د رستاق-تالقان پل ویجاړېدو له امله؛ بنسټیزو خدمتونو ته د ځایي خلکو لاسرسی ستونزمن شوی

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، د توتاش پل چې په سیمه کې یو له مهمو پلونو څخه دی؛ د سرو زرو کان کېندونکو شرکتونو لهخوا د نامسلکي کېندنو او وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوی، چې له امله یې بنسټیزو خدمتونو ته د ځایي خلکو لاسرسی ستونزمن شوی.
