• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱

پښتون سیاستوال او د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ روان کړکېچ په ګواښونو نه‌، بلکې د جدي مذاکراتو او سیمه‌ییزو کنفرانسونو له لارې حل کېدای شي.

د پاکستان د اپوزیسیون او د تحریک تحفظ ايين مشر محمود خان اڅکزي په یوې تازه مرکه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ د پایته رسېدو په موخه دواړه لوري خبرو اترو ته وهڅول او زیاته یې کړه: «له افغانستان سره ستونزې په ګواښونو نه، بلکې د جدي خبرو اترو او سیمه‌ییزو کنفرانسونو له لارې حل کېدای شي».

اڅکزي د طالبانو او پاکستان تر منځ د پرلپسې خبرو ناکامېدو او پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشارې سره ویلي: «مذاکرات داسې نه‌کېږي چې مذاکرات که ناکام شول، برید پرې وکړئ. دا څه طریقه ده! دا چا کړي، چې مذاکرات ناکام شي او بیا پرې برید وکړي».

د هغه په باور، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه او په وینا یې: «هغه برید چې د اسلام‌اباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی [پاکستاني چارواکو] وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو [پاکستاني چارواکي] دومره پوهېږئ چې دا چاوده په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه»؟

د پاکستان د اپوزیسیون د مشر په وینا، دمګړۍ په پاکستان کې نه کورنی امنیت او نه هم بهرنۍ تګلارې جدي ګنل شوې او په باور یې، هېواد اعلامیو او بیانونو ته نه‌، بلکې اساسي قانون، روڼتیا او ډله‌يیزو پرېکړو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قربانیان عام ولس دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اروپایي پارلمان غړې: له اروپا څخه د افغان کډوالو اېستل یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې د افغان کډوالو جبري ستنول یوازې بشري ناکامي نه، بلکې ستراتېژیکه تېروتنه ده. هغې زیاته کړې، چې که اروپا ځوان افغانان بېرته بې‌وزلۍ او ناهیلۍ ته واستوي، نو ډېری به یې د سرپناه او خوړو لپاره د طالبانو شبکو او مدرسو ته ورشي.

نیومن په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې واکمنۍ یوازې په تاوتریخوالي نه ټینګېږي، بلکې د تړاو، ټولنیز کنټرول او جبري وفادارۍ له لارې هم پیاوړې کېږي. هغې ټینګار کړی چې خلک چې کله مجبورۍ ته ورټیل وهل کېږي، د بقا لپاره هغو جوړښتونو ته ورګرځي چې سرپناه او ډوډۍ ورکوي، او دا جوړښتونه اوس د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.

د دې اروپايي استازې په وینا، د افغانانو په ناچارۍ ستنول طالبان نه کمزوري کوي، بلکې هماغه شبکه‌ییز جوړښتونه پیاوړي کوي چې د دوی واک ته ساه ورکوي. هغې زیاته کړې چې دغه بهیر د ټولنیز کنټرول لمن پراخوي او د بدلونو امکانات راکموي، ځکه چې ستنېدونکي ځوانان له بدیلو فرصتونو محرومیږي.

هانا نیومن همدارنګه لیکلي چې هر «همغږی ستنول» د طالبانو ځواک ډېرولو سبب کېږي او پر نړیوال ډګر یې عادي کوي. هغې ویلي چې دا کار طالبانو ته مشروعیت ورکوي او په کور دننه یې پر شبکو او راډیکالو جوړښتونو د تکیې لپاره انګېزه پیاوړې کوي، چې له کبله یې د واک دوام تضمینېږي.

په وروستیو میاشتو کې د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د پناه غوښتنې پالیسۍ سختې شوې دي او د افغان کډوالو د ایستلو بحثونه زیات شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وار له مخه خبرداری ورکړی چې جبري ستنول د خطرناکو پایلو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ستنېدونکي د کار، زده کړو او خوندیتوب له فرصتونو بې‌برخې وي.

د برېټانیا ځانګړی استازی: د نجونو د زده کړو له حق څخه د افغان نارینه‌وو ملاتړ اړین دی

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، د افغان نارینه وو له لوري د افغان ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ د افغانستان راتلونکي هوساینې لپاره حیاتي دی. هغه د ۲۰۲۶ ازادۍ جایزې ګټونکي مطیع‌الله ویسا ته مبارکي هم ورکړې او د هغه زړورتیا یې ستایلې ده.

لېنډسي لیکلي، د نجونو د تعلیم حق ته ګډ ولاړ دریځ هغه فضا رامنځته کوي چې پکې ټول افغانان وده وکړای شي. د ده په وینا، د تعلیم ملاتړ یوازې د ښځو موضوع نه ده، بلکې د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی.

