د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي هېڅ ښځینه کارکوونکې نه لري

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند په کابل د یاد وزارت د نارینه او ښځینه کارکوونکو لهخوا د یوې ښځې د وهلو ټکولو په غبرګون کې ویلي، چې یاد وزارت هیڅ ښځینه کارکوونکې نه لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند په کابل د یاد وزارت د نارینه او ښځینه کارکوونکو لهخوا د یوې ښځې د وهلو ټکولو په غبرګون کې ویلي، چې یاد وزارت هیڅ ښځینه کارکوونکې نه لري.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خبر پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د یاد وزارت د محتسبانو په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکو لهخوا د کابل د تایمني پروژې په سیمه کې د یوې ښځې د وهلو ټکولو موضوع شخصي وه او د یاد وزارت کارکوونکي پکې لاس نه لري.
نوموړي ویلي، چې د یاد وزارت په چوکاټ کې هېڅ ښځینه کارکوونکې نشته.
نوموړي دغه غبرګون پرداسې مهال ښودلی، چې د دوشنبې په ورځ، د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو استولي وه، چې د تایمني پروژې په سیمه کې د یوې ځوانې ښځې د وهلو ټکولو صحنه پکې ښکاري.
د طالبانو په امر بالمعروف کې د ښځینه کارکوونکو د نشتوالي رپوټ داسې مهال ورکول کیږي، چې له ښځو سره ددغه وزارت د نارینه محتسبانو پر چلند ګڼې نیوکې دي.