• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ۲۰۱۵کال راهیسې یوازې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱

په پاکستان کې د نرښځیانو ټولنه له تاوتریخوالي، توپیري چلند او د ایډز ناروغۍ زیاتېدونکي ګواښ له امله شکایت کوي. راپورونه ښيي، چې له ۲۰۱۵کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي، چې یوازې په تېر ۲۰۲۵کال کې اته د وژنې پېښې ثبت شوې دي.

د ۲۰۲۳کال د شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې ۲۱زره او ۷۷۴ تر ښځیان ثبت شوي، چې له دې ډلې ۵۷ سلنه په پنجاب، ۵زره او ۹۵۴ په سند، ۱۹۹۹ په خیبر پښتونخوا، ۷۸۰ په بلوچستان او ۲۸۰ په اسلام‌اباد کې ژوند کوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ یوازې په خیبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کال پورې د نرښځیانو پر وړاندې ۲۶۷ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې؛ خو یوازې په یوه قضیه کې مجرم ته سزا ورکړل شوې ده.

په ملي کچه هم د پاکستان د بشري حقونو ادارې وایي، چې له ۲۰۰۹کال راهیسې په دغه هېواد کې د نرښځیانو پر وړاندې تر ۱۸۰۰ زیاتې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي. بل لور ته د ایډز د کنټرول ملي پروګرام د شمېرو له مخې؛ د نرښځیانو ترمنځ د ایډز کچه له ۵،۵ تر ۱۰ سلنې پورې ده.

کارپوهان وایي، چې اقتصادي ستونزې، د کار نشتوالی، جبري جنسي ځورونه او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی په نرښځیانو کې د دغه ناروغۍ د پراختیا مهم لاملونه دي. بل لور ته د خیبر پښتونخوا ایالت سوات اړوند مینګوره سیمه کې شاوخوا ۳۰۰ نرښځیان ژوند کوي؛ په وروستیو میاشتو کې له یادې سیمې د هغوی د اېستلو غوښتنې زیاتې شوې دي، چې له امله یې ګڼ شمېر نرښځیان له دغه ښاره وتلي هم دي.

فعالان وایي، نڅا او د خوښیو محفلونه چې د نرښځیانو د عاید اصلي سرچینه ده؛ شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

ترویج لرونکی

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه
۱
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۲

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۳

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په ډکۍ کې د سکرو کانونو مالکانو ته امر شوی چې افغان کارګرو ته کار ورنه‌کړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د ډکۍ ولسوالۍ پولیسو له‌خوا په یوه خپور شوي مکتوب کې د سکرو کانونو مالکانو او قراردادیانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې په خپلو کانونو او اړوندو سیمو کې دې افغان کډوالو ته کار ورنه‌کړي.

د یادې ولسوالۍ ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې د بلوچستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو ځانګړې لړۍ پیل کړې؛ خو لاهم د ډکۍ ولسوالۍ د سکرو په بېلابېلو کانونو کې افغانان پر کار بوخت دي.

ځایي چارواکو د سکرو ټولو کانونو مالکانو، قراردادیانو او مسوولینو ته امر کړی، چې په خپلو کانونو، پنډغالو، دفترونو او ګودامونو کې شته افغان کارکوونکي ژر تر ژره له دندو ګوښه او اړوندو ادارو ته وسپاري.

په خبرتیا کې ویل شوي، که وروسته کوم افغان کډوال د سکرو په کانونو یا اړوندو سیمو کې د کار پرمهال وموندل شو؛ نو مسوولیت به یې د کان پر شرکت وي او پرضد به یې سخت قانوني چلند وشي.
د راپورونو له مخې؛ دامهال د بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانونو کهوسټ، شاهرک، هرنايي، دکۍ، چمالنګ، مچ او د کوټې مارواړ کې په ګڼ شمېر افغان کان کېندونکي کار کوي؛ خو یاد کان کېندونکي د پاکستان په کومه اداره کې ثبت نه‌دي، نو له دې امله دوی له هر حق نه بې‌برخې دي.

