په روانه اونۍ کې د هېواد له سویلي ولایتونو څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد پروسه پیل شوې ده.
یو شمېر حاجیانو سعودي عربستان ته له رسېدو سره هممهاله شکایت کړی، چې په مکه کې ددوی لپاره اړتیا وړ امکانات نه دي چمتو شوي.
څو تنه افغان حاجیانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو ادارې ته د ورکړل شویو پیسو په پرتله، په مکه کې شته امکانات صفر دي.
دغه حاجیان تر ډېره له حرم څخه په ډېر لرې واټن استوګنځایونو کې له میشتېدو شکایتونه کوي.
د کندهار اوسیدونکی عبدالستار عطايي وویل:«موږ ته له حرم څخه خورا لرې د اوسېدو ځایونه نیول شوي دي. تر حرم پورې تګ راتګ ډېر مشکله دی. سپین ږیري، ښځې او یا هم ناروغانو لپاره د اوسېدو تر ځای او بیا تر حرم پورې تګ راتګ پر پښو باندې ډېر ستونزمن دی».
یاد حجیان وايي، د لارې لرې والي له امله له ځینو کسانو څخه فرض لمونځونه هم قضا کېږي.
حاجیان وايي، چې د حج فریضې اداکولو لپاره هر کس ۲۶۶۴۰۰ افغانۍ د خپلو لګښتونو لپاره طالبانو ته ورکړې دي او یادو پیسو ته په کتو باید غوره امکانات ورته چمتو شوي وای.
همدارنګه یو شمېر حاجیان د حج فریضې ادا کولو پرمهال د رسمي ښوونکو له کموالي شکایت کوي.
یاد حاجیان وايي، چې طالبانو د ښوونکو په نوم خپل خپلوان له حاجیانو سره سعودي ته لېږلي دي. د دوی په وینا، یاد کسان د حج فریضي اداکولو پرمهال حاجیانو ته هیڅ ډول لارښوونه نه کوي او ان ډیری حاجیان د خپل ګروپ ښوونکي پېژني هم نه.
د هلمند اوسېدونکی عبدالغفور وايي:«زموږ سره یې داسې کسان د معلمانو په توګه لېږلي دي، چې هغوی خپله د بل چا لارښوونې ته ضرورت لري. ټول په واسطه باندې ټاکل سوي دي. ځینې حاجیان خو خپل معلمان پېژني هم نه».
د افغانستان د نورو ولایتونو حاجیان هم د ورته ستونزو په اړه شکایت لري او وايي، چې د نورو هېوادونو د حاجیانو لپاره غوره امکانات چمتو شوي، خو یوازې پکې افغان حاجیان سرګردانه دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو لهمخې، سږکال د افغانستان لپاره د حج ۳۰ زره تنه سهمیه ورکړل شوې ده.