هغه زیاته کړه، چې افغان نارینه د نجونو او ښځو د برابر ښوونیزو فرصتونو په خوندیتوب او پراختیا کې مهم رول لري. د برېټانیا استازي ټینګار کړی چې د تعلیم حق ته ژمنتیا باید عملي ملاتړ او دوامدارې هڅې ولري.

مطیع‌الله ویسا د نجونو د زده کړو د ملاتړ یو پېژندل شوی فعال دی چې د ښوونیزو حقونو لپاره یې هلوځلو ته نړیوال پاملرنه راجلب کړې ده. د فرانسې ۲۰۲۶ ازادۍ جایزه ورته د همدې هڅو په بدل کې ورکړل شوې ده.

طالبانو له تمویل کوونکو غوښتي چې خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې مشر د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د عملیاتو ادارې له سلاکار سره په کتنه کې له ټولو مرستندویانو وغوښتل چې، خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي. نوموړي ټینګار کړی، چې د خپلو طرحو په تړاو هم باید له دوی سره مشورې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشرپاله مرستو د عملیاتو ادارې اي‌سي‌اېچ‌او له سیمه‌ییز سلاکار ورنا سره په کتنه کې له ټولو مرستندویانو وغوښتل، چې د خپلو پروژو د طرحو په تړاو هرومره له داخلي سکټورونو سره مشورې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «له تمویل کوونکو څخه هم غواړو چې خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي او د طرحې پر مهال حتماً له اړوندو داخلي سکتورونو سره مشوره وکړي، څو بودجه په اغېزناک او مناسب ډول ولګول شي».

د طالبانو دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه ې د اي‌سي‌اېچ‌او سیمه‌ییز سلاکار وویل، غواړي د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې له ستراتیژیک پلان سره سم همکاري وکړي، څو د خطرونو کچه راکمه شي.

د یادونې وړ ده، چې ځينې نورې مرستندویه موسسې د طالبانو دغه ډول چارې په خپلو چارو کې لاسوهنه ګڼي او یو شمېر یادو موسسو د خپلو پروژو او طرحو په تړاو د طالبانو د دغه ډول څرګندونو او لاسوهنو له امله په افغانستان کې خپلې چارې درولي دي.

رحمت الله نبیل: موږ باید په یوه نوي روایت فکر وکړو

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل په یوې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره باید پر یو نوي روایت فکر وشي. هغه زیاته کړې چې باید په ګډه د هېواد ټول وګړي او قشرونه د راتلونکي په تړاو ناسته وکړي.

د نوموړی په خبره: «موږ به تر څه وخت د خپلو نیکونو ناکامۍ پر خپلو اوږ وړو. راځئ چې یو ځای کې کېنو چې یو نوی روایت رامنځته کړو او په دې فکر وکړو چې زمونږ نوی روایت به څه وي». د هغه په خبره، د افغانستان خلکو ته باید د هېواد مالکیت فکر ورکړل شي، نه د پاشل کېدو.

د نبیل په وینا، که جلا وطنه افغانان له هېواده بهر د افغانانو د هیله مندۍ غږ نه‌شي، نو د ملامتۍ بار به بیا بېرته د افغانانو په اوږو پروت وي. هغه دا څرګندونې د فرانسې پارلمان کې د افغانستان د بشري او سیاسي ناورین حل لارې په غونډه کې وکړې.

په دغه ناسته کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم نیوکې کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له جنسیتي اپارټایډ سره مخ دی او ښځې په‌کې له هر ډول حقه حقونو بې برخې شوې دي.

ریچارډ بینېټ: موږ باید د افغانستان پر راتلونکي تمرکز وکړو

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د فرانسې په پارلمان کې یوې غونډې ته ویلي، چې باید د افغانستان پر راتلونکي باندې تمرکز وشي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان دننه خلک د طالبانو د جزایي کړنلارې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او هغوی ته باید هیله ورکړل شي.

ریچارډ بینېټ زیاته کړه، چې جلا وطنه افغانان د افغانستان د راتلونکي په تړاو مهم رول ترسره کوي. د هغه په خبره، د افغانستان د راتلونکي په تړاو باید رښتيني واوسو او باید هغو افغانانو ته هیله مندي ورکړل شي چې اوس مهال په هېواد کې اوسېږي.

د طالبانو د امربالمعروف او همدا راز د محاکمو قوانینو په اړه هم نوموړي څرګندونې کړي او زیاته کړې یې ده چې په وار وار یې دغه کړنلار غندلې دي. د بینېټ په خبره، د ماموریت یې یوازې دوه کلونه پاتې دي او په روان کال کې به د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې هم د افغانستان په تړاو ناستې ولري.

د فرانسې پارلمان کې د دوو ورځو لپاره د افغانستان د بشري او سیاسي ناورین د حل لارې تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې ده.

په دې ناسته کې به یو شمېر افغانان او فرانسوي چارواکي د افغانستان د راتلونکي او روان ناورین څخه د وتلو په تړاو بحثونه وکړي.