د فرانسې د نورماندي سيمې شورا د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵مه اعلان وکړ چې دا جايزه د «زدهکړې د حق د پراختيا لپاره د ویسا د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو لپاره» د درناوي په توګه ورکړل شوې ده.
د ازادۍ جايزه په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې د بشري حقونو او سولې له نړيوال انستيتوت سره په همکارۍ جوړه شوې ده او هر کال د نړۍ د ځوانانو له خوا هغه کس ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو په دفاع کې يې مهمه ونډه لرلې وي.
د دې جايزې په اتم پړاو کې ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه په رايهورکولو کې برخه واخيسته او مطیعالله ویسا يې د ګټونکي په توګه وټاکه.
مطیعالله ویسا په ۱۹۹۲ کال کې د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه د ۱۷ کلنۍ څخه خپلې هڅې پيل کړې او د «پنپت» په نوم يې يو داوطلبانه بنسټ جوړ کړ. دا بنسټ اوس د نږدې درې زره رضا کارانو يوه شبکه ده چې په کليوالو او لرې پرتو سيمو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانستلو، د ګرځنده کتابتونونو د جوړولو او د زدهکړو د دودولو لپاره، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، کار کوي.
د نجونو د زدهکړو د ملاتړ په برخه کې د ویسا فعاليتونه سبب شول چې هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شي. هغه اووه مياشتې پرته له محکمې د طالبانو په بند کې وساتل شو او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۲۶مه خوشې شو.
ویسا له خوشې کېدو وروسته ټينګار وکړ چې د زدهکړو د حق د تأمين لپاره به خپلو هلو ځلو ته په لا پياوړي عزم سره دوام ورکړي.
د ۲۰۲۶ کال د دې جايزې د نړيوالې داورۍ مشره هاجا ادریسابا د ویسا ستاينه وکړه او ويې ويل: «د هغه ژمنتيا د ځوان نسل د ځواک نښه ده. ازادي زموږ غږ دی او موږ بايد د نجونو د زدهکړې له حقه دفاع وکړو».
په دې پړاو کې د چين د کارګرانو د حقونو يو ملاتړی بنسټ او له اکوادور څخه د چاپېريال ساتنې فعاله نومونته ننکیمو هم وروستي نوماندان وو.
ټاکل شوې ده چې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزې د ورکړې مراسم د جون په ۴مه د فرانسې د کن په ښار کې ترسره شي. تېر کال دا جايزه ژیزل پلیکو ته د جنسي تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې له امله ورکړل شوې وه.