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱

پښتون سیاستوال او د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ روان کړکېچ په ګواښونو نه‌، بلکې د جدي مذاکراتو او سیمه‌ییزو کنفرانسونو له لارې حل کېدای شي.

د پاکستان د اپوزیسیون او د تحریک تحفظ ايين مشر محمود خان اڅکزي په یوې تازه مرکه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ د پایته رسېدو په موخه دواړه لوري خبرو اترو ته وهڅول او زیاته یې کړه: «له افغانستان سره ستونزې په ګواښونو نه، بلکې د جدي خبرو اترو او سیمه‌ییزو کنفرانسونو له لارې حل کېدای شي».

اڅکزي د طالبانو او پاکستان تر منځ د پرلپسې خبرو ناکامېدو او پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشارې سره ویلي: «مذاکرات داسې نه‌کېږي چې مذاکرات که ناکام شول، برید پرې وکړئ. دا څه طریقه ده! دا چا کړي، چې مذاکرات ناکام شي او بیا پرې برید وکړي».

د هغه په باور، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه او په وینا یې: «هغه برید چې د اسلام‌اباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی [پاکستاني چارواکو] وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو [پاکستاني چارواکي] دومره پوهېږئ چې دا چاوده په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه»؟

د پاکستان د اپوزیسیون د مشر په وینا، دمګړۍ په پاکستان کې نه کورنی امنیت او نه هم بهرنۍ تګلارې جدي ګنل شوې او په باور یې، هېواد اعلامیو او بیانونو ته نه‌، بلکې اساسي قانون، روڼتیا او ډله‌يیزو پرېکړو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قربانیان عام ولس دی.

اېمل ولي خان: د پاکستان اقتصادي پالیسي په جګړه جوړه ده او چې جګړه نه وي اقتصاد سقوط کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، د پاکستان پالیسې په جګړه جوړه ده او که جګړه نه وي، نو پاکستانیان به له لوږې مړه شي. نوموړی ویلي، چې یاده پالیسې باید بدله شي او که نه هر کال به د جګړې له امله زرګونه کسان قرباني کېږي.

اېمل ولي خان ویلي، چې په پښتونخوا کې د ناکراریو د مخنیوي لپاره باید د پاکستان د حکومت په پالیسیو کې بدلون راوستل شي.

نوموړي د پاکستان پوځ ته په اشاره ویلي، چې د دغه هېواد اقتصادي پالیسې په جګړه جوړه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې که د پاکستان پر شاوخوا جګړه وي، نو د دغه هېواد اقتصاد د پرمختګ په لور روان وي او چې په سیمه کې جګړه نه وي نو پاکستان له لوږې مړ کېږي «او پاکستان بیا د جګړې پیلولو هڅه کوي.»

اېمل ولې خان له رسنیو سره د خبر پرمهال زیاته کړې، چې که د پاکستان ساتنه په جګړه دوام مومي، نو په پایله کې به یې هر کال له پنځوس تر شپیته زره ملکیان وژل کېږي.

دغه پښتون سیاستوال د مولانا ادریس د وژل کېدو او په پښتونخوا کې ناامنیو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پوځ د مشر د ستایني په پایله کې د یو چا وژل کېدل، د پوځ لپاره لویه امنیتي ناکامي ده.

نوموړي ویلي، چې د مولانا ادریس په ترور سره د پاکستاني چارواکو ټولې هغه ادعاوې ناسمې ثابتې شوې، چې په پاکستان کې یې د طالبانو او داعش د له منځه وړلو په اړه کوي.

په کوټه کې د مدرسو د ثبتولو بهیر پرضد د جمعیت علمای اسلام ګوند کاربندیز دوام لري

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱

د بلوچستان په کوټه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کاربندیز دوام لري، د یاد ښار مارکېټونه په بشپړ ډول تړل شوي دي. تر دې وړاندې د یاد ګوند د کوټې څانګې مشر مولانا عبدالرحمان رفیق د حکومت له‌خوا د مدرسو پرضد روان عمليات غندلي و او ويلي یې و، چې د مدرسو د تړلو عملیات د منلو وړ نه‌دي.

