طالبانو په ۷ ولایتونو کې د «غلا، وژنې او له کوره د تېښتې» په تور ۲۶ کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ۷ ولایتونو کې د «غلا، وژنې او له کوره د تېښتې» په تور ۲۶ کسان نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان یې په هلمند، بدخشان، ننګرهار، غور، سمنګان، نیمروز او خوست ولایتونو کې نیولي دي.
