• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مریم سما: د طالبانو د ظلم پر ضد د هېواد د ازادۍ لپاره ګډه هڅه اړینه ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې مریم سما ویلي، هېڅ نارینه یا ښځینه د ټول جنسیت استازیتوب نه شي کولی او په همدې ډول هېڅ ښځه یا نارینه د ټول هېواد د خلکو استازیتوب نه شي کولای. هغې زیاته کړې، د طالبانو د ظلم پر ضد د هېواد د ازادۍ لپاره ګډه هڅه اړینه ده.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې له خلکو غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې دې هر څوک د خپلو امکاناتو او وړتیاوو په اندازه د افغانستان د ازادۍ لپاره هڅې زیاتې کړي.

مریم سما ویلي، د طالبانو له «ترهګر رژیم» او «جنسیتي تبعیض» څخه د هېواد د خلاصون لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او هر څوک باید خپلې هڅې څو برابره زیاتې کړي که څوک د دې هدف پر ضد کار کوي.

هغې ټینګار کړی: «د تورونو او شخصي شخړو پر ځای باید ټولې انرژۍ د هېواد د ازادۍ هدف ته وقف شي، ځکه له ظلم څخه د هېواد او خلکو خلاصون تر ټولو مهم کار دی.»

دغه پخوانۍ پارلماني غړې زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې وضعیت د افغانستان د خلکو لپاره د سختو محدودیتونو او فشارونو سبب شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال: د خلکو په عریضو کې د «اصولي اجراتو» کلمه مه کاروئ

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال د ننګرهار ولایت لپاره د دغې ډلې له محاکمو د لیدنې په ترڅ کې د مرافعه محکمې عمومي رييس ته ویلي، تر لاس لاندې محاکمو ته د دوسیو د ارجاع پر مهال د «اصولي اجراتو» کلمه مه استفاده کوئ، بلکې باید ولیکئ چې له پلان سره سم «مشخص اجرات» وکړئ.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې محکمې د اداري مرستیال سخاالله سعید په مشرۍ یوه پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر موخه د محاکمو د چارو له ارزونې سربېره د مراجعینو دوسیو او موضوعاتو ته په کم وخت او اصولي ډول د رسېدو لارو چارو موندل په ګوته کړي دي.

نوموړي محاکم د «اسلامي نظام» مهمه برخه او د نظام اساسي رکن وباله او له اړوندو مسوولینو یې وغوښتل، چې خپلې پرېکړې په ټاکلي وخت په پوره دقت او غور سره وکړي.

هغه د ننګرهار لپاره د طالبانو د مرافعې محکمې رييس ته لارښوونه وکړه، چې تر لاس لاندې محکمو ته د خلکو عریضو او شکایتونو د ارجاع پر مهال د «اصولي اجراتو» کلمه دې نه‌کاروي او زیاته کړې یې ده: «د عريضې او شکايت د راتلو په صورت کې دې د مرافعه محکمې عمومي رييس صاحب اړوند ماتحت محاکمو ته د ارجاع پر مهال د اصولي اجراتو کلمه نه استفاده کوي؛ بلکې ورته دې وليکي، که د عارض په عريضه کې درج شکايت حقيقت ولري، په اړه يې له پلان سره سم مشخص اجرات وکړئ».

نوموړي د خلکو دوسیو ته پر ژر رسېدنې له ټينګار سربېره د مرافعه محکمې رييس ته سپارښتنه وکړه: «د هر هغه عمل څخه به ځانونه ساتئ، چې د محکمې يا د محکمې د غړو يا د قضيې د جانبينو د مايوسۍ او زړه ماتوالي سبب ګرځي».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پر محاکمو دا تور دی چې د خلکو قضایاوې ډېرې ځنډوي او د هغو په باور دا په خپله فساد ته د زمینې برابرول دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: بې‌سرپرسته افغان ښځې د لوږې له تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له ګڼو او یو بل سره تړلو ګواښونوسره مخ دي او په ځانګړي ډول بې‌سرپرسته ښځې د لوږې، ناامنۍ او اقتصادي فشارونو تر ټولو لوی ګواښ احساسوي.

دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۷مه، د بشري مرستو په برخه کې د جنسیتي تحلیل په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه ښځې چې د ساتنې او ملاتړ لږ امکانات لري، تر نورو ډېرې له ګواښونواو فشارونو سره مخ کېږي.

په راپور کې راغلي چې حاکم ټولنیز دودونه او په مرستندویو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو محدود حضور، ښځو ته خوندي لاسرسی ستونزمن کړی او د ښځو پر اړتیاوو متمرکز بشري غبرګون یې زیانمن کړی دی.

د تحلیل له مخې، هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او ډېری وخت اړ کېږي چې منفي مقابلوي لارې وکاروي؛ هغه کړنلارې چې د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو او هلکانو پر رواني او فزیکي وضعیت ناوړه اغېز کولی شي.

