• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په بدخشان کې یې د یوه ځوان د «قتل» په تور څلور کسان نیولي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وایي، چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یې د یوه کس د «قتل» په تور څلور کسان نیولي دي. د هغه په وینا؛ دغه څلور کسان د ارګو ولسوالۍ د «بخت‌شاه» کلي اوسېدونکي دي او د مصطفی په نوم یې د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده پېښه څو ورځې وړاندې شوې وه او د دوی د ځواکونو تر څېړنو وروسته دغه کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا؛ نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

•
•
•

نور کیسې

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د کاناډا لومړی وزیر، مارک کارني ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران ډلې هېڅ غړی ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شي.

کارني زیاته کړې چې تر دې دمه ۱۷زره د ویزې غوښتنلیکونه ارزول شوي، چې له ډلې یې ۱۷۰قضیې د لا زیاتې څېړنې لپاره راجع شوې دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه ۳۳۰ویزې چې د ایران د حکومت اړوند کسانو پورې تړاو لري، لغوه شوې دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر پیر پولیور په پارلماني مناظره کې د دغه هېواد د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د سپاه پاسداران غړو ته د ویزو د ورکړې په اړه تر نیوکې لاندې راوست.

کاناډا په وروستیو کلونو کې د ایران د حکومتي ادارو او امنیتي بنسټونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او هڅه کوي د هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیسي چې د امنیتي اندېښنو سره تړاو لري.

طالبانو په پنجشیر کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد پلورلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۱۸۵قیراطه زمرد د ۱۱میلیونه او ۶۶۹زره او ۸۷۶افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د والي ویاند، سیف‌الدین لټون، ویلي چې دغه اندازه زمرد پرونسې‌شنبه (غویي ۱۵مه) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا زمرد د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د پنجشیر د حصه‌اول او پریان ولسوالیو له کانونو څخه استخراج شوي وو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پنجشیر د زمردو کانونه په پرله‌پسې ډول استخراج کېږي او تولیدات یې بازار ته وړاندې کېږي.

طالبان وایي چې د زمردو د پلور له عوایدو څخه لس سلنه د دوی ونډه ده او پاتې برخه یې قراردادي شرکتونو ته ورکول کېږي.

کارپوهان او د کانونو برخې څارونکي اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کانونو استخراج ډېری وخت په غیرمسلکي او بې‌معیاره ډول ترسره کېږي. د دوی په وینا، د تخنیکي معیارونو نه مراعات، د چاپېریالي اصولو نشتوالی او د شفافیت کمښت کولای شي د کانونو د زېرمو د چټک ضایع کېدو او اوږدمهاله اقتصادي زیانونو لامل شي.

همدارنګه ویل کېږي چې د مسلکي څار او عصري تجهیزاتو نشتوالی د دې سبب ګرځي چې د قیمتي ډبرو لکه زمردو ارزښت په سمه توګه خوندي نه شي او د استخراج بهیر له نړیوالو معیارونو سره سمون ونه لري.

بشري حقونو فعاله: اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو عریضه د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه نیسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو فعالې فريما نوابي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اروپايي پارلمان کې د دې عريضې ثبتول چې «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت وپېژندل شي او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه ونومول شي» يو پېچلی او وخت‌خوړونکی بهير دی.

خو نوموړې په دې باور ده، چې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونيسي.

تر دې مخکې اروپايي پارلمان هم تاييد کړې وه، چې د «په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد په رسميت پېژندنه او طالبانو د ترهګر سازمان په توګه نومونې» په اړه عريضه د دې بنسټ د عريضو کمېټې ته سپارل شوې ده، او دا کمېټه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه په ليکلي ډول اعلان کړي.

فريما نوابي، د سې شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د اروپايي پارلمان کې د افغان ښځو د عريضې د بهير او پړاوونو په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل چې دا بهير د موضوع له لومړني ثبت څخه پيلېږي، او په بل ګام کې دا ارزول کېږي چې ايا دا موضوع د اروپايي ټولنې د صلاحيت په چوکاټ کې راځي که نه.

د نوموړې په وينا، له هغې وروسته موضوع د ارزونې او عامه بحث پړاو ته ننوځي، او بيا ښايي د اروپايي پارلمان اړوندو تخصصي کمېټو ته، چې ډېر احتمال لري د بشري حقونو او بهرنيو اړيکو په برخو کې وي، وسپارل شي.

نوموړې زياتوي، چې تر دې وروسته حقوقي ارزونه تر سره کېږي څو څرګنده شي چې ايا دا موضوع د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې د تعقيب وړتيا لري که نه.

نوابي ټينګار کوي، چې که دا بهير بريالی شي، نو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع ترلاسه کول به بل مهم ګام وي. که دا اجماع رامنځته شي، موضوع به د اروپا شورا ته ولېږدول شي او هلته به پرې بحث او رايه‌اچونه وشي.

هغې همدارنګه يادونه وکړه، چې «د جنسيت پر بنسټ اپارتايد» تر اوسه د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د يو روښانه مفهوم په توګه نه دی تعريف شوی. د هغې په خبره، که څه هم دا مفهوم ښايي په نړيوالو حقوقو کې لا رسميت ونه لري، خو په اروپايي ټولنه کې د دې موضوع راپورته کول کولی شي د پرېکړه‌ليکونو د صادرېدو، د بنديزونو د لګولو، د ډيپلوماتيکو اړيکو د محدودېدو او پر طالبانو د سياسي فشارونو د زياتېدو لامل شي.

