• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د «ازادۍ پروژې» د ځنډلو له پرېکړې هرکلی کړی

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د « ازادۍ پروژې» د ځنډلو له پرېکړې هرکلی کړی. هغه لیکلي، چې دغه ګام به په اوسني حساس وخت کې د سیمې د تاوتریخوالي په کمښت کې مهم رول ولوبوي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه پرېکړه د پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د غوښتنې په ځواب کې شوې ده. پاکستان د سعودي عربستان د ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان هڅې هم د سیمې د سولې لپاره مهمې بللې دي.
نوموړي ټینګار کړی، د سیمې د سولې، ټیکاو او پخلاینې لپاره به د ټولو هغو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو حل ته لاره هواروي. هغه په دغه پیغام کې هیله څرګنده کړې، چې اوسنی پرمختګ به په راتلونکې کې د یوې دوامدارې هوکړې لامل شي؛ څو په سیمه او نړۍ کې تلپاتې سوله ټینګه شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د سې‌شنبې په ورځ د ایران پوځي وړتیا کمزورې وبلله او ویې ویل، چې تهران «باید د تسلیمېدو سپین بېرغ پورته کړي»؛ خو زیاته یې کړه، «ایران دومره مغرور دی چې دا کار نه‌کوي».
ټرمپ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل، چې د ایران پوځ اوس یوازې «سپکو ډزو» ته پاتې شوی او تهران په پټه غواړي له امریکا سره معامله وکړي؛ خو په ښکاره سخت دریځ ښيي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

په کوټه کې د مدرسو د ثبتولو بهیر پرضد د جمعیت علمای اسلام ګوند کاربندیز دوام لري

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱

د بلوچستان په کوټه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کاربندیز دوام لري، د یاد ښار مارکېټونه په بشپړ ډول تړل شوي دي. تر دې وړاندې د یاد ګوند د کوټې څانګې مشر مولانا عبدالرحمان رفیق د حکومت له‌خوا د مدرسو پرضد روان عمليات غندلي و او ويلي یې و، چې د مدرسو د تړلو عملیات د منلو وړ نه‌دي.

نوموړي زیاته کړې:« مدرسو ته یو ځل یوه اداره ورشي او تر هغې ورورسته بیا په پرله‌پسې توګه د پلټنې په نوم بېلابېلې ادارې ورځي، کارکوونکي ځوروي او دوی ته ستونزې جوړوي».

مولانا رفیق د پاکستان حکومت دغه ادعا رد کړه، چې ګواکې په مدرسو کې په ناقانونه توګه بهرنیان مېشت دي او زده‌کړې کوي. هغه وويل، چې یوازې د ترکيې هېواد زده‌کوونکي په مدرسو کې د قران او حدیث زده‌کړې کوي.
نوموړي زیاته کړه، په بلوچستان کې داسې عصري ادارې شته چې بهرنیان په‌کې زده‌کړې کوي؛ خو هلته څوک نه ورځي او نه يې څوک پوښتنه کوي چې دلته څومره بهرنیان زده‌کړې کوي. هغه وایي:« زموږ به هیڅ مدرسه د خیریه قانون لاندې خپله مدرسه راجسټر نه‌کړي».

د نوموړي په وینا؛ که د بلوچستان حکومت په صوبایي اسمبلۍ غونډه کې خپله تګلاره بدله نه‌کړي، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي او د روانې میاشتې په ۱۰مه به لوی لاریون ترسره کړي.

نوموړي وويل:« د‌ مدرسو د ثبت یو پخوانی قانون شته چې له مخې يې مدرسې په شخصي ډول چلول کېدای شي؛ خو حکومت غواړي مدرسې تر خپل واک کې لاندې راولي، چې موږ پرې اندېښمن یو».

بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د سې‌شنبې په ورځ صوبایي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ويلي، چې حکومت دغه اقدام د روڼتیا لپاره ترسره کوي او دوی به د علماوو اندېښنې حل کړي. نوموړي ټينګار وکړ، چې د ثبت پروسه د مدرسو پرضد نه‌ده.
هغه زیاته کړه، د نوې لړۍ له مخې به ټولې مدرسې ثبت شي او هغه زده‌کوونکي چې له بهر څخه راځي هغوي به هم د رسمي سیسټم برخه شي او له دې سره به د دوی د زده‌کړو فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ثبت وي.

