خلکو د دې شبکې خبرونه تعقیبول.

ټرنر چې د اتلانتا بریوز پخوانی مالک هم و، د چاپېریال ساتنې او بشري مرستو په برخه کې هم فعال و. هغه د ملګرو ملتونو سازمان سره یو میلیارد ډالره مرسته کړې وه. هغه درې ځله واده کړی و، چې له مېرمنو څخه یې یوه جېن فونډا، مشهوره امریکايي اداکاره وه.

د ټېډ ټرنر مړینه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ د رسنیو صنعت له سترو ننګونو سره مخ دی، لکه ډیجیټلي کېدل، د ټولنیزو شبکو پراختیا او سخت رقابت. د هغه میراث به لا هم د نوښت، زړورتیا او رسنیز ابتکار د بېلګې په توګه پاتې وي.

ټرمپ یوه نوې ترهګرۍ ضد ستراتیژي لاسلیک کړې چې د القاعدې له منځه وړل هم پکې شامل دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه نوې ملي ترهګرۍ ضد ستراتیژي لاسلیک کړې چې په یوه برخه کې یې د نشه يي توکو شبکو فلج کول او د الـ.ـقـ.ـاعدې په څېر ډلو هدف ګرځول او له منځه وړل هم شامل دي.

د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سباستین ګورکا خبریالانو ته ویلي، چې ټرمپ دا سند د سې شنبې په ورځ لاسلیک کړی او دا پرېکړه د دې اصل له مخې شوې چې «امریکا زموږ کور دی او باید وساتل شي».

هغه زیاته کړه چې امریکا په وروستیو میاشتو کې د مخدره توکو ضد عملیاتو په لړ کې لسګونه کښتۍ له منځه وړې دي.

ګورکا وویل: «زموږ نوې ترهګرۍ ضد ستراتیژي د نیمه کرې ترهګریزو ګواښونو بې اغیزې کولو ته لومړیتوب ورکوي».

ګورکا زیاته کړه چې د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي به د جمعې په ورځ له نړیوالو شریکانو سره وګوري، څو وڅېړي چې متحد هېوادونه څنګه کولی شي د ترهګریزو ګواښونو پر ضد هڅې زیاتې کړي.

هغه وویل چې تېر سپټمبر د محافظه‌کار فعال چارلي کرک تر وژنې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینو چارواکو د هغو ناڅرګندو کیڼ اړخو ډلو پر ضد د ګډ اقدام غوښتنه کړې وه چې د تاوتریخوالي د هڅولو تور پرې لګېږي.

ګورکا دا هم وویل، نوې ستراتیژي به ښي اړخو هغو ډلو ته هم پاملرنه وکړي چې تاوتریخوالی هڅوي.

هغه وویل چې ستراتیژي به همدارنګه د هغه څه پر وړاندې د فشار پر دوام تمرکز ولري چې هغه یې «نړیوال جهادي خوځښت» بولي او د القاعدې په څېر ډلو «هدف ګرځول او له منځه وړل» پکې شامل دي.