• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حـ ـماس د جلاوطنه مشر ځوی د اسراییل په برید کې ټپي او ۵ تنه نور وژل شوي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

پر غزې د اسراییل د هوايي بریدونو پر دوام د حـ ـماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی ټپي او ۵ نور فلسطینیان وژل شوي دي. خلیل‌الحیه د غزې د راتلونکي په اړه له اسراییل سره د غیر مستقیمو خبرو مشري کوي. اسراییل لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس ته د غزې طبي سرچینو او د حماس غړو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) پر غزې د اسراییل په درېیو جلا جلا بریدونو کې د حماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی عزام‌الحیه سخت ټپي شوی او یو بل کس ورسره وژل شوی دی.

په جلا وطنۍ کې د حماس د مرکچي پلاوي د مشر خلیل‌الحیه ۳ نور زامن په غزه کې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې او درېیم زوی یې په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د حماس د مشرتابه پر ضد د اسراییل په یوه برید کې وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، تر دې برید مخکې په غزه کې د اسراییل په دوو نورو هوايي بریدونو کې د یوه ډګروال په ګډون ۴ نور فلسطنیان هم وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

یاد ډګروال چې نسیم الکلازاني نومېده او د خان یونس په سویل الموازي سیمه کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مشر وو، هغه مهال ووژل شو چې موټر یې د اسراییل د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شو.

رویټرز دمخه راپور ورکړی وو، چې اسراییل په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې پر پولیسو بریدونه زیات کړي دي. اسراییلي پوځ په الموازي کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د حماس یو فعال یې په نښه کړی، خو د نورو بریدونو په اړه یې تبصره نه‌ده کړې.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د حماس او اسراییل تر منځ له اوربند وروسته پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۷۲،۵۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې د تیلو بیې د ۲۰۲۲کال راوروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور له مخې، په ټوله امریکا کې د تیلو منځنۍ بیې د چهارشنبې په ورځ د هر ګیلن لپاره ۴،۵۴ ډالرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۲کال د اوړي راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د عادي بنزینو بیه د روان کال د مارچ له ۹مې راهیسې شاوخوا ۵۲سلنه، یعنې ۱،۵۶ډالر په هر ګیلن کې لوړه شوې ده. د دې زیاتوالي اصلي لامل په منځني ختیځ کې د تیلو د جریان ګډوډي او د انرژۍ د بازارونو بې‌ثباتي بلل شوې ده.

سي‌بي‌ایس زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال په اوړي کې، د کرونا وبا پر مهال د انفلاسیون د لوړېدو له امله د بنزینو بیه تر ۵،۰۲ډالرو په هر ګیلن پورې رسېدلې وه.

د راپور له مخې، که څه هم د چهارشنبې په ورځ د تیلو نړیوالې بیې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د هیلو له امله لږ راکمې شوې، خو د پمپونو پر سر د بنزینو بیې لا هم لوړې پاتې شوې دي.

کارپوهان وایي چې دا وضعیت ښيي د نړیوالو تېلو بازار او د مصرف کوونکو لپاره د تیلو پرچون بیې تل په مستقیم ډول نه بدلېږي، او د عرضه‌زنځير، لېږد او بازار نور عوامل هم پرې اغېز لري.

په دوحه کې د طالبانو او ګامبیا سفیران د اقتصادي او سیاسي اړیکو په تړاو غږېدلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د ګامبیا له سفیر عمر جاح سره لیدنه کې د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په تړاو خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې پر مهال د افغانستان د عمومي ثبات او امنیت په اړه مفصل بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دواړو لورو د امنیتي وضعيت تر څنګ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی او د راتلونکو تماسونو لاره یې هواره بللې ده.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان دننه د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا موضوع د اجنډا مهمه برخه وه او د ګډو علاقو په نورو برخو کې هم نظرونه تبادله شوي دي.

دوحه کې د‌ طالبانو سفارت د خبرپاڼې له مخې، د ګامبیا سفارت په قطر کې د افغانستان اړوند چارې هم تعقیبوي او له همدې کبله دغه لیدنه په دوحه کې ترسره شوې ده. د ناستې نور جزییات نه دي شریک شوي او نه هم د احتمالي موافقو یا راتلونکو ګامونو په اړه کوم مشخص اعلان شوی دی.

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۱

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د چهارشنبې په ورځ د «د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ پر ضد ملي ستراتېژۍ» سند خپور کړ. په دې سند کې په لاتیني امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق پر کارټلونو، د چپ‌پالو توندلارو ډلو او د اسلامي سختدریځو ډلو لکه القا-عده او داع -ش پر وړاندې مبارزې باندې تمرکز شوی دی.