راپور زیاتوي چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان لا هم اساسي روغتیايي، تغذیوي او بشري خدمتونو ته کافي لاسرسی نه لري، او د بوديجې کمښت دغه وضعیت نور هم خراب کړی دی.

په تحلیل کې ویل شوي چې جغرافیایي واټنونه، د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو کمښت او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه، د میندو، تنکیو نجونو او کوچنیو ماشومانو لپاره دوامدار روغتیايي او ټولنیز خطرونه رامنځته کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکړی چې د ښځو پر تګ‌راتګ، کار او ټولنیز ګډون محدودیتونه، له اقتصادي ستونزو، د بشري مرستو د بوديجې له کمېدو او د کډوالۍ له فشارونو سره یو ځای، افغان ښځې او نجونې لا زیاتې محروموي او امنیتي خطرونو ته یې ورټېل وهي.

د راپور له مخې، پر ښځو لګېدلي بندیزونه کوچنۍ نجونې هم له وخته د مخکې او جبري ودونو له زیاتېدونکي خطر سره مخ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو، کار، سفر او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګېدلي او ښځې په عملي ډول له ډېرو ټولنیزو او سیاسي برخو څخه محرومې شوې دي.

خوست کې د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه خصوصي شرکت له خوا د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عصري تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې. د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې دا پروژه د خپلواکۍ مینار ترڅنګ پر درې جریبه ځمکه پلې کېږي.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه تفریحي کمپلکس قرارداد د شلو کلونو لپاره له هارون رشید صدیقي تجارتي شرکت سره لاسلیک شوی دی. ټاکل شوې ده چې په دې کمپلکس کې یو لوی هوټل، مجهز مېلمستون او عصري سونا جوړه شي. چارواکو زیاته کړې، چې د دې پروژې موخه د سیاحت او خدماتي سکتور پیاوړتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت د پروژې د پرانیستې پر مهال له نورو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي. همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس شیر محمد ذبیح د شرکت دا اقدام ستایلی او له خوست مېشتو سوداګرو یې غوښتي چې په پراختیایي پروژو کې فعاله ونډه واخلي. دوی پانګه‌والو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د هارون رشید تجارتي شرکت مسؤل کریم صدیقي ویلي، چې دا مهال د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او دوی په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پروژې پلې کړې دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه کېږي چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

اصف دُرانی: د افغانستان په داخلي چارو کې دې هېڅ هېواد لاسوهنه نه‌کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، د افغانستان په داخلي چارو کې باید هېڅ بهرنی هېواد لاسوهنه ونه‌کړي او د هېواد د راتلونکي «بدلون» مسوولیت د افغانانو خپل دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، افغانان باید پرېښودل شي چې د خپلو ستونزو د حل لاره په‌خپله ومومي او له «بحران» څخه د وتلو مسیر خپله وټاکي.

اصف دُراني زیاته کړې، که څه هم د افغانستان دننه بې‌ثباتي د دغه هېواد ګاونډیان اغېزمنولی شي، خو د هغه په وینا، د دې مسلې د مخنیوي مسوولیت د افغانستان د اوسني مشرتابه او خلکو پر غاړه دی.

هغه زیاته کړې: «افغانان دې په خپله پرېښودل شي، هغوی به د وتلو لاره ومومي».

دُراني دا څرګندونې د افغانستان د تجزیې په تړاو د ځينو پاکستاني کړیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړي او ټینګار یې کړی، چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره د افغانستان وضعیت مهم دی.

نرګس نهان: طالبان مذهبي تعصب ته لمن وهي او د ټولنې یووالی له ګواښ سره مخ کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، په افغانستان کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو ترمنځ تل د همغږۍ او سوله‌ییز ژوند دود موجود و، خو د هغې په وینا اوسنی وضعیت دا یووالی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړې په ایکس لیکلي، چې په افغانستان کې د عاشورا ورځ په پخوا وختونو کې د درناوي او عظمت سره نمانځل کېده، خو اوسني واکمنان د مذهبي تعصب له لارې د ټولنې ترمنځ ویش زیاتوي.

نرګس نهان په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «طالبان د خپل مذهبي افراط له امله د خلکو ترمنځ خطرناک اختلافات زیاتوي، او دا کار د نوو کړکېچونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.»

هغې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک په یوه «تدریجي مرګ» کې ژوند کوي او روان وضعیت د هېواد ټولنیز ثبات سخت اغېزمن کړی دی.

پخوانۍ وزیرې همداراز په بدخشتان ولایت کې د محلي سندري غاړي سلام مفتون د مېرمنې په وژل کېدو د هغې کورنۍ لپاره خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان لپاره یې د سولې او خلاصون دعا کړې ده.

نرګس نهان په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې روان حالت د هېواد د ټولنیز واټن او بې‌ثباتۍ د زیاتېدو سبب ګرځېدلی دی.