د فرانسې د بار وړونکو کښتیو شرکت: زموږ یوه کښتۍ په هرمز تنګي کې په نښه شوې

د فرانسې د بار وړونکو کښتیو «CMA CGM» شرکت اعلان کړی، چې د دوی یوه کښتۍ «سان انتونیو» له هرمز تنګي څخه د تېرېدو پرمهال په نښه شوې ده. د یاد شرکت په وینا؛ په دغه برید کې چې د سېشنبې په ورځ شوی، د یادې کښتۍ عمله ټپي شوې او خپله کښتۍ ته هم زیان اوښتی دی.
یاد شرکت زیاته کړې، چې د الوتکې پرمټ یې عمله د پېښې له ځایه را اېستلې او اوس تر درملنې لاندې ده. نوموړي شرکت په یوه بیان کې ویلي، چې دوی وضعیت له نږدې څاري.
