• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له امریکا سره هوکړې ته د رسېدو راپورونه رد کړل

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د امریکا او ایران ترمنځ کومه هوکړه شوې ده. نوموړي ویلي، چې دغه راپورونه حقیقت نه‌لري.

تر دې وړاندې د اکسیوس په راپور کې ادعا شوې وه، چې د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې به ایران د ۱۲ تر ۱۵ کلونو پورې د یورانیمو غني کولو پروګرام ودروي. همدارنګه په راپور کې ویل شوي وو، چې د دغه هوکړې له مخې به ایران خپل ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم له هېواده بهر ولېږي.
خو ابراهیم رضایي د اکسیوس راپور ته په غبرګون کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې دغه راپور یوازې د امریکایانو د هیلو یو نوملړ دی. نوموړي زیاته کړې: «هغه څه چې امریکایانو په مخامخ خبرو کې نه‌دي ترلاسه کړي، په یوه ناکامه جګړه کې به یې هم ترلاسه نه‌کړي».

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د تیار سئ په حال کې دي او ګوته پر ماشه دي. هغه خبرداری ورکړی، که امریکا تسلیمه نه‌شي او اړین امتیازات ورنه کړي؛ یا د دوی او د هغوی «نیابتي ډلې» کوم اقدام وکړي، نو د ایران له‌خوا به له سخت او پښېمانه کوونکي ځواب سره مخ شي.

په جنیوا کې د نامستقیمو او په اسلام‌اباد کې د مخامخ خبرو له ناکامۍ وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې د تېرو څلورو لسیزو په تر ټولو کړکېچن پړاو کې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د یورانیمو بډایه کولو هیڅ کچه د منلو وړ نه‌ده؛ خو ایران بیا د خپلو اټومي تاسیساتو بندولو او د یورانیمو بډایه کولو پروګرام درولو غوښتنه نه‌ده منلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

په برېتانیا کې په ځايي وخت د سبانۍ (پنجشنبه د غويي ۱۷مه) سیمه‌ییزو ټاکنو لپاره له وېسټ هیرو سیمې څخه د محافظه کار ګوند نوماند «ناتن سمېټ» له نوماندۍ سربېره له ګوندي فعالیتونو تعلیق شو. یاد ګوند د دغې چارې لامل د افغانانو په ګډون د پناه‌ غوښتونکو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتنه، بللې ده.

د برېتانوي رسنیو د راپور له‌مخې، ناتن سمېټ وروسته له هغې له نوماندۍ او ګوندي فعالیتونو تعلیق شو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې له یوه داسې حساب (اکاونټ) څخه یو لړ پوسټونه وشول، چې ده پورې تړاو لري. په دغو پوسټونو کې د ښي اړخي افراطي فعال ټامي روبینسن ننګه او د کډوالو د «ډله‌ییزو اېستنو» غوښتنه شوې ده.

ناتن سمېټ د می پر ۷مه د هیرو شورا په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند نوماند وو، خو ده پورې اړوند اکاونټ څرګندونې چې کارګر ګوند (اپوزیسیون) «سختې د اندېښنې وړ» بللي د ده د ځنډول کېدو لامل شوې.

سمېټ ته اړوند اېکس پاڼه
100%
سمېټ ته اړوند اېکس پاڼه

سمېټ پورې اړوند اېکس‌پاڼه کې د څو میاشتو په اوږدو کې بېلابېلې تبصرې شوې وې؛ په یوه ځای کې له انګلستان څخه د افغانانو د «ډله‌ییزې اېستنې» وړاندیز شوی وو او په یوه بل پوسټ کې چې د افغان کډوالو په اړه وو، لیکل شوي: «زه فکر نه‌کوم چې د افغانستان حکومت ته دې یوه پیسه هم ورکړل شي، څو چې هغوی خپل هېواد ته د خپلو خلکو ډله‌ییز اخراج ونه مني».

