• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې افغان کډوال د نورو کډوالو په پرتله لږ معاش ترلاسه کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱

په جرمني کې د افغان کډوالو د کار په اړه تازه شمېرې ښيي چې زرګونه افغانان اوس په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو لا هم د بې‌کارۍ او ټولنیزو مرستو اړتیا لوړه ده. د جرمني د کار ادارې په وینا، ۵۳ سلنه افغانان په ساده او مرستندویه چارو بوخت دي او ۴۲ سلنه یې مسلکي دندې کوي.

د جرمني د کار فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۵۷ زره او ۷۶۰ افغانان په جرمني کې په کار بوخت وو. له دې ډلې ۸۵ سلنه، چې شاوخوا ۱۳۵ زره کسان کیږي، په رسمي دندو کې کار کوي او د ټولنیزې بیمې ونډې ورکوي.

شمېرې ښيي چې د نارینه‌وو او ښځو ترمنځ د کار په برخه کې څرګند توپیر شته. تر ۱۳۳ زرو زیات نارینه په کار بوخت دي، خو د ښځو شمېر له ۲۵ زرو کم دی. سره له دې، په وروستیو کلونو کې د افغانانو د کار کچه په دوامدار ډول لوړه شوې ده.

بل لور ته، د بې‌کارۍ ستونزه لا هم جدي ده. د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر میاشتې پورې ۶۳ زره او ۱۰۰ افغانان د بې‌کارو کسانو په توګه ثبت شوي دي. د کار ادارې په وینا، د افغان کډوالو د کار عمومي کچه ۴۷ سلنه ده، چې د هغو اتو مهمو کډوالوټولنو د اوسط کچې (۵۰،۱ سلنه) څخه لږ ټیټه بلل کېږي.

راپور زیاتوي چې افغان کډوال، حتا له څو کلونو کار وروسته هم، د نورو کډوالو په پرتله لږ معاش ترلاسه کوي. د ټولنیزې بیمې لرونکو دندو له ډلې ۵۳ سلنه افغانان په ساده او مرستندویه کارونو بوخت دي، په داسې حال کې چې ۴۲ سلنه یې مسلکي دندې کوي.

همدارنګه، د کال په پیل کې نږدې ۲۰۰ زره افغانان د جرمني د دولتي مرستو یابورګر ګیلډمستحق وو.

د جرمني د احصایې ادارې او د ادغام د رسنیو د خدمت د معلوماتو له مخې، ډېری افغان کډوال ځوانان دي؛ له ۷۰ سلنې ډېر یې تر ۳۵ کلونو کم عمر لري او شاوخوا یو پر درېیمه برخه یې ښځې دي.

د جرمني د کار بازار د یو شمېر افغان شنونکو په باور، د کار به بازار کې د افغان کارګرو د لږ عاید ځینې عوامل د کافي زده کړو نشتوالی، اوسبلډونک یا مسلکي زده کړې نه بشپړول، په ژبه کې ستونزې، زر کار پیلول او ځینې وخت په غیر رسمي کارونو کې بوختېدل دي، چې د هغوی پر عمومي وضعیت او د کار په بازار کې د افغان کارګرو پر رول اغیز پرېباسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملګري‌ ملتونه: افغانستان د نړۍ ۶م هېواد دی چې د اقلیمي‌ ګواښونو پر وړاندې محدوده وړتیا لري

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي‌ بدلون پر وړاندې شپږم ترټولو زیان منونکی هېواد دی چې پرله‌پسې وچکالیو، سېلابونو، سختې ګرمۍ او د خوړو د خوندیتوب له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی.

یاد پروګرام زیاتوي‌، افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی چې د اقلیمي‌ ګواښونوله له امله ترټولو لوړ زیان ویني او پر وړاندې یې محدوده وړتیا لري. دغه اداره وايي، په تېرو لسیزو کې وچکالۍ، ناڅاپي بارانونو، ویجاړونکو سېلایونو او طبیعي پېښو د اوبو زېرمو ظرفیت کم کړی، توپاني‌ بارانونو ژور ناورین رامنځته کړی او کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د خپلو پرمختیايي پروژو له لارې لکه د محافظتي دېوالونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو خوندي‌کول، د سېندونو غاړې رغول، د اوبو مدیریت په برخو کې یې له خلکو سره مرستې کړې دي.

دوی زیاته کړې، چې د محافظتي دېوالونو په جوړېدو سره یې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او په زیات شمېر کورنۍ ژغورلې دي. دوی د بېلګې په ډول د هرات په زوال ولسوالۍ کې د هغه ۴ هکټاره کرنیزې ځمکې یادونه کړې، چې سېلابونو ویجاړه کړې او د محافظتي‌ دیوال په جوړېدو ۲۴ هکټاره ځمکه او ۳۰۰ کورنۍ خوندي کړل شوې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د هېواد په شمال او نورو سیمو کې د هغو پېښو یادونه هم کړې، چې سېلابونو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ کړي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۱۳ کوډګر نیولي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کوډګر یې په سرپل، نورستان، بلخ، پکتیکا، تخار، کابل او فاریاب ولایتونو کې نیولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د طالبانو یاد وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.
د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دوی محتسبانو په تېرې وري میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۸ کوډګر نیولي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۱۴ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۰۳ اصلاحي ناستې لرلې.

وحید عمر: محمداشرف غني عالم انسان و، اوس دی هم بندي مهاجر دی او زه هم قیدي‌ مهاجر یم

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر ویاند او سلاکار وحید عمر له پخواني‌ ولسمشر محمداشرف غني سره خپل اخیستل شوی ګډ انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي، ډاکټر غني‌ يو عالم انسان و چې افغانستان ته یې روښانه او عملي پلان لاره. د هغه په وینا؛ «اوس دی هم بندي مهاجر دی او زه هم قیدي‌ مهاجر یم».

وحید عمر پر خواله رسنۍ په یوه یادښت کې د ښاغلي غني د منزوي کېدو په اړه لیکلي:« هغه وختونه تېر شول، اوس دی هم بندي مهاجر دی، زه هم قیدي‌ مهاجر یم». د هغه په خبره؛ اوس چې پخوانی ولسمشر په تبعید کې منزوي دی ټوله دنیا یې غیبت کوي.

نوموړي‌ دا هم ویلي، چې وضعیت بدل شوی او د هره څه له لاسه وتل کورني او بهرني لاملونه لري. هغه کاږلي: «دا چې ولې شرایط داسې بدل شول، هر څه له لاسه ولاړل، مغلقه او اوږده کیسه ده چې ډېر داخلي او خارجي عوامل په‌کې دخیل دي. خو د هغه په هلو ځلو او نیت کې د شک ځای نه وینم».

نوموړي‌ هیله څرګنده کړې، داسې یو وخت به راشي چې پخوانی ولسمشر یوه ورځ خپل روایت په خپله ووايي.

د کابل یو ښوونکی: نږدې دوه میاشتې کېږي چې تنخوا مې نه‌ده اخیستې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د کابل یو ښوونکی وایي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې هیڅ ښوونکي‌ ته تنخوا نه‌ده ورکړل شوې او له همدې کبله دوی له جدي‌ اقتصادي‌ ستونزو سره مخ دي. دغه ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، چې د تنخوا ځنډېدو له امله د ژوند ورځني لګښتونه ورته ستونزمن شوي.

یاد ښوونکي ویلي، چې د کور کرایه، د برېښنا بیل او نور لګښتونه یې زیات شوي او له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې هیڅ ښوونکي‌ تنخوا نه‌ده اخیستې. نوموړي په دې برخه کې د غږ رسولو او د ستونزې د حل غوښتنه کړې.

طالبان د میاشتې د پيل په ورځو کې دولتي کارکوونکو ته تنخوا ورکوي؛ خو دغه ښوونکی وایي نږدې دوه میاشتې کېږي چې خپله تنخوا یې نه‌ده ترلاسه کړې. په تېرو میاشتو کې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو، چې د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د ځنډ یادونه په‌کې شوې وه.

لاتر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

طالب چارواکی: د هغه ټولنې به څه حال وي چې ښځې یې «یاغیانې» او ځوانان یې «فاسقان» وي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو رییس فض الحق شاکر په یوې غونډه کې ویلي، د هغه ټولنې به څه حال وي چې ښځې یې «یاغیانې او ځوانان یې فاسقان وي چې ږېرې خروي». نوموړي‌ زیاته کړې، په دغه هېواد کې په تېرو شلو کلونو کې داسې ظلمونه وشول چې هیڅ د بښلو نه وو.

فض الحق شاکر په یاده غونډه کې ویلي: «د هغه ټولنې به څه حال وي، چې ښځې د نارینه خبره نه مني، له بازاره نه‌شي کنټرولېدای، مخونه نه‌شي‌ په پټولی او ځوانان یې فاسقان وي چې ږېرې خروي».

نوموړي‌ ویلي:« الله په خپل ذات قسم اخیستی چې پر دغه قوم به داسې حالت راځي چې عالم به حیران وي او ولس به د ځان خلاصولو لاره نه‌لري». هغه زیاته کړې، «اسلامي‌ نظام» هغه مهال رامنځ ته کېدای شي چې په هېواد کې سل سلنه «شرعي» چارې پلي شي.

شاکر زیاته کړې: «الله داسې مشران ورته ورکړي، چې د ولس د دنیا او اخرت فکر ورسره دی». د هغه په ټکو؛ اسلامي‌ نظام هغه ته ویل کېږي، چې «مشرتابه، رییس الوزرا، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع او نور وزیران، والیان، قوماندانان، رییسان یې عادل او عالمان وي او پوځ یې مجاهدین وي».

نوموړي دا هم ویلي، چې مشرتابه یې زړه سواندی دی او د عمومي بښنې له لارې یې هغه کسان هم وبښل چې زیات ظلمونه یې کړي وو. شاکر وايي، د ناټو تر وتلو وروسته نړۍ فکر کوي چې دوی به په خپلو کې سره یو بل ووژني؛ خو د مشرتابه د زړه سوي له کبله ټولو ته بښنه وشوه.

هغه ویلي:« که ټوله نړۍ هم پر موږ ملامتیا واچوي؛ خو بیا به هم حکومت پر خپله او د الله پر لار روان وي». دا لومړی ځل نه‌دی چې کوم طالب چارواکی د ښځو او ځوانانو په اړه دغه ډول څرګندونې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو طالب چارواکو ورته څرګندونې کړې وې، چې د خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوي وو.