طالبانو په هرات کې د اختیارالدین کلا د ټکنالوژۍ موزیم بېرته پرانېستی

په هرات کې د طالبانو مسوولان وايي، چې له کلونو بندښت وروسته یې په اختیارالدین کلا کې د ټکنالوژۍ، مخابراتو او ارتباطاتو موزیم بېرته د خلکو پر مخ پرانیستی دی. په دغه موزیم کې د پخوانیو راډیوګانو، ټلویزیونونو، کمرو، میز سر ټیلیفونونو په څېر وسایل راغونډ شوي.