سره له دې چې سمېټ له ګوندي فعالیتونو او په ځانګړې توګه له نوماندۍتعلیق شوی، خو نوم به یې د پنجشنبې ورځې د ټاکنو په پاڼو کې د نوماند په توګه پاتې وي، ځکه د دغه هېواد د ټاکنو قوانینو له مخې، کله چې یو ګوند څوک په رسمي ډول ونوموي او د نوم لیکنې وخت پای ته ورسېږي، نو انتخاباتي پاڼه نشي بدلېدای؛ که څه هم یاد نوماند له ګوندي فعالیتونو تعلیق او یا هم اخراج شي.

د محافظه کار ګوند ویاند ویلي: «ناتن سمېټ تر څېړنې لاندې دی او له ګونده تعلیق شوی. د ده د کمپاین ملاتړ هم درول شوی دی.» په هیرو کې د کارګر ګوند مشر ډېوېډ پېري ویلي، چې د هیرو اوسېدونکي په خپل کلتوري تنوع ویاړي او د داسې نوماندانو چې داسې افکار لري، ملاتړ نه‌کوي.

د یادونې وړ ده، چې د برېتانیا محافظه‌کار ګوند یو بل نوماند هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د ورته څرګندونو له امله تعلیق کړی وو.

سیما نوري: افغانستان له داسې بحران سره مخ دی چې «بشپړ جنسیتي اپارتاید» بلل کېدای شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د فرانسې په پارلمان کې د افغانستان اړوند غونډې ته د ښځو د حقونو فعالې سیما نوري ویلي، چې افغانستان له داسې یوه بحران سره مخ دی چې پولې نه پېژني او د ښځو پر وړاندې روان وضعیت یوازې تبعیض نه، بلکې «بشپړ جنسیتي اپارتاید» دی.

نوموړې ټینګار کړی، چې هغه څه چې اوس په افغانستان کې روان دي، د ښځو د اساسي حقونو پراخ او سیستماتیک نقض دی او نړیواله ټولنه باید ورته جدي پام وکړي.

سیما نوري ویلي، د ښځو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او ازاد تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل شوي چې میلیونونه افغان ښځې له خپلو لومړنیو بشري حقونو بې‌برخې شي.

هغې همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان روان وضعیت یوازې د دغه هېواد کورنۍ مسئله نه ده، بلکې سیمه‌ییز او نړیوال اغېز هم لرلی شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په فرانسه کې د افغانستان د بشري وضعیت، د ښځو د حقونو او د روان سیاسي بحران په اړه دوه ورځنۍ غونډه روانه ده، چې پکې نړیوال استازي، د بشري حقونو فعالان او پخواني افغان چارواکي ګډون لري.

پر لبنان د اسراییل په برید کې د حـ .ـزب‌الله د ځانګړو ځواکونو قومندان وژل شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱

فرانس‌پرېس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د لبنان د پلازمېنې بیروت پر سویلي سیمو د اسراییل په هوايي بریدونو کې د حـ.ـزب‌الله «رضوان» ځانګړو ځواکونو قومندان وژل شوی دی. د اسراییل لومړي وزیر هم د یاد قومندان وژل تایید کړي، خو حـ.ـزب‌الله یې ردوي.

فرانس‌پرس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي، دغه قومندان «مالک بلوط» نومېده او د چهارشنبې ورځې په ناوخته د بیروت د سویلي څنډې په «غبیره» سیمه کې په یوه اپارتمان کې چې ویل کېږي هلته یې غونډه درلوده، وژل شوی دی.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې د دوی پوځ «د حزب‌الله د رضوان ځواک قومندان» په نښه کړی، خو د حزب‌الله سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د رضوان ځواک یا په ټوله کې د حزب‌الله هېڅ لوړپوړی نظامي قومندان نه‌دی زیانمن شوی.

د راپور له‌مخې، د چهارشنبې په سهار وختي د لبنان پر سویلي او ختیځو سیمو د اسراییل د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

له متضادو راپورونو سره سره، د بیروت پر سویلي څنډو چې د پلازمېنې شاوخوا یو له ګڼ مېشتو سیمو څخه ده،د اسراییل دوامداره بریدونو جدي اندېښنې راپارولې دي. ډېری اوسېدونکي د اوربند له پیلېدو وروسته پر دې باور سیمې ته ستانه شوي وو چې هلته به خوندي وي. 