هغه وایي، حکومت چمتو دی چې د علماوو له اندېښنو سره سم خپله تګلاره و ارزوي او په دې اړه د یاد ایالت سر وزیر سرفراز بګټي د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره هم لیدلي دي.

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري تړي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پېښور کې به د امریکا کونسلګري په تدریجي ډول وتړل شي. د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا اړوند ډیپلوماتیکې چارې به په اسلام‌‌اباد کې د امریکا سفارت ته وسپارل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې کونسلګرۍ د تړلو اصلي لامل امنیتي اندېښنې یادې کړې دي. یاد وزارت ويلي، که څه هم په پېښور کې یې حضور ختمېږي؛ خو په پاکستان کې یې لاهم لومړیتوبونه په خپل ځای پاتې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا له خلکو او چارواکو سره خپلو معناداره اړیکو ته به دوام ورکړي؛ ترڅو اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، سیمه‌ییز امنیت ته وده ورکړي او د امریکا د خلکو ګټې پر مخ یوسي.
خبرپاڼه کاږي، امریکا په پاکستان کې د خپل ماموریت او په اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور کې د خپلو نورو ډیپلوماتیکو دفترونو له لارې د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

دا په داسې کې ده، چې د روان کال په مارچ میاشتې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ويلي وو چې په پېښور کې دوی خپله کونسلګري د سپما لپاره تړي او د یادې کونسلکرۍ له تړلو سره به ۷.۵ مېلینونه ډالر سپما شي.

د یادونې وړ ده، چې د پېښور کونسلګرۍ کې ۱۸ امریکايي او ۷۹ ځايي کسانو کار کاوه. امریکا وايي، د یادې کونسلګرۍ پر تړلو ۳ مېلیونه ډالر لګښت راځي چې د کونسلګرۍ توکي اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ ښار ته انتقال کړي.

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د کاناډا لومړی وزیر، مارک کارني ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډلې هېڅ غړی ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شي.

کارني زیاته کړې چې تر دې دمه ۱۷زره د ویزې غوښتنلیکونه ارزول شوي، چې له ډلې یې ۱۷۰قضیې د لا زیاتې څېړنې لپاره راجع شوې دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه ۳۳۰ویزې چې د ایران د حکومت اړوند کسانو پورې تړاو لري، لغوه شوې دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر پیر پولیور په پارلماني مناظره کې د دغه هېواد د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د سپاه پاسداران غړو ته د ویزو د ورکړې په اړه تر نیوکې لاندې راوست.

کاناډا په وروستیو کلونو کې د ایران د حکومتي ادارو او امنیتي بنسټونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او هڅه کوي د هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیسي چې د امنیتي اندېښنو سره تړاو لري.

بشري حقونو فعاله: اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو عریضه د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه نیسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وخت‌خوړونکی بهير دی.

خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.

تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.

فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.

د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.

نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.

نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايه‌اچونه وشي.

هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړه‌ليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.

دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».

مارکو روبیو: امریکا په جدي ډول له ایران سره پر ډیپلوماتیک مسیر کار کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې واشنګټن له تهران سره د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماتیک مسیر په جدي توګه کار کوي.

روبیو دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د امریکا استازي، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر، په فعاله توګه د خبرو د پرمختګ لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: «که دا مسیر بریالی شي، نو د بیا رغونې، اقتصادي ودې او ثبات لامل کېدای شي، او دا به هم یقیني کړي چې ایران نور د نړۍ لپاره ګواښ نه وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ،چې د روان کړکېچ هره ورځ د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار کچه لوړه وي او د ایران دریځ کمزوری کېږي، په ځانګړي ډول که بندیزونه او محاصره یوځای اغېز وکړي.

روبیو وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې ایران یو منطقي انتخاب وکړي، خو دا کار د هغوی لپاره اسانه نه دی، ځکه چې د هغوی د رهبرۍ په جوړښت کې دننۍ ستونزې شته.»

هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل: «ایران تل د خپل اټومي پروګرام ځینې برخې پټې ساتلې دي، او موږ ډاډه یو چې هغوی ۶۰سلنه غني شوی یورانیم ساتلی، چې هېڅ ملکي کارېدنه نه لري.»

روبیو زیاته کړه چې ایران لا هم دا فرصت لري چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې نړۍ ته ډاډ ورکړي چې دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي.

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، خو دواړه لوري د فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ د تعادل موندلو هڅه کوي، چې د سیمې او نړۍ پر امنیت به مهم اغېز ولري.