عراقچي له خپل چینايي سیال سره په بیجېنګ کې د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه ډیپلوماټيک پلاوي په مشرۍ بیجېنګ ته رسېدلی او هلته یې له خپل چنیايي سیال وانګ يي سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې دواړو د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
په یاده لیدنه کې عراقچي او وانګ يي د واړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او نړۍوالو مسایلو په اړه بحث کړی دی.
