• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري نن پنجشنبه(د غويي ۱۷مه) په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبان د وخت په پلمه «چل» کوي، خو زیاته یې کړه، چې « دوی زموږ پر وړاندې زموږ بچي ښکاري».

نوموړی وايي، چې لا هم په افغانستان کې د دوی عملیات روان دي او په دې اړه هېڅ ډول شک نشته.

د هغه په وینا، دا عملیات د پاکستان د کورني ملي امنیت پلان یوه ځانګړې برخه ده.

چودري ویلي، اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د اسانولو په برخه کې مهم رول لوبولی چې هدف یې د منځني ختیځ د جګړې پای ته رسول دي.

نوموړي پاکستان یو «منطقي دولت» بللی او په مقابل کې یې د طالبانو «د نامسوولانه چلند» یادونه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې «طالبان دا مهال نه د یو منطقي لوبغاړي په توګه عمل کوي او نه د یو منظم دولت په څېر فعالیت کوي».

جنرال چودري پوښتنه کړې چې ایا کوم منطقي لوبغاړی د ترهګرۍ له لارې د یوه هېواد اصلي عاید جوړوي، یا خپلو خلکو ته د برابر پرمختګ او بیان حق نه ورکوي؟

هغه زیاته کړې، «په افغانستان کې د «غضب‌للحق عملیات» روان دي او دا د افغان طالبانو د رژیم له کړنو سره تړاو لري، نه له افغانستان او د هغه له خلکو سره».

نوموړي دغه راز ویلي «زموږ غوښتنې ساده دي، په خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای مه ورکوئ، ولې مو نورولي مسید او نورو ملګري په افغانستان کې ساتلي دي؟».

هغه ویلي چې د پاکستان دغه عملیات د پاکستان د ترهګرۍ ملي عمل د پلان یوه برخه ده او زیاتوي چې په دې موده کې پېښې کمې شوې او د وسله‌والو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو ادارې د پاکستان د پوځ د ویاند د دغو څرګندونو په تړاو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱

پښتون سیاستوال او د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ روان کړکېچ په ګواښونو نه‌، بلکې د جدي مذاکراتو او سیمه‌ییزو کنفرانسونو له لارې حل کېدای شي.

د پاکستان د اپوزیسیون او د تحریک تحفظ ايين مشر محمود خان اڅکزي په یوې تازه مرکه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ د پایته رسېدو په موخه دواړه لوري خبرو اترو ته وهڅول او زیاته یې کړه: «له افغانستان سره ستونزې په ګواښونو نه، بلکې د جدي خبرو اترو او سیمه‌ییزو کنفرانسونو له لارې حل کېدای شي».

اڅکزي د طالبانو او پاکستان تر منځ د پرلپسې خبرو ناکامېدو او پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشارې سره ویلي: «مذاکرات داسې نه‌کېږي چې مذاکرات که ناکام شول، برید پرې وکړئ. دا څه طریقه ده! دا چا کړي، چې مذاکرات ناکام شي او بیا پرې برید وکړي».

د هغه په باور، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه او په وینا یې: «هغه برید چې د اسلام‌اباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی [پاکستاني چارواکو] وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو [پاکستاني چارواکي] دومره پوهېږئ چې دا چاوده په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه»؟

د پاکستان د اپوزیسیون د مشر په وینا، دمګړۍ په پاکستان کې نه کورنی امنیت او نه هم بهرنۍ تګلارې جدي ګنل شوې او په باور یې، هېواد اعلامیو او بیانونو ته نه‌، بلکې اساسي قانون، روڼتیا او ډله‌يیزو پرېکړو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قربانیان عام ولس دی.

فضل محمود فضلي: د حقارت او سپکاوي د عادي کېدو پر وړاندې باید مبارزه وشي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د نسکور شوي جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي، د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د حقارت او سپکاوي د عادي کېدو پر وړاندې چوپتیا د خپلواک افغاني سیاست لپاره یوه لویه فاجعه ده.

فضلي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په افغان سیاست کې له بهرنیانو د مرستې غوښتل او د پاکستان له خوا د شاتګپالو ځواکونو دوامداره تولید اوس یو عادي حالت ګڼل کېږي. هغه له حکومتولۍ څخه د «ملي» کلمې لرې کولو ته په اشارې سره وویل، چې دا یوازې د یوې کلمې حذف نه دی، بلکې د هویت، مالکیت او جمعي شعور سیستماتیک کمزوري کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له زده کړو څخه د نجونو او مېرمنو محرومیت او د هغوی سیستماتیک ټولنیز انزوا نور د اضطراري حالت پر ځای د یو عادي نظم په توګه وړاندې کېږي. د فضلي په وینا، د طالبانو سره د جګړې یا تعامل لپاره د بې شمېره انجوګانو جوړېدل د حل لارې پر ځای د ستونزې د دوام په وسیلو بدل شوي دي.

د چارو ادارې پخواني رییس ټینګار کړی، چې په خپلواک ډول د افغان سیاسي بهیر مخته وړل اوس سپک او غیر عملي کار بلل کېږي، چې له امله یې ازاد فکر تر فشار لاندې دی او ملي کلتوري مناسبتونه بند شوي دي. هغه دا وضعیت یوه شدیده مزمنه ټولیزه ناروغي بللې او غوښتنه یې کړې چې د حقارت د عادي کولو هره بڼه باید وپېژندل شي، بربنډه شي، رد شي او پر ضد یې کلکه مبارزه وشي.

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي قومندانانو په یوې غونډه کې ویلي، پر کابل د واکمنو طالبانو ادارې له لوري د پاکستاني وسله‌والو ملاتړ «نامعقوله او منحرفه تګلاره» ده، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټې له پامه غورځوي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ بریدونه به دوام ومومي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، پوځي جنرالانو ویلي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو تګلاره په بشپړه توګه بربنډه شوې او برعکس پایلې یې ورکړي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، په همدې ناسته کې ویلي، چې د «غضب‌للحق» په نوم عملیاتو د ترهګرو شبکو وړتیاوې او د هغوی ملاتړي بنسټونه په څرګند ډول کمزوري کړي دي. هغوی زیاته کړې، چې دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي، څو ترهګریزې شبکې په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شي، د هغوی ملاتړي جوړښتونه ګډوډ شي او هر ډول عملیاتي فضا ترې واخیستل شي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسله‌والو پر ضد څو ځله پوځي عملیات ترسره کړي وو، خو ونه توانېد چې د هغوی د بریدونو د زیاتېدو مخه ونیسي. دا بریدونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا ډېر شوي دي.

اسلام‌اباد وايي، د دې لامل په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځایونه او د پاکستاني ځواکونو پر ضد د عملیاتو لپاره د هغوی ازادي ده. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان د طالبانو سره د شخړو له زیاتېدو وروسته د «غضب‌للحق» عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لسګونه پوځي او وسله‌وال مرکزونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.

افغان طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې او د خپلو پوځي تاسیساتو د ویجاړۍ په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دې ډلې پاکستان تورن کړی چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي سیمې په نښه کړې او ملکي وګړي یې وژلي دي.

طالبانو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان د بریدونو په اړه په ازاد ډول راپورونه خپاره کړي.

اسلام‌اباد د طالبانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د پاکستان پوځ دغه ادعاوې «همغږې تبلیغاتي کمپاین او ناسم معلوماتي جګړه» بللې چې موخه یې د طالبانو د کورنیو ناکامیو پټول او ځان د قرباني په توګه ښودل دي.

پاکستان ټینګار کړی چې د دوی عملیات «دقیق، هدفمند او یوازې د نفوذي کسانو، ترهګریزو پټنځایونو او ملاتړو بنسټونو پر ضد» ترسره کېږي.

طالبانو مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې د پاکستان بریدونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوی هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شتون تایید کړی و.

د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې پرله‌پسې ترینګلې پاتې شوې دي.

دواړو لورو څو ځله د ډیورنډ کرښې مدیریت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي، خو تر اوسه کومه دوامداره هوکړه نه ده شوې. د پاکستان د روانو پوځي عملیاتو او متقابلو تورونو له امله لا هم ترینګلتیا په لوړه کچه پاتې ده.

حمد الله فطرت: د پاکستاني ځواکونو تازه بریدونو د کونړ په دانګام کې ۳ ملکیان وژلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

حمدالله فطرت په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې ته نږدې ترسره شوي او پکې د ولسي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او جوماتونه په نښه شوي دي.

هغه ویلي: «د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د خپلو بریدونو په دوام د کونړ د دانګام ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر استوګنځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.»

د فطرت په وینا، په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې چې سربېره پر دې، شاوخوا ۸۰څاروي هم له منځه وړل شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱

طالبان وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. په دغه تازه بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه هم ویجاړ شوي دي.

د کونړ د دانګام ولسوالۍ طالب ولسوال مولوي عمر صدیق وایي:« پاکستاني پوځیان د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په ډېر ظلم سره ملکي‌ تاسیسات په نښه کوي». نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په بریدونو ۳ ملکي‌ وګړي وژلي او ۱۴ نور یې ټپيان کړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

هغه وړاندې ویلي: «د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي‌وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز، دوه جوماتونه تخریب شوي او ۸۰ څاروي تلف شوي دي».

نوموړي دغه بریدونه د ټولو اصولو خلاف عمل یاد کړی. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ پر کونړ د پاکستان د بریدونو له پيل راهیسې په دغه ولایت کې ۱۲ ښوونځي ویجاړ شوي، چې له امله یې ۱۷زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.