طالبانو له چینايي کمپنیو نه د عینک مسو کان د تړون د «جدي پلي کولو» غوښتنه کړې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د چین له سفیر او د لوګر د عینک مسو د استخراج د دوو قراردادي شرکتونو له رییسانو سره په ناسته کې د شوي تړون پر جدي پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د چین له سفیر او د لوګر د عینک مسو د استخراج د دوو قراردادي شرکتونو له رییسانو سره په ناسته کې د شوي تړون پر جدي پلي کېدا ټینګار کړی دی.
د لوګر د عینک د مسو پروژه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د چینايي شرکتونو د فعالیت په تمه ده. چینايي شرکت دغه قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۳،۴ میلیارده ډالرو په پانګونې ترلاسه کړی دی.
د تېر جمهوري حکومت پرمهال د امنیتي ستونزو، له افغان حکومت سره د قراردادي د اختلافاتو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د زیانمنېدو د اندېښنو له امله د پروژې عملي چارې ځنډېدلې وې.
طالبانو تمه درلوده، چې د قرارداد چارې به زر پیل شي او عواید به یې ددوی پر بودجه مثبت اغیز پرېباسي.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې چینايي ډیپلوماتانو او طالبانو ددې پروژې د پیل اعلان وکړ او د کان د استخراج لپاره ۲۰۲۶ کال هدف ټاکل شوی و، خو د چین له سفیر او د چینايي شرکتونو له رییسانو سره د طالبانو له پرله پسې ناستو ښکاري، چې دغه شرکت تراوسه هم د قرارداد د بشپړ عملي کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د چارشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۶مه وویل، چې په دې ناسته کې هدایت الله بدري د چین له سفیر، د اېم سي سي ټي شرکت له عمومي رییس، د عینک مسو کان د قراردادي شرکت اېم جې اې ایم له رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې د عینک مسو کان د کان کیندنې قرارداد د د ژمنو او مکلفیتونو د نه عملي کېدو او د پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې په ځانګړي ډول د عینک مسو کان د کان کیندنې د قرارداد د هغو مکلفیتونو پر نه پلي کېدا بحث شوی، چې مخکې په رسمي ډول د یاد شرکت په نوم ابلاغ شوي وو. د پروژې د عملي چارو د پرمختګ وضعیت هم ارزول شوی دی.
د اېم سي سي ټي شرکت عمومي رییس په دې ناسته کې ژمنه کړې چې د قرارداد له موادو سره سم به د کان کیندنې پاتې چارې او اړوند فعالیتونه تر سره کړي او د پروژې د پرمختګ په برخه کې به لازم ګامونه واخلي.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې قراردادي شرکت باید د قرارداد له شرایطو، ژمنو او د دغه وزارت له لیکلو لارښوونو سره سم عمل وکړي.
هدایت الله بدري ویلي، چې «شرکت ته لازمه ده د عینک مسو کان د پروژې د بشپړ پلیتابه لپاره عملي او جدي ګامونه واخلي، څو د قرارداد ټولې برخې په بشپړ ډول عملي شي».
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ۱۴۰۴ کال په لیندي میاشت کې هم د عینک مسو پروژې له چینايي قراردادیانو سره په کتنه کې د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی و. د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال وویل، چې د عینک د مسو پروژې قراردادي شرکت د تړون لهمخې د ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی و.
اټکل کېږي چې د عینک مسو کان کې شاوخوا ۱۱،۵ میلیونه ټنه مس خوندي دي او کولی شي هر کال له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې عواید ولري. د قرارداد په اوږدو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره نور عواید هم اټکل شوي، چې زرګونه مستقیم او لسګونه زره غیر مستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي.