• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی واحدالله نژند د غويي ۱۹مه له خپل ارجنټایني سیال سره مخ کېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۱

د ازاده مبارزو افغان لوبغاوی واحدالله نژند راتلونکې شنبه (د غویي ۱۹مه) به د ارجنټاین له لوریانو سټاروپولي سره مخ شي. دغه لوبه به د FNC سازمان په ۳۰م پړاو کې د ۷۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کرواسیا په زادار ښار کې ترسره شي.

نژند چې پخوا یې په اوکټاګون سازمان کې سیالي کوله، د ۱۴۰۴کال د مرغومي په وروستیو کې یې له FNC سازمان سره یو تړون لاسلیک کړ. هغه په خپلو ۱۲ مسلکي سیالیو کې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې لري، په‌داسې حال کې چې د هغه ارجنټاینی سیال ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري.
نژند په اوکټاګون سازمان کې غوره فعالیت ښودلی او ان د خپل وزن په کټګورۍ کې د کال غوره لوبغاړی هم نومول شوی دی. هغه اوس په یوه نوي سازمان کې خپله لومړۍ لوبه تجربه کوي، چې څلور پرله‌پسې بریاوې لري.
د نژند وروستۍ لوبه په اوکټاګون سازمان کې د تاجک لوبغاړي شوخ نظروف پر وړاندې وه، چې له سختو ټپونو سره، سره وتوانېده خپل سیال له «کېمورا» تخنیک سره مات کړي. د FNC سازمان په وینا؛ نژند به په خپل ټول ځواک سره د لوبو ډګر ته ښکته شي او په لومړۍ سیالۍ کې به خپلې وړتیاوې وښيي.

100%

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د روښانه راتلونکې هڅې؛ د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله د نویو استعدادونو په لټه کې ده

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل د کاناډا په ټورنټو ښار کې د «د کاناډا د هزاره‌ګانو د بشردوستانه خدمتونو مرکز» د ښځو د فوټبال له لوبډلې او د افغانستان د ملي المپيک کمېټې له مسؤلانو سره ليدنه او خبرې کړې دي.

په دې ليدنه کې هغې د فوټبال لوبغاړو نجونو له ولولو ډک ګډون او د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د مشرتابه د غړو د همکارۍ ستاينه وکړه، او د ښځو د فوټبال د استعدادونو د پېژندنې او ټاکنې په اړه يې خبرې وکړې، څو يو پياوړی ملي ټيم جوړ شي.

هغې همدارنګه زياته کړه چې د ملي ټيم د تخنيکي کادر له ټاکل کېدو وروسته به د سپټمبر له مياشتې څخه د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لوبغاړو د ټاکلو لارې چارې او معيارونه په رسمي ډول اعلان شي.

لوبغاړو هم د دې بهير هرکلی وکړ او ويې ويل چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټيم د کميس اغوستل يې لويه هيله ده. په همدې حال کې، د دې مرکز د ښځو د فوټبال د ټيم مسؤلانو ټينګار وکړ چې دوی ژمن دي څو د غوره استعدادونو د پېژندنې او د لوبغاړو د وړتياوو د لوړولو لپاره هدفمند پروګرامونه پيل کړي.

څه موده وړاندې، او د کلونو هڅو وروسته، د فوټبال د نړيوال فدراسيون (فیفا) په کانګرس کې چې د کاناډا د ونکوور په ښار کې ترسره شو، اعلان وشو چې د افغان ښځو لپاره د کډوالو د فوټبال ټيم کولای شي په رسمي ډول د دې نړيوال بنسټ په چوکاټ کې فعاليت وکړي؛ دا يو بې‌ساری ګام دی چې د هېواد څخه بهر د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټيم د جوړېدو لپاره يې لاره هواره کړې ده.

خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټيم د نړيوالو ډګرونو ته د بېرته ستنېدو له امله خپله خوښي څرګنده کړه، او د لوبغاړو سره په ليدنه کې يې وويل چې دا ټيم يو ځل بيا کولای شي په نړيواله کچه د هېواد د ښځو د فوټبال وړ استازيتوب وکړي.

هغې همدارنګه د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د مسؤلانو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې لوبغاړې د ملي ټيم سره د يو ځای کېدو لپاره ډېره انګېزه او لېوالتيا لري.

نوموړې د ملي ټيم او لوبغاړو ترمنځ د نږدې او دوامدارې اړيکې پر اهميت ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دا اړيکه به په پرله‌پسې توګه لا پياوړې شي. پوپل همدارنګه د سپورټ د مسؤلانو له هڅو څخه مننه وکړه چې د ځوانانو د ودې او د ورزش د پراختيا لپاره فرصتونه برابروي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف په کوربتوب په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ به د جون میاشتې په پیل کې ترسره شي او تر همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې ټورنمنټ کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې ګډون کوي، او همدارنګه د بنګله‌دېش د ۲۳کلنو څخه کم عمره لوبډله هم د ګډونوالو په منځ کې شامله ده.

د فدراسیون په وینا، دا سیالۍ به په څو اړخیزو لوبو کې ترسره شي، چې لوبډلو ته به دا فرصت برابر کړي څو له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي،چې د دې ټورنمنټ موخه د زیاتو نړیوالو لوبو برابرول او د لوبغاړو د وړتیاوو ارزونه ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، خو بیا هم هڅې روانې دي چې دا لوبډله په نړیوالو سیالیو کې خپل حضور وساتي او تجربه لا زیاته کړي.

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام سیالیو ۱۱م پړاو اتلولي خپله کړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام د ۱۱م پړاو سیالیو په پايلوبه کې حېدراباد کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې جام د سږکال اتله لوبډله شوه.

د پاکستان په لاهور ښار کې په قذافي لوبغالي کې پي اېس اېل ۱۱ پړاو جام کې د حېدراباد کنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۸اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو ۱۲۹منډې جوړې کړې.

ورپسې پېښور زلمي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د پينځه لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره او پايلوبه یې وګټله.

پېښور زلمي له دې وړاندې په ۲۰۱۷ کې اتلولي ګټلې وه.

پي اېس اېل ۱۱ پړاو کې اته لوبډلو برخه واخيستې وه، د حېدر اباد کنګز لوبډله پکې په لومړي ځل شامله شوې وه.

د کرکټ «امید وطن» شل‌اوریز جام؛ مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د کرکټ د کورنیو سیالیو په لړ کې د «امید وطن» د شل‌اوریز جام سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ تر څار لاندې روانې دي، چې په وروستیو لوبو کې یې د مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې دي.

د دغه لوبو په دویمه سیالۍ کې، مس عینک لوبډلې د امو پر وړاندې د پنځو ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړه. امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۲منډو هدف وټاکه.

خو مس عینک په ځوابي لوبه کې دا هدف په ۱۹.۲اورونو کې د پنځو ویکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د ۱۷۵منډو په جوړولو یې بریا خپله کړه. په دې بریا کې محبوب تسکین او ایمل شاهین مهم رول ولوباوه، چې دواړو نیمه سلیزې ووهلې.

په ځانګړې توګه، محبوب خان د ۶۴منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په همدې ورځ په لومړۍ سیالۍ کې، د بُست لوبډلې د سپین‌غر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه. سپین‌غر لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۶.۴اورونو کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۱۵منډې یې جوړې کړې.

بست لوبډلې بیا دا هدف په ۱۶.۵اورونو کې د شپږو ویکټو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله. په دې لوبه کې نعمان شاه د ۴۵منډو په کولو سره ښه ځلېدلی، او اعجازالحق د دوو ویکټو په اخیستلو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه سیالۍ د کندز ولایت په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې دي او د هېواد د بېلابېلو زونونو استازې لوبډلې لکه سپین‌غر، آمو، بست، مس عینک او بند امیر پکې ګډون لري. تمه ده چې دا سیالۍ به د راتلونکو ورځو په ترڅ کې هم دوام ومومي.

د پاکستان سوپر لیګ جام سیالۍ؛ ګټونکې لوبډلې ته به ۵۰۰زره ډالر جایزه ورکړل شي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، چې د پاکستان سوپر ليګ جام ۱۱ پړاو کرکټ سياليو پايلوبه ګټونکې لوبډلې لپاره د ۵۰۰زره ډالرو جایزه ټاکل شوی، او بايلونکې لوبډلې ته به ۳۰۰زره ډالره ورکړل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، د پي اېس ايل په تاريخ کې په لومړي ځل د سوداګریز امتیاز لپاره دا جایزه ټاکل شوې ده.

دوی وويل، هغه سوداګریز امتیاز چې د پاکستان سوپر ليګ جام سیالیو کې یې د لوبغاړو د پرمختګ لپاره هڅې کړي هغه ته به هم ۲۰۰زره ډالره انعام ورکړل شي.

ټاکل شوې، چې د پي اېس اېل ۱۱پړاو سیالیو پايلوبه به د يکشنبې په ماښام د پېښور زلمي او حېدراباد کنګز لوبډلو ترمنځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.