• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د افغان پناه غوښتونکي ادعا: د ایران او ترکیې پر پوله د څو افغان کډوالو «غوږونه غوڅ شوي»

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د ایران او ترکیې ترمنځ له ماکو سرحدي سیمې څخه یو افغان پناه غوښتونکي په رالیږلی پیغام کې ادعا کړې، چې د دوشنبې په ورځ، د غويي پر۱۴مه، یو شمېر افغان ځوانان چې غوښتل یې ترکیې ته واوړي، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو وهلي او «لاس او پښې یې ورماتې کړې او د ځینو غوږونه غوڅ شوي».

نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې غوږونه یې د وهلو پرمهال ټپي شوي او که غوڅ کړای شوي دي.

د نوموړي په وینا، ترکي پوله‌ساتو پر دغو پناه غوښتونکو تاوتریخوالی کړی دی.

هغه زیاته کړې چې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره تهران ته لېږدول شوي دي.

دغه پناه غوښتونکي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دې ادعاوو ، په ځانګړي ډول له کډوالو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د غوږونو د پرې کولو د موضوع په اړه جدي څېړنه وکړي.

نوموړی ویلي، چې « ۱۰ تنه وو، ځینې یې تهران ته روغتون ته لیږدول شوي. په دې سیمه کې ډېر افغانان بند پاتې دي او ترکي ځواکونه اجازه نه ور کوي، چې دغه هېواد ته واوړي».

په رالیږل شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې افغان پناه غوښتونکي په وړو خیمو کې میشت دي او لاسونه او پښې یې ټپي دي.

ترکي ځواکونو او خپلواکو سرچینو تر اوسه ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې دغه هېواد له غیرقانوني لارو د کډوالو پر ورتګ بندیزونه ډېر کړي دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې یو شمېر محصلان وایي طالبان ترې د امربالمعروف قانون د منلو جبري ژمنې اخلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته له کابل ښار څخه یو شمېر محصلانو د یوه مکتوب په استولو سره ادعا کړې، چې طالبان د خصوصي پوهنتونونو له محصلینو څخه د امربالمعروف قانون د منلو جبري ژمنې اخلي.

د دغو محصلانو په وینا، هره ورځ پر دوی فشار راوړل کېږي، چې له زده‌کړو او پوهنتون څخه زړه توري شي او د کډوالۍ لاره خپله کړي. هغوی دا وضعیت د هېواد د علمي راتلونکې لپاره «اندېښمنوونکی» بولي.

یادو محصلانو همداراز ادعا کړې، چې په کابل ښار کې د امنیت وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

د هغوی په خبره، داسې شپه نه تېرېږي چې د خلکو کورونه له غلاوو خوندي پاتې شي.

دوی زیاتوي، چې د خلکو پر کورونو او شتمنیو د غلا پېښې زیاتې شوې دي او هېڅوک نشته چې د دغو کړنو مخه ونیسي.

تر دې مخکې طالبانو په پکتیا، خوست او زابل کې هم له محصلانو نه د امربالمعروف قانون د منلو جبري ژمنې اخیستې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د کابل ښار د یو شمېر محصلانو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د مزارشریف یو اوسېدونکی شکایت کوي چې طالبانو یې ریکشا ضبط کړې ده

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د مزارشریف یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ده په ګډون د لسګونو کسانو ریکشاوې ضبط شوي او تر اوسه بېرته دوی ته نه دي سپارل شوي.

هغه وایي، تېر کال یې له بانک څخه په قسطونو یوه سپینه ریکشا اخیستی و، څو د کار له لارې خپل ژوند پر مخ یوسي، خو د ده په وینا، د طالبانو ځواکونو له څو مودې وروسته دغه ریکشا ترې واخیسته.

نوموړی زیاتوي: «تر اوسه مې د بانک پور نه دی خلاص کړی او ریکشا هم د طالبانو په لاس کې ده، حیران یم چې څه وکړم».

د هغه په خبره، یوازې دی نه دی، بلکې شاوخوا سل نور کسان هم له ورته ستونزې سره مخ دي او ریکشاوې یې د طالبانو له خوا ضبط شوې دي.

دغه اوسېدونکی همداراز ادعا کوي، کله چې شاوخوا ۵۰ یا تر دې زیات کسان د شکایت لپاره د بلخ ولایت مقام ته ورغلي، د طالبانو امنیتي ځواکونو هغوی د ټوپک په قنداقونو وهلي او له سیمې یې شړلي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ادعا یوازې د مزار شریف د یوه اوسېدونکي روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ننګرهار د اوسېدونکو شکایت؛ طالبانو مو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو د نوم نه ښوودلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو په یوه رالېږلي پيغام کې ویلي، چې د طالبانو د «ننګرهار وادي کرنیز شرکت» مشر، سېد محمد نعیم محمدي، د جلال اباد په «ګنده چشمه» سیمه کې د ځینو خلکو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې دي.