دا د بشري حقونو فعاله په دې اند ده چې «که په اوږدمهال کې د جنسيت پر بنسټ اپارتايد د نړيوالو قوانينو برخه وګرځي او اروپايي ټولنه يې هم په افغانستان کې په رسميت وپېژني، نو د طالبانو لپاره به د رسمي پېژندنې دروازه د تل لپاره وتړل شي».

طالبان: په خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې پیل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د مرکز اړوند په صحرا باغ سیمه کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یو نوي ښارګوټي د خط اندازۍ چارې په رسمي ډول پیل کړې دي.

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی د دوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ او د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې جوړېږي. دغه پروژه په ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او موخه یې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې د نمرو تثبیت او منظم وېش ښودل شوی دی.

په خوست کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس امان‌الله اسد ویلي، چې په دې ښارګوټي کې ټولټال ۱۶۸۳ د استوګنې نمرې تثبیت شوې دي. د هغه په وینا، د استوګنې د کورونو ترڅنګ په دې پروژه کې سوداګریز مارکېټونه، سړکونه، د اوبو ویالې، شنې ساحې، پارکینګونه، جوماتونه او ښوونځي هم په پام کې نیول شوي دي.

اسد زیاته کړې، چې د یاد ښارګوټي د منظم پلان له مخې به بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د استوګنې مناسب چاپېریال برابر شي. طالب چارواکي وایي چې په دې ښارګوټي کې به د ښار ټولې اړینې اسانتیاوې په معیاري ډول ځای پر ځای شي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستل کېدو څپې ډېرې شوي دي او دغه بېرته ستنېدونکي په کور دننه له سخت بشري ناورین سره مخ دي. د ملګرو ملتونو او د بېرته ستنېدونکو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان کې اوس مهال ستانه شوي وګړي د سرپناوو له نشتوالي، بې روزګارۍ، د نجونو پر زده کړو بندیز او سخت فقر څه کړېږي.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادون څخه غوښتي چې په دغه سخت وضعیت کې د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

مطیع‌الله ویسا د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له امله د فرانسې د يوې مهمې جايزې ګټونکی شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د افغان نجونو د زده‌کړو د حقونو فعال او د طالبانو پخوانی زنداني مٓطیع الله ویسا د فرانسې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزه ګټلې ده. دا جايزه د فرانسې د نورماندي سيمې له خوا او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زرګونو کسانو په رايو سره ښاغلي ویسا ته ورکړل شوې ده.

د فرانسې د نورماندي سيمې شورا د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵مه اعلان وکړ چې دا جايزه د «زده‌کړې د حق د پراختيا لپاره د ویسا د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو لپاره» د درناوي په توګه ورکړل شوې ده.

د ازادۍ جايزه په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې د بشري حقونو او سولې له نړيوال انستيتوت سره په همکارۍ جوړه شوې ده او هر کال د نړۍ د ځوانانو له خوا هغه کس ته ورکول کېږي چې د ازادۍ او بشري حقونو په دفاع کې يې مهمه ونډه لرلې وي.

د دې جايزې په اتم پړاو کې ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه په رايه‌ورکولو کې برخه واخيسته او مطیع‌الله ویسا يې د ګټونکي په توګه وټاکه.

مطیع‌الله ویسا په ۱۹۹۲ کال کې د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه د ۱۷ کلنۍ څخه خپلې هڅې پيل کړې او د «پن‌پت» په نوم يې يو داوطلبانه بنسټ جوړ کړ. دا بنسټ اوس د نږدې درې زره رضا کارانو يوه شبکه ده چې په کليوالو او لرې پرتو سيمو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانستلو، د ګرځنده کتابتونونو د جوړولو او د زده‌کړو د دودولو لپاره، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، کار کوي.

د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د ویسا فعاليتونه سبب شول چې هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شي. هغه اووه مياشتې پرته له محکمې د طالبانو په بند کې وساتل شو او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۲۶مه خوشې شو.

ویسا له خوشې کېدو وروسته ټينګار وکړ چې د زده‌کړو د حق د تأمين لپاره به خپلو هلو ځلو ته په لا پياوړي عزم سره دوام ورکړي.

د ۲۰۲۶ کال د دې جايزې د نړيوالې داورۍ مشره هاجا ادریسابا د ویسا ستاينه وکړه او ويې ويل: «د هغه ژمنتيا د ځوان نسل د ځواک نښه ده. ازادي زموږ غږ دی او موږ بايد د نجونو د زده‌کړې له حقه دفاع وکړو».

په دې پړاو کې د چين د کارګرانو د حقونو يو ملاتړی بنسټ او له اکوادور څخه د چاپېريال ساتنې فعاله نومونته ننکیمو هم وروستي نوماندان وو.

ټاکل شوې ده چې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جايزې د ورکړې مراسم د جون په ۴مه د فرانسې د کن په ښار کې ترسره شي. تېر کال دا جايزه ژیزل پلیکو ته د جنسي تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې له امله ورکړل شوې وه.