عباس عراقچي: تر هغو چې جګړه، محاصره او بندیزونه پای ته ونه رسېږي هُرمز تنګی به عادي نه شي

په داسې حال کې چې امريکا او بحرين هڅه کوي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هُرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کښتيو د ازاد تګ راتګ په اړه يو پرېکړهليک تصویب کړي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي دغه پرېکړهليک «يو اړخيز او پاروونکی» بللی دی.
