• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له نږدې یو کلن ځنډ وروسته؛ طالبان وایي د کونړ پر زلزله‌ځپلو یې استوګنیزې نمرې وېشلې دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، د دغه وزارت له‌خوا د کونړ هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته چې د وروستۍ زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري سیمه کې پر زر جریبه ځمکه په نوي جوړ شوي ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې ډیزاین شوی چې په‌کې د اوسېدو نمرو ترڅنګ سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جومات، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې ټاکل شوې؛ ترڅو اوسېدونکو ته یو منظم او بشپړ چاپېریال برابر شي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د یاد ښارګوټي د پرانیسي په مراسمو کې ویلي، هڅه کوي چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي؛ څو د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر ۱۴۰۴کال په وږي میاشت کې د افغانستان ختیځې برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې له امله یې ترټولو ډېره مرګ ژوبله د کونړ ولایت اوسېدونکو ته واړوله او ګڼ کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړل. د کونړ زلزله‌ځپلي تر یادې زلزلې وروسته لاهم د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۹۰۰ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴زره او ۷۱۱ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۹۳۱ کورنۍ خپلو مېنو ته لېږدولې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) ویلي، چې دغه کورنۍ د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.
په تېرو وروستیو کې له طالبانو سره د پاکستان کړکېچ او د افغان کډوالو د ځورونې له امله افغانستان ته د کډوالو پراخې څپې روانې دي. تازه په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون په خپل کلني راپور کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی دی.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا؛ له دې ډلې ۶۰زره او ۸۰۷ کډوال له پاکستان نه، ۴۲زره او ۸۳۹ کډوال له ایران او ۶۰۹ کسان بیا له ترکیې نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو په پنجشیر کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد پلورلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۱۸۵قیراطه زمرد د ۱۱میلیونه او ۶۶۹زره او ۸۷۶افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د والي ویاند، سیف‌الدین لټون، ویلي چې دغه اندازه زمرد پرونسې‌شنبه (غویي ۱۵مه) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا زمرد د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د پنجشیر د حصه‌اول او پریان ولسوالیو له کانونو څخه استخراج شوي وو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پنجشیر د زمردو کانونه په پرله‌پسې ډول استخراج کېږي او تولیدات یې بازار ته وړاندې کېږي.

طالبان وایي چې د زمردو د پلور له عوایدو څخه لس سلنه د دوی ونډه ده او پاتې برخه یې قراردادي شرکتونو ته ورکول کېږي.

کارپوهان او د کانونو برخې څارونکي اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کانونو استخراج ډېری وخت په غیرمسلکي او بې‌معیاره ډول ترسره کېږي. د دوی په وینا، د تخنیکي معیارونو نه مراعات، د چاپېریالي اصولو نشتوالی او د شفافیت کمښت کولای شي د کانونو د زېرمو د چټک ضایع کېدو او اوږدمهاله اقتصادي زیانونو لامل شي.

همدارنګه ویل کېږي چې د مسلکي څار او عصري تجهیزاتو نشتوالی د دې سبب ګرځي چې د قیمتي ډبرو لکه زمردو ارزښت په سمه توګه خوندي نه شي او د استخراج بهیر له نړیوالو معیارونو سره سمون ونه لري.

بشري حقونو فعاله: اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو عریضه د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه نیسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وخت‌خوړونکی بهير دی.

خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.

تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.

فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.

د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.

نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.

نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايه‌اچونه وشي.

هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړه‌ليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.

دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».

طالبان: په خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې پیل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د مرکز اړوند په صحرا باغ سیمه کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یو نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې په رسمي ډول پیل کړې دي.

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی د دوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ او د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې جوړېږي. دغه پروژه په ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او موخه یې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې د نمرو تثبیت او منظم وېش ښودل شوی دی.