دا لومړیتوبونه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کورني او بهرني سیاست څرګندونه کوي؛ داسې سیاست چې پکې افغانستان هېڅ ځای نه لري او د طالبانو له لوري له ترهګرو سازمانونو، لکه القاعده سره د پراخو اړیکو په اړه چوپتیا غوره شوې ده.
د دې ستراتېژۍ له مخې، داعش خراسان او القاعده (په ځانګړي ډول د عرب ټاپووزمې څانګه) د هغو پنځو اصلي ترهګرو ډلو په ډله کې راځي چې د امریکا پر ضد د پولو هاخوا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري او له همدې امله د مبارزې په لومړیتوب کې ځای لري.

سره له دې، د دې سند تر ټولو څرګنده خبره دا ده چې د افغانستان نوم په بشپړ ډول د یوه هېواد یا د ترهګرو وسله‌والو ډلو د فعالیت د سیمې په توګه پکې نه دی یاد شوی. په دې ستراتېژۍ کې د هغو ډلو د حضور یا فعالیت هېڅ یادونه نه ده شوې چې په افغانستان کې فعالې دي، لکه داعش خراسان او القاعده. دا په داسې حال کې ده چې داعش خراسان په افغانستان کې مېشت دی او القاعده هم بېرته دې هېواد ته د ستنېدو سره خپل مرکزونه او روزنیز بنسټونه بېرته فعال کړي دي.

په دې سند کې یوازینی یادونه له افغانستان سره د کابل د هوايي ډګر د پېښې په تړاو شوې ده. په متن کې د «اېبي ګېټ» په نوم د ترهګریز برید د طراح د نیولو یادونه شوې، چې دا د ټرمپ د حکومت د کار د پیل په لومړیو ۴۳ ورځو کې له لاسته راوړنو څخه ګڼل شوې ده. په هغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغان وګړي وژل شوي وو.

ټرمپ د دې سند په سریزه کې ټینګار کړی چې د هغه حکومت د «امریکا لومړی» او «سوله د ځواک له لارې» پر اصولو ولاړ دی او د «بې‌پایه جګړو» له تکرار څخه به ډډه وکړي. په همدې چوکاټ کې، په لاتیني امریکا کې د نشه‌يي توکو د کارټلونو له منځه وړل لومړیتوب بلل شوی او د هغو اسلامي توندلارو ډلو پر وړاندې مبارزه چې د امریکا پر ضد د بهرنیو بریدونو وړتیا لري، دویم لومړیتوب ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د ټرمپ حکومت مخکې له دې د نومبر په میاشت کې د اخوان المسلمین څو څانګې هم د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نومولې وې.

د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سباستین ګورکا د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا ستراتېژي په لوېدیځ نیمه‌کره، چې لاتیني امریکا او کارائیب پکې شامل دي، د ګواښونو پر شنډولو او د نشه‌يي توکو د کارټلونو پر کمزوري کولو تمرکز لري.
په همدې لړ کې، امریکا د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په کمپاین کې لسګونه کښتۍ له منځه وړي دي؛ هغه عملیات چې د روان میلادي کال په ترڅ کې د وینزویلا له مشر نیکولاس مادورو سره د سیاسي بدلونونو له موضوع سره تړاو لري.

ګورکا همدارنګه ویلي چې د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي به د راتلونکې جمعې په ورځ له نړیوالو شریکانو سره وګوري، څو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د ګډو هڅو د زیاتولو په اړه، په ځانګړې توګه د ایران او د هرمز تنګي په تړاو، خبرې وکړي.

د دې ستراتېژۍ بله برخه پر «کورني ترهګرۍ» تمرکز لري. ګورکا د چپ‌پالو توندلارو ډلو ایډیالوژي «د امریکا ضد، د جنسیتي مسایلو په برخه کې توندلاره او ګډوډونکې» بللې او ټینګار یې کړی چې حکومت به د هېڅ لوري له خوا سیاسي تاوتریخوالی ونه مني.
هغه ادعا کړې چې په وروستیو کلونو کې چپ اړخ د ښي اړخ په پرتله د سیاسي ترورونو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

د د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په وروستیو کې د تحلیل له مخې، د تېرو درې لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د چپ‌پالو ترهګریزو بریدونو شمېر له ښي اړخو زیات شوی دی.

دا دریځ وروسته له هغه نور هم پیاوړی شو چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ټرمپ متحد او محافظه‌کار فعال چارلي کرک ووژل شو.

