د پاکستان په پنجاب کې د یوه کور چت پرېوتو له امله څلور کسان مړه او دوه ماشومان ټپيان شوي

د سېشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په شکرګړ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله لږترلږه څلور کسان مړه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د ژغورنې ډلې وايي، د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتونه ته وړل شوي دي.
ژغورونکې ډلې وایي، چې نږدې دوه ساعته عملیات یې ترسره کړل او تر خاورو لاندې بندپاتې څلور مړي او دوه ټپیان یې را اېستي دي. د دوی په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د کور پر چت کانکرېټ اچول کېده.
