د «افغانستان ۲۰۲۶بېړنی بشري حالت او سیاسي حللارې» تر سرلیک لاندې په دې کنفرانس کې ګډونوال د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو د خرابېدونکي حالت ارزونه کوي.
د دې کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د فرانسې د پارلمان استازې او د فرانسې–افغانستان د دوستۍ ډلې مرستیالې لیا بالاج الماریکي هم ګډون درلود.
همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ د بهرنیو چارو د کمېټې او د فرانسې–افغانستان د دوستۍ ډلې غړو ته په مستقیم ډول وینا وکړه.
په دې غونډه کې د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم حاضر وو. د کنفرانس په لومړۍ غونډه کې د «افغانستان په اړه د پارلماني کاري ډلې» د جوړېدو وړاندیز وشو، چې پکې به د فرانسې د پارلمان استازي او د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ګډون ولري.
همدارنګه، د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو او خبریالانو لپاره د بشردوستانه ویزو د دوام پر اړتیا ټینګار وشو.
دا کنفرانس چې د د افغانستان د ماشومانو ټولنه او د افغانستان د سولې د خبرو اترو خوځښت په نوښت جوړ شوی، ټاکل شوې ده سبا پنجشنبه د مې په ۷مه نېټه د د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت کې او وروسته د پاریس په ښاروالۍ کې دوام وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبان فرمانونو د افغانستان پر ښځو د ژوند فضا ډېره تنګه کړې ده. له جدي اندېښنو څخه یوه د «د محاکمو د جزايي اصولنامې» پلي کېدل دي، چې د دې ډلې د مشر هبتالله اخندزاده له خوا د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۱۵مه نېټه لاسلیک شوې ده.
دغه اصولنامه چې ۱۱۳ مادې لري، د څارونکو په باور د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض قانوني کړی او د سنګسار او علني اعدامونو په څېر سزاوو ته یې رسمي بڼه ورکړې ده.
په همدې حال کې، افغانستان له سخت سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی. د نړیوال انزوا پنځه کلونو د دې هېواد بشري ناورین لا ژور کړی دی؛ داسې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، اوس لږ تر لږه ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.