ډونالد ټرمپ وايي که ایران موافقه ونه کړي نو په لوړه کچه بمبارۍ به پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران موافقه ونه کړي، نو بمبارۍ به پیل شي او دا به د پخوا په پرتله په «لوړه کچه او شدت» وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران موافقه ونه کړي، نو بمبارۍ به پیل شي او دا به د پخوا په پرتله په «لوړه کچه او شدت» وي.
ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې که ایران هغه څه ومني چې پرې هوکړه شوې ده، نو روان کړکېچ به پای ته ورسېږي. خو هغه ټینګار کړی چې دا خپله یو «لوی فرض» دی او لا هم د تهران پرېکړه نامعلومه ده.
د هغه په وینا، دغه احتمالي پوځي اقدام به د اوسني وضعیت په پرتله ډېر پراخ او سخت وي.
تر اوسه د ایران له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د پاکستان یوې منځګړې سرچینې رویټرز ته ویلي، امریکا او ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوه لنډ، یومخیز هوکړه لیک په اړه وروستي پړاو ته نږدې شوي دي. سرچینې ویلي: «موږ ډېر نږدې شوي یو، دا به ډېر ژر پای ته ورسېږي».
دغه سرچینه چې له مذاکراتو سره نږدې بلل شوې، وایي، په دې اړه د اکسیوس امریکايي رسنۍ خپور شوی رپوټ سم دی.
په یاد راپور کې ویل شوي وو چې د امریکا لوړپوړي چارواکي او نور اړوند کسان له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کوي.
د راپور له مخې، پاکستان چې مخکې یې منځګړیتوب کړی و، اوس هم د منځګړي رول ته دوام ورکوي او د دواړو خواوو ترمنځ وړاندیزونه تبادله کوي.
د کاناډا لومړی وزیر، مارک کارني ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډلې هېڅ غړی ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شي.
کارني زیاته کړې چې تر دې دمه ۱۷زره د ویزې غوښتنلیکونه ارزول شوي، چې له ډلې یې ۱۷۰قضیې د لا زیاتې څېړنې لپاره راجع شوې دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه ۳۳۰ویزې چې د ایران د حکومت اړوند کسانو پورې تړاو لري، لغوه شوې دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د کاناډا د محافظهکار ګوند مشر پیر پولیور په پارلماني مناظره کې د دغه هېواد د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د سپاه پاسداران غړو ته د ویزو د ورکړې په اړه تر نیوکې لاندې راوست.
کاناډا په وروستیو کلونو کې د ایران د حکومتي ادارو او امنیتي بنسټونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او هڅه کوي د هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیسي چې د امنیتي اندېښنو سره تړاو لري.
د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وختخوړونکی بهير دی.
خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.
تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.
فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.
د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.
نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.
نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايهاچونه وشي.
هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړهليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.
دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې واشنګټن له تهران سره د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماتیک مسیر په جدي توګه کار کوي.
روبیو دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د امریکا استازي، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر، په فعاله توګه د خبرو د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
هغه زیاته کړه: «که دا مسیر بریالی شي، نو د بیا رغونې، اقتصادي ودې او ثبات لامل کېدای شي، او دا به هم یقیني کړي چې ایران نور د نړۍ لپاره ګواښ نه وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ،چې د روان کړکېچ هره ورځ د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار کچه لوړه وي او د ایران دریځ کمزوری کېږي، په ځانګړي ډول که بندیزونه او محاصره یوځای اغېز وکړي.
روبیو وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې ایران یو منطقي انتخاب وکړي، خو دا کار د هغوی لپاره اسانه نه دی، ځکه چې د هغوی د رهبرۍ په جوړښت کې دننۍ ستونزې شته.»
هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل: «ایران تل د خپل اټومي پروګرام ځینې برخې پټې ساتلې دي، او موږ ډاډه یو چې هغوی ۶۰سلنه غني شوی یورانیم ساتلی، چې هېڅ ملکي کارېدنه نه لري.»
روبیو زیاته کړه چې ایران لا هم دا فرصت لري چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې نړۍ ته ډاډ ورکړي چې دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي.
د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، خو دواړه لوري د فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ د تعادل موندلو هڅه کوي، چې د سیمې او نړۍ پر امنیت به مهم اغېز ولري.
اروپايي پارلمان اعلان کړی، چې د بکتاش سیاوش له لوري وړاندې شوی غوښتنلیک یې ثبت کړی، چې په کې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې او د طالبانو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د شاملولو غوښتنه شوې ده.
د راپور له مخې، اروپايي پارلمان د یوه رسمي لیک له لارې سیاوش ته خبر ورکړی چې دغه غوښتنلیک د ثبت کېدو وروسته د دې پارلمان د عریضو کمېټې ته لېږل شوی دی.
په لیک کې ویل شوي چې د عریضو کمېټه به دا غوښتنلیک وڅېړي او پایلې به یې وروسته په لیکلي ډول اعلان کړي.
بکتاش سیاوش څه موده وړاندې د بروکسل په ښار کې د اروپايي پارلمان مخې ته د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د تحصن خېمه درولې وه.
نوموړي په خپل غوښتنلیک کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي، له طالبانو سره دې ډیپلوماتیک تعامل ودرول شي او دا ډله دې د ترهګرو په نوملړ کې شامله شي.
هغه همدارنګه د ستراسبورګ ښار کې هم تحصن کړی او د دې غوښتنلیک د ثبت لپاره یې زرګونه لاسلیکونه راټول کړي دي.