په خوست کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس امان‌الله اسد ویلي، چې په دې ښارګوټي کې ټولټال ۱۶۸۳ د استوګنې نمرې تثبیت شوې دي. د هغه په وینا، د استوګنې د کورونو ترڅنګ په دې پروژه کې سوداګریز مارکېټونه، سړکونه، د اوبو ویالې، شنې ساحې، پارکینګونه، جوماتونه او ښوونځي هم په پام کې نیول شوي دي.

اسد زیاته کړې، چې د یاد ښارګوټي د منظم پلان له مخې به بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د استوګنې مناسب چاپېریال برابر شي. طالب چارواکي وایي چې په دې ښارګوټي کې به د ښار ټولې اړینې اسانتیاوې په معیاري ډول ځای پر ځای شي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستل کېدو څپې ډېرې شوي دي او دغه بېرته ستنېدونکي په کور دننه له سخت بشري ناورین سره مخ دي. د ملګرو ملتونو او د بېرته ستنېدونکو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان کې اوس مهال ستانه شوي وګړي د سرپناوو له نشتوالي، بې روزګارۍ، د نجونو پر زده کړو بندیز او سخت فقر څه کړېږي.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادون څخه غوښتي چې په دغه سخت وضعیت کې د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

مطیع‌الله ویسا د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له امله د فرانسې د يوې مهمې جايزې ګټونکی شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د افغان نجونو د زده‌کړو د حقونو فعال او د طالبانو پخوانی زنداني مٓطیع الله ویسا د فرانسې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزه ګټلې ده. دا جايزه د فرانسې د نورماندي سيمې له خوا او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زرګونو کسانو په رايو سره ښاغلي ویسا ته ورکړل شوې ده.

د فرانسې د نورماندي سيمې شورا د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵مه اعلان وکړ چې دا جايزه د «زده‌کړې د حق د پراختيا لپاره د ویسا د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو لپاره» د درناوي په توګه ورکړل شوې ده.

د ازادۍ جايزه په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې د بشري حقونو او سولې له نړيوال انستيتوت سره په همکارۍ جوړه شوې ده او هر کال د نړۍ د ځوانانو له خوا هغه کس ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو په دفاع کې يې مهمه ونډه لرلې وي.

د دې جايزې په اتم پړاو کې ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه په رايه‌ورکولو کې برخه واخيسته او مطیع‌الله ویسا يې د ګټونکي په توګه وټاکه.

مطیع‌الله ویسا په ۱۹۹۲ کال کې د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه د ۱۷ کلنۍ څخه خپلې هڅې پيل کړې او د «پن‌پت» په نوم يې يو داوطلبانه بنسټ جوړ کړ. دا بنسټ اوس د نږدې درې زره رضا کارانو يوه شبکه ده چې په کليوالو او لرې پرتو سيمو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانستلو، د ګرځنده کتابتونونو د جوړولو او د زده‌کړو د دودولو لپاره، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، کار کوي.

د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د ویسا فعاليتونه سبب شول چې هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شي. هغه اووه مياشتې پرته له محکمې د طالبانو په بند کې وساتل شو او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۲۶مه خوشې شو.

ویسا له خوشې کېدو وروسته ټينګار وکړ چې د زده‌کړو د حق د تأمين لپاره به خپلو هلو ځلو ته په لا پياوړي عزم سره دوام ورکړي.

د ۲۰۲۶ کال د دې جايزې د نړيوالې داورۍ مشره هاجا ادریسابا د ویسا ستاينه وکړه او ويې ويل: «د هغه ژمنتيا د ځوان نسل د ځواک نښه ده. ازادي زموږ غږ دی او موږ بايد د نجونو د زده‌کړې له حقه دفاع وکړو».

په دې پړاو کې د چين د کارګرانو د حقونو يو ملاتړی بنسټ او له اکوادور څخه د چاپېريال ساتنې فعاله نومونته ننکیمو هم وروستي نوماندان وو.

ټاکل شوې ده چې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزې د ورکړې مراسم د جون په ۴مه د فرانسې د کن په ښار کې ترسره شي. تېر کال دا جايزه ژیزل پلیکو ته د جنسي تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې له امله ورکړل شوې وه.