دغه اوسېدونکي ادعا کوي چې دا اقدام وروسته له هغه شوی، چې دوی خپل شکایتونه لوړپوړو چارواکو ته رسولي دي.

دغو اوسېدونکو د ځمکې د تصفې ورقي په استولو سره ویلي چې ځمکه د دوی شخصي ملکیت ده، نه دولتي.

دوی زیاتوي، چې د ولایت ځینې چارواکي، د امنیې قوماندان، ولسوال، د والي ویاند، د ښاروالۍ رییس، د عدلیې رییس او د محکمې مسوولین ټول په دې قضیه کې ښکېل دي او د خلکو پر ځمکو لانجه کوي.

هغوی د یوې ویډیو په رالیږلو ویلي: «دا هغه ځمکې دي چې پخوا به خلکو کرلې، خو اوس ورباندې اوبه بندې شوې دي». د دوی په وینا، د اوبو بندېدو له امله کرنیز فعالیتونه درېدلي او خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د ننګرهار د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د سپین بولدک له لارې راستنېدونکي کډوال د طالبانو له «ناوړه چلند» شکایت کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱

یو شمېر افغان کډوالو چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې هېواد ته راستون شوي، افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلي لیک کې ادعا کړې چې له پاکستان څخه راستنیدونکو افغان کډوالو سره د طالب چارواکو چلند مناسب نه دی.

دغو کډوالو ویلي، چې له راستنېدونکو کډوالو نه یوازې سختې او هر اړخیزې پوښتنې کېږي، بلکې د هغوی موبایلونه هم پلټل کېږي او شخصي حریم ته یې ننوځي.

د کډوالو په وینا، ډېری کډوال د دغو پوښتنو ځوابولو ته چمتو نه وي، ځکه له حالاتو ناخبره وي او اوږده موده یې له هېواده بهر تېره کړې وي.

هغوی زیاتوي چې په ځانګړې توګه د طالبانو استخباراتي کسان دا ډول پلټنې کوي او که چېرې یو کس د کومې پوښتنې سم ځواب ور نه کړي، نو له هغه سره کېدونکې مرستې بندېږي او حتا اخطاریه ورکول کېږي چې په سیمه کې یې ونه ویني.

یو تن کډوال ویلي، چې له راستنېدونکو څخه پوښتل کېږي چې په موبایل کې د چا شمېرې لري او له چا سره یې اړیکه نیولې ده. هغه زیاتوي چې حتا دا پوښتنه هم ترې کېږي چې ولې په موبایل کې د «اوکې» یا تماسونو په برخه کې د مشخصو کسانو شمېرې نشته.

د نوموړي په وینا، په ځینو مواردو کې له کډوالو څخه د مهاجرت کارتونه هم اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په دغو کارتونو کې د کورنۍ مهم معلومات او عکسونه موجود وي.

دغه کډوال ټینګار کوي چې دا ډول پوښتنې د هغوی پر شخصي حریم مستقیم برید دی.

کډوالو ټینګار کړی چې دا وضعیت یې خپله تجربه کړی او له مسوولو چارواکو غواړي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره په درناوي او انساني چلند وکړي.

طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د همایون خواهاني مېرمنې طالبانو ته په یوه لیک کې ویلي، خاوند یې بې‌ګناه دی او ۷ ورځې کېږې چې د هغه د ساتنې ځای، روغتیايي‌ وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه‌لري. مېرمن خواهاني ویلي، چې له همدې کبله یې کورنۍ او ماشومان اندېښمن او له روحي ستونزو سره مخ دي.

سیاه‌موی خواهاني په دغه لیک کې ویلي، چې خاوند یې د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي سره د کورنیو اړیکو لرلو په تور نیول شوی او دامهال یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

هغې ویلي، چې خاوند یې په تېرو پنځو کلونو کې وطن ته خدمت کړی او هیڅ کوم جرم نه‌لري. په لیک کې د هغه نیول کېدل د «انساني، اسلامي او حقوقي اصولو» خلاف عمل یاد شوی.

مېرمن خواهاني له طالب مسوولانو، علماوو او بانفوده کسانو غوښتنه کړې، چې د هغه په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو لاتراوسه د نوموړي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.