قرغزستان وایي د «کاسا - ۱۰۰۰» پروژې خپله برخه ټول کارونه یې بشپړ کړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱

قرغزستان اعلان کړی، چې د سیمه‌ییزې برېښنا لېږد پروژې «کاسا-۱۰۰۰» اړوند د خپلې برخې ټول ساختماني کارونه یې بشپړ کړي او نورې چارې د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلي دي.

د «اوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق» د راپور له مخې، تاجکستان او پاکستان هم خپلې زیربنايي چارې پای ته رسولې دي، خو د پروژې وروستی پرمختګ اوس د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلی پاتې دی.

د معلوماتو له مخې، د دې ۱۳۰۰کیلومتره اوږدې پروژې شاوخوا ۴۵۰کیلومتره برخه د قرغیزستان په خاوره کې ده.

د کاسا-۱۰۰۰پروژه په افغانستان کې د شیرخان بندر له لارې د کندز ولایت څخه پیلېږي او تر تورخم پورې رسېږي، چې اوږدوالی یې له ۵۶۰تر ۵۸۰کیلومترو پورې اټکل شوی او د پروژې تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.

دغه پروژه چې نږدې ۱،۲میلیارد ډالر لګښت لري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د لوړ ولتاژ برېښنا لېږد لپاره پیل شوې ده. د دې طرحې له مخې، قرغزستان او تاجکستان به د اوړي په موسم کې خپله اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.

په افغانستان کې د دې پروژې ساختماني چارې د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته درېدلې وې. هغه مهال یوازې د برېښنا د ستنو یوه برخه نصب شوې وه، که څه هم ډېری تخنیکي تجهیزات هېواد ته رسېدلي وو.

دا بهیر له اوږده ځنډ وروسته د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې، د امنیتي تضمینونو له ترلاسه کولو وروسته، بېرته پیل شو.

د اوراسیا د پراختیا صندوق ویلي چې د افغانستان د برخې بشپړېدل د پروژې د وروستي پړاو او تخنیکي ازموینو لپاره ضروري دي.

د یاد بنسټ په وینا، که د افغانستان برخه بشپړه شي، نو د سیمه‌ییزې برېښنا د لېږد دغه پروژه به د ۲۰۲۷کال تر پایه په بشپړ ډول فعاله شي.

د حـ ـماس د جلاوطنه مشر ځوی د اسراییل په برید کې ټپي او ۵ تنه نور وژل شوي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

پر غزې د اسراییل د هوايي بریدونو پر دوام د حـ ـماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی ټپي او ۵ نور فلسطینیان وژل شوي دي. خلیل‌الحیه د غزې د راتلونکي په اړه له اسراییل سره د غیر مستقیمو خبرو مشري کوي. اسراییل لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس ته د غزې طبي سرچینو او د حماس غړو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) پر غزې د اسراییل په درېیو جلا جلا بریدونو کې د حماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی عزام‌الحیه سخت ټپي شوی او یو بل کس ورسره وژل شوی دی.

په جلا وطنۍ کې د حماس د مرکچي پلاوي د مشر خلیل‌الحیه ۳ نور زامن په غزه کې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې او درېیم زوی یې په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د حماس د مشرتابه پر ضد د اسراییل په یوه برید کې وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، تر دې برید مخکې په غزه کې د اسراییل په دوو نورو هوايي بریدونو کې د یوه ډګروال په ګډون ۴ نور فلسطنیان هم وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

یاد ډګروال چې نسیم الکلازاني نومېده او د خان یونس په سویل الموازي سیمه کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مشر وو، هغه مهال ووژل شو چې موټر یې د اسراییل د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شو.

رویټرز دمخه راپور ورکړی وو، چې اسراییل په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې پر پولیسو بریدونه زیات کړي دي. اسراییلي پوځ په الموازي کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د حماس یو فعال یې په نښه کړی، خو د نورو بریدونو په اړه یې تبصره نه‌ده کړې.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د حماس او اسراییل تر منځ له اوربند وروسته پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۷۲،۵۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.