نرګس نهان: طالبان مذهبي تعصب ته لمن وهي او د ټولنې یووالی له ګواښ سره مخ کوي

د تېر جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، په افغانستان کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو ترمنځ تل د همغږۍ او سولهییز ژوند دود موجود و، خو د هغې په وینا اوسنی وضعیت دا یووالی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