نوموړي زیاته کړې:« مدرسو ته یو ځل یوه اداره ورشي او تر هغې ورورسته بیا په پرله‌پسې توګه د پلټنې په نوم بېلابېلې ادارې ورځي، کارکوونکي ځوروي او دوی ته ستونزې جوړوي».

مولانا رفیق د پاکستان حکومت دغه ادعا رد کړه، چې ګواکې په مدرسو کې په ناقانونه توګه بهرنیان مېشت دي او زده‌کړې کوي. هغه وويل، چې یوازې د ترکيې هېواد زده‌کوونکي په مدرسو کې د قران او حدیث زده‌کړې کوي.
نوموړي زیاته کړه، په بلوچستان کې داسې عصري ادارې شته چې بهرنیان په‌کې زده‌کړې کوي؛ خو هلته څوک نه ورځي او نه يې څوک پوښتنه کوي چې دلته څومره بهرنیان زده‌کړې کوي. هغه وایي:« زموږ به هیڅ مدرسه د خیریه قانون لاندې خپله مدرسه راجسټر نه‌کړي».

د نوموړي په وینا؛ که د بلوچستان حکومت په صوبایي اسمبلۍ غونډه کې خپله تګلاره بدله نه‌کړي، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي او د روانې میاشتې په ۱۰مه به لوی لاریون ترسره کړي.

نوموړي وويل:« د‌ مدرسو د ثبت یو پخوانی قانون شته چې له مخې يې مدرسې په شخصي ډول چلول کېدای شي؛ خو حکومت غواړي مدرسې تر خپل واک کې لاندې راولي، چې موږ پرې اندېښمن یو».

بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د سې‌شنبې په ورځ صوبایي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ويلي، چې حکومت دغه اقدام د روڼتیا لپاره ترسره کوي او دوی به د علماوو اندېښنې حل کړي. نوموړي ټينګار وکړ، چې د ثبت پروسه د مدرسو پرضد نه‌ده.
هغه زیاته کړه، د نوې لړۍ له مخې به ټولې مدرسې ثبت شي او هغه زده‌کوونکي چې له بهر څخه راځي هغوي به هم د رسمي سیسټم برخه شي او له دې سره به د دوی د زده‌کړو فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ثبت وي.

هغه وایي، حکومت چمتو دی چې د علماوو له اندېښنو سره سم خپله تګلاره و ارزوي او په دې اړه د یاد ایالت سر وزیر سرفراز بګټي د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره هم لیدلي دي.

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري تړي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پېښور کې به د امریکا کونسلګري په تدریجي ډول وتړل شي. د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا اړوند ډیپلوماتیکې چارې به په اسلام‌‌اباد کې د امریکا سفارت ته وسپارل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې کونسلګرۍ د تړلو اصلي لامل امنیتي اندېښنې یادې کړې دي. یاد وزارت ويلي، که څه هم په پېښور کې یې حضور ختمېږي؛ خو په پاکستان کې یې لاهم لومړیتوبونه په خپل ځای پاتې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا له خلکو او چارواکو سره خپلو معناداره اړیکو ته به دوام ورکړي؛ ترڅو اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، سیمه‌ییز امنیت ته وده ورکړي او د امریکا د خلکو ګټې پر مخ یوسي.
خبرپاڼه کاږي، امریکا په پاکستان کې د خپل ماموریت او په اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور کې د خپلو نورو ډیپلوماتیکو دفترونو له لارې د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

دا په داسې کې ده، چې د روان کال په مارچ میاشتې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ويلي وو چې په پېښور کې دوی خپله کونسلګري د سپما لپاره تړي او د یادې کونسلکرۍ له تړلو سره به ۷.۵ مېلینونه ډالر سپما شي.

د یادونې وړ ده، چې د پېښور کونسلګرۍ کې ۱۸ امریکايي او ۷۹ ځايي کسانو کار کاوه. امریکا وايي، د یادې کونسلګرۍ پر تړلو ۳ مېلیونه ډالر لګښت راځي چې د کونسلګرۍ توکي اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ ښار ته انتقال کړي.