خو ګورکا ټینګار کړی چې دا ستراتېژي به د ښي اړخو تاوتریخجنو ډلو پر وړاندې هم عملي شي؛ هغه ډلې چې که څه هم ځینې یې د ټرمپ ملاتړ کوي، خو د د امریکا فدرالي پلټنو اداره په وینا، لا هم د کورني ترهګرۍ له جدي ګواښونو څخه شمېرل کېږي.

له وتلو پنځه کاله وروسته
دا سند په داسې حال کې خپرېږي چې له افغانستانه د امریکا د بشپړ وتلو نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم د دې هېواد د راتلونکي په اړه کومه رسمي او روښانه ستراتېژي نه ده وړاندې شوې.
که څه هم د نوې ستراتېژۍ د جوړېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه کوم رسمي سند نه دی خپور شوی، او د امریکا اوسنی مهم تمرکز د خپلو نیول شوو وګړو، لکه محمود شاه حبیبي، د ازادۍ موضوع ده.

د طالبان له انکار سره سره، نړیوال راپورونه ښيي چې دغه ډله لا هم له القاعده سره اړیکې لري او افغانستان یو ځل بیا د داعش خراسان لپاره په خوندي پناه‌ځای بدل شوی دی.
سره له دې، افغانستان چې دوه لسیزې د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې اصلي مرکز و، اوس په عملي توګه د واشنګټن د امنیتي لومړیتوبونو له لېسته وتلی دی.

امریکا اوس په افغانستان کې هېڅ مستقیم پوځي یا ډیپلوماتیک حضور نه لري او د دې هېواد سفارت له دوحه څخه خپل فعالیتونه پر مخ وړي. شنونکي وايي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت نوې تګلاره له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بنسټیز بدلون څرګندونه کوي.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «ډېرې ښې» خبرې شوې دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د ایران له چارواکو سره یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې «ډېرې ښې» خبرې کړې دي او د یوه احتمالي تړون د ترلاسه کېدو امکان یې لوړ بللی دی.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (غویی ۱۶مه) د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د یو ایف سي له لوبغاړو د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره وکړې.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي.

ټرمپ د غونډې له پای وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا امریکا به د ایران غني شوی یورانیم ترلاسه کړي که نه، وویل: «موږ به ورته لاسرسی پیدا کړو.» هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا کار به څنګه ترسره کېږي، بیا هم ټینګار وکړ: «موږ به ورته لاسرسی پیدا کړو.»

د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري، او نړیواله ټولنه د دې خبرو د پایلو ته په تمه ده.

د اروپایي پارلمان غړې: له اروپا څخه د افغان کډوالو اېستل یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې د افغان کډوالو جبري ستنول یوازې بشري ناکامي نه، بلکې ستراتېژیکه تېروتنه ده. هغې زیاته کړې، چې که اروپا ځوان افغانان بېرته بې‌وزلۍ او ناهیلۍ ته واستوي، نو ډېری به یې د سرپناه او خوړو لپاره د طالبانو شبکو او مدرسو ته ورشي.

نیومن په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې واکمنۍ یوازې په تاوتریخوالي نه ټینګېږي، بلکې د تړاو، ټولنیز کنټرول او جبري وفادارۍ له لارې هم پیاوړې کېږي. هغې ټینګار کړی چې خلک چې کله مجبورۍ ته ورټیل وهل کېږي، د بقا لپاره هغو جوړښتونو ته ورګرځي چې سرپناه او ډوډۍ ورکوي، او دا جوړښتونه اوس د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.

د دې اروپايي استازې په وینا، د افغانانو په ناچارۍ ستنول طالبان نه کمزوري کوي، بلکې هماغه شبکه‌ییز جوړښتونه پیاوړي کوي چې د دوی واک ته ساه ورکوي. هغې زیاته کړې چې دغه بهیر د ټولنیز کنټرول لمن پراخوي او د بدلونو امکانات راکموي، ځکه چې ستنېدونکي ځوانان له بدیلو فرصتونو محرومیږي.

هانا نیومن همدارنګه لیکلي چې هر «همغږی ستنول» د طالبانو ځواک ډېرولو سبب کېږي او پر نړیوال ډګر یې عادي کوي. هغې ویلي چې دا کار طالبانو ته مشروعیت ورکوي او په کور دننه یې پر شبکو او راډیکالو جوړښتونو د تکیې لپاره انګېزه پیاوړې کوي، چې له کبله یې د واک دوام تضمینېږي.

په وروستیو میاشتو کې د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د پناه غوښتنې پالیسۍ سختې شوې دي او د افغان کډوالو د ایستلو بحثونه زیات شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وار له مخه خبرداری ورکړی چې جبري ستنول د خطرناکو پایلو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ستنېدونکي د کار، زده کړو او خوندیتوب له فرصتونو بې‌برخې وي.