فضلي: هرې بهرنۍ ادارې ته مراجعه د یوې رښتینې افغاني سیاسي پروسې مخه نیسي

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د ارزښتونو د دفاع او احیا لپاره بهرنیو ادارو ته مراجعه نه یوازې «ځانغولونه» او د وخت ضایع کول دي، بلکې د یوې رښتینې افغاني سیاسي پروسې ټکني کول او مخنیوی یې هم دی.
