ترکیې او سعودي د ځانګړو پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې اړتیا د لغوه کولو تړون لاسلیک کړ

ترکیې او سعودي عربستان د ډېپلوماټیکو او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د شتون اړتیا لغوه کولو یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

ترکیې او سعودي عربستان د ډېپلوماټیکو او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د شتون اړتیا لغوه کولو یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا تړون د چهارشنبې په ورځ (د مې ۶مه) د انقرې په ښار کې د «ترکیې او سعودي عربستان د همغږۍ شورا» د درېیمې غونډې له ترسره کېدو وروسته لاسلیک شو.
راپور زیاتوي چې د دې توافق له مخې، هغه وګړي چې د دواړو هېوادونو ډېپلوماتیک او ځانګړي پاسپورټونه لري، له دې وروسته به د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د سفر لپاره ویزې ته اړتیا ونه لري.
تمه کېږي چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړي او د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ به اسانه کړي.

د امریکایي رسنیو نامتو او اغېزمن شخصیت او د سياېناېن شبکې بنسټ اېښودونکی ټېډ ټرنر د چهارشنبې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر ومړ. هغه په امریکا کې د لومړي ۲۴ ساعته کېبلي خبري چینل په جوړولو سره د ټلوېزیون صنعت او د خبرونو د خپرولو بڼه د تل لپاره بدله کړه.
ټېډ ټرنر د نړۍ د رسنیو په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو څېرو څخه شمېرل کېږي.
سياېناېن وروسته د نورو خبري شبکو لکه فاکس نیوز او اېماېساېنبيسي لپاره بېلګه وګرځېد او د خبرونو د رسولو چټکتیا او ژورتیا یې په نړیواله کچه بدله کړه.
ټېډ ټرنر د نړۍ د رسنیو په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو څېرو څخه شمېرل کېږي. د ۱۹۳۸ کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د سینسیناتي په ښار کې زېږېدلی و. هغه د براون پوهنتون له پرېښودو وروسته د خپل پلار د اعلانونو شرکت مشري په غاړه واخیسته او وروسته یې د اتلانتا په ښار کې د یو اېچاېف ټلوېزیوني سټېشن په پېرلو سره د رسنیو ډګر ته ننوت.
د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ۱۹۸۰ کال په جون کې د سيانان جوړول وو، چې د خبرونو ژوندۍ او بېوقفې خپرونې یې پیل کړې. دې شبکې وروسته د مهمو نړیوالو پېښو لکه د د خلیج لومړۍ جګړه، د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو او د د سپټمبر یوولسمې بریدونه د بریدونو په پوښښ کې مهم رول ولوباوه، او په نړۍ کې میلیونو خلکو د دې شبکې خبرونه تعقیبول.
ټرنر چې د اتلانتا بریوز پخوانی مالک هم و، د چاپېریال ساتنې او بشري مرستو په برخه کې هم فعال و. هغه د ملګرو ملتونو سازمان سره یو میلیارد ډالره مرسته کړې وه. هغه درې ځله واده کړی و، چې له مېرمنو څخه یې یوه جېن فونډا، مشهوره امریکايي اداکاره وه.
د ټېډ ټرنر مړینه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ د رسنیو صنعت له سترو ننګونو سره مخ دی، لکه ډیجیټلي کېدل، د ټولنیزو شبکو پراختیا او سخت رقابت. د هغه میراث به لا هم د نوښت، زړورتیا او رسنیز ابتکار د بېلګې په توګه پاتې وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه نوې ملي ترهګرۍ ضد ستراتیژي لاسلیک کړې چې په یوه برخه کې یې د نشه يي توکو شبکو فلج کول او د الـ.ـقـ.ـاعدې په څېر ډلو هدف ګرځول او له منځه وړل هم شامل دي.
د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سباستین ګورکا خبریالانو ته ویلي، چې ټرمپ دا سند د سې شنبې په ورځ لاسلیک کړی او دا پرېکړه د دې اصل له مخې شوې چې «امریکا زموږ کور دی او باید وساتل شي».
هغه زیاته کړه چې امریکا په وروستیو میاشتو کې د مخدره توکو ضد عملیاتو په لړ کې لسګونه کښتۍ له منځه وړې دي.
ګورکا وویل: «زموږ نوې ترهګرۍ ضد ستراتیژي د نیمه کرې ترهګریزو ګواښونو بې اغیزې کولو ته لومړیتوب ورکوي».
ګورکا زیاته کړه چې د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي به د جمعې په ورځ له نړیوالو شریکانو سره وګوري، څو وڅېړي چې متحد هېوادونه څنګه کولی شي د ترهګریزو ګواښونو پر ضد هڅې زیاتې کړي.
هغه وویل چې تېر سپټمبر د محافظهکار فعال چارلي کرک تر وژنې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینو چارواکو د هغو ناڅرګندو کیڼ اړخو ډلو پر ضد د ګډ اقدام غوښتنه کړې وه چې د تاوتریخوالي د هڅولو تور پرې لګېږي.
ګورکا دا هم وویل، نوې ستراتیژي به ښي اړخو هغو ډلو ته هم پاملرنه وکړي چې تاوتریخوالی هڅوي.
هغه وویل چې ستراتیژي به همدارنګه د هغه څه پر وړاندې د فشار پر دوام تمرکز ولري چې هغه یې «نړیوال جهادي خوځښت» بولي او د القاعدې په څېر ډلو «هدف ګرځول او له منځه وړل» پکې شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران موافقه ونه کړي، نو بمبارۍ به پیل شي او دا به د پخوا په پرتله په «لوړه کچه او شدت» وي.
ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې که ایران هغه څه ومني چې پرې هوکړه شوې ده، نو روان کړکېچ به پای ته ورسېږي. خو هغه ټینګار کړی چې دا خپله یو «لوی فرض» دی او لا هم د تهران پرېکړه نامعلومه ده.
د هغه په وینا، دغه احتمالي پوځي اقدام به د اوسني وضعیت په پرتله ډېر پراخ او سخت وي.
تر اوسه د ایران له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.
د پاکستان یوې منځګړې سرچینې رویټرز ته ویلي، امریکا او ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوه لنډ، یومخیز هوکړه لیک په اړه وروستي پړاو ته نږدې شوي دي. سرچینې ویلي: «موږ ډېر نږدې شوي یو، دا به ډېر ژر پای ته ورسېږي».
دغه سرچینه چې له مذاکراتو سره نږدې بلل شوې، وایي، په دې اړه د اکسیوس امریکايي رسنۍ خپور شوی رپوټ سم دی.
په یاد راپور کې ویل شوي وو چې د امریکا لوړپوړي چارواکي او نور اړوند کسان له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کوي.
د راپور له مخې، پاکستان چې مخکې یې منځګړیتوب کړی و، اوس هم د منځګړي رول ته دوام ورکوي او د دواړو خواوو ترمنځ وړاندیزونه تبادله کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د چین د هنان ولایت په لیانګ ښار کې د اورلوبې په یوه فابریکه کې د شوې چاودنې له امله د ۲۶ مړو شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د سې شنبې په ورځ، د غويي پر ۱۵مه، په چین کې د اورلوبو د توکو په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۱ نور ټپیان شول.
دغه پېښه د چین په مرکزي هنان ولایت کې د لییانګ ښار په یوه صنعتي کمپلکس کې شوې، چې د هېواد د اورتوکو د تولید مهم مرکز بلل کېږي.
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر شي جین پینګ د پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر کړی دی.