ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په هرنايي ولسوالۍ کې د سکرو له کان نه درې کارګر تښتولي دي

ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان ایالت هرنايي ولسوالۍ د سکرو له یوه کان نه درې کارګر تښتولي دي. د پاکستان د کارګرو فدراسیون د بلوچستان څانګې سرمنشي پیر محمد کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې (د اپرېل په ۲۵مه) نېټه هم څلور کارګر د هرنايي د سکرو له کان نه تښتول شوي وو.
هغه زیاته کړې:« دوی د پیسو لپاره تښتول کېږي. وسلهوال د کان له ټېکهدارانو باج غواړي، چې کله هغه باج ورنه کړي نو له هغه وروسته بیا کارګر وتښتوي». د هغه په وینا؛ په تښتول شويو کسانو کې د ځايي اوسېدونکو په ګډون د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې، سوات او دېر ولسوالیو اوسېدونکي شامل دي.
