• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رسنۍ: د ايران په سوېل او تهران کې د چاودنو او هوايي دفاع فعاليتونه دوام لري

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د ايران د پلازمېنې تهران او د دغه هېواد د سوېلي سيمو څخه رسېدلي راپورونه ښيي، چې د جمعې ورځې په سهار وختي د ایران په ځینو ښارونو کې بيا هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د هوايي دفاع سيستمونه فعال پاتې دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د تهران د شمال لوېديځ اوسېدونکو ويلي چې د جمعې په سهار يې د شاوخوا لسو هم‌مهالو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

په همدې مهال، د مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې د تهران په لوېديځ کې د هوايي دفاع فعاليتونه دوام لري او د ايران هوايي دفاع د تهران په فضا کې د «دښمنو اهدافو» پر ضد عمليات کوي.

د ايران په سوېل کې هم اوسېدونکو د بندرعباس او قشم په ښارونو کې د زورورو چاودنو د اورېدو خبر ورکړی دی. له بندرعباس څخه په يوه ترلاسه شوي راپور کې ويل شوي، چې د پنجشنبې شپې په دولسو بجو يو ځل بيا په دغه ښار کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

مهر خبري اژانس همداراز په ميناب ښار کې د چاودنې د غږ اورېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې په وروستيو شېبو کې په بندرعباس او ميناب کې بيا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ميناب کرگان سيمې ځينو اوسېدونکو ويلي، د چاودنو شدت دومره زيات و چې د کورونو دروازې او کړکۍ يې ولړزولې.

همدارنګه، له قشم ښار څخه هم د څو نورو چاودنو د اورېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کاناډا یو ځل بیا د غزې په لویدیځه غاړه د اسراییلي ښارګوټو له پراخولو سره مخالف وکړ

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د کاناډا لومړي وزیر یو ځل بیا په غزه کې د روان بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او په لویدیځه غاړه کې یې د اسراییلي ښارګوټو له پراخولو سره خپل مخالفت تکرار کړ. نوموړي دغه څرګندونې د فلسطین له ولسمشر سره په ټېلیفوني خبرو کې کړې دي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د پنجشنبې ورځې ناوخته (د غويي ۱۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «کاناډا په غزه کې د روان بشري کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه لري او موږ په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي مېشت ځایونو د پراخولو او د ځايي اوسېدونکو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي په تړاو خپل مخالفت بیا تکراروو».

کارني په همدې تړاو د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره په ټېلیفوني خبرو کې د فلسطینۍ ادارې له‌خوا د حساب ورکونې، حکومتولۍ او ډیموکراټیکو بنسټونو د پیاوړتیا لپاره پر اخیستل شویو اقداماتو خبرې کړي او زیاته کړې یې ده: «په دغو برخو کې حماس هېڅ رول نشي لوبولی».

نوموړي زیاته کړې: «موږ به په سیمه کې د سولې او ثبات د بنسټیز کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو او د دغه هدف لپاره به له خپلو شریکانو سره له نږدې کار وکړو».

د اسراییلي رسنیو د راپور له‌مخې، اسراییل هڅې کوي، چې د غزې په لویدیځه غاړه کې اسراییلي ښارګوټي پراخ کړي او د اي‌۱ په نوم د نوي ښارګوټي چې ۱۲ کیلومتر مربع مساحت لري او ۳۴۰۰ اپارتمانونه به ولري د جوړولو په تکل کې دی.

تر دې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د اروپايي ټولنې نږدې ۴۵۰ اوسنیو او پخوانیو چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل د ښارګوټو جوړولو پروژې «همدا اوس» ودروي.

د اسراییل په دې چارې سره به د ختیځ بیت‌المقدس سیمه چې ډېری اوسېدونکي یې فلسطینیان دي، اسراییل د خپلې خاورې برخه وګرځوي او د راپورونو له‌مخې، دمګړۍ شاوخوا ۵۰۰ زره اسراییلیان په لویدیځه غاړه کې ژوند کوي او د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، غیر قانوني نه‌دي.

انتونیو ګوترېش: کډوالي بحران نه‌دی بلکې بحران په اصل کې د کډوالۍ د مدیریت څرنګوالی دی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱

له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د احتمالي لېږلو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي، کډوالي بحران نه‌دی، بلکې بحران د کډوالۍ د مدیریت څرنګوالی دی. بل لور ته امریکا غواړي چې شاخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي له قطر څخه کانګو ته ولېږدوي.

په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو د ناڅرګند برخلیک او همداراز په امریکا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د روان وضعیت په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي: «کډوالي په‌خپله بحران نه‌دی، بلکې بحران په اصل کې د کډوالۍ په مدیریت کې د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډه ناکامي ده».

هغه زیاته کړې: «موږ د پولو، حکومتونو او ټولنو ترمنځ داسې همکارۍ ته اړتیا لرو، چې وښيي څو اړخیزه همکاري څنګه د کډوالو په ژوند او هغو ټولنو کې چې دوی یې پیاوړي کوي، ګټوره تمامېږي».

له دې سره سم، څه باندې ۶۰۰ پخوانيو امریکایي ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پلان لغوه کړي.

له ۶۰۰ ډېرو پخوانیو امریکايي چارواکو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد مخالفت کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا رسنیو په وینا، واشنګټن هوډ لري، چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي، چې ۴۰۰ یې ماشومان دي، له قطر څخه د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت ته ولېږدوي، خو دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

عباس عراقچي: تر هغو چې جګړه، محاصره او بندیزونه پای ته ونه رسېږي هُرمز تنګی به عادي نه شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې امريکا او بحرين هڅه کوي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هُرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کښتيو د ازاد تګ راتګ په اړه يو پرېکړه‌ليک تصویب کړي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي دغه پرېکړه‌ليک «يو اړخيز او پاروونکی» بللی دی.

عراقچي په يوه ليک کې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د غړو هېوادونو مشرانو ته استول شوی، ويلي چې د هرمز تنګي اوسني محدوديتونه د ده په وينا د امريکا او اسراييل له خوا د ايران پر ضد د «تيري کوونکې، غيرقانوني او بې‌دليله جګړې» پايله ده.

هغه نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې بايد اجازه ورنه کړي څو امنيت شورا د ده په خبره د «تيري کوونکو هېوادونو» له خوا وکارول شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په خپل ليک کې ټينګار کړی، چې په هرمز تنګي کې به د بېړيو او سوداګريزو کښتيو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي حالت ته وګرځي، چې جګړه په دايمي ډول ودرول شي او د ايران پر ضد «غيرقانوني محاصره او بندیزونه» لرې کړل شي.

عراقچي دغه راز ويلي، چې په وړاندې شوې مسوده کې روايتونه «غوره شوي او جانبدارانه» دي او د سيمې د اوسني کړکېچ اصلي لاملونه له پامه غورځول شوي دي.

هرمز تنګي ته نږدې د چین اړوند د تېلو یوه بېړۍ ویشتل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د رويټرز د راپور له مخې، هرمز تنګي ته نږدې د چین اړوند د تېلو او کیمیاوي توکو یوه کښتۍ د برید ښکار شوې او اور پرې لګېدلی. چینایي رسنۍ «کایسین» ویلي، دا لومړی ځل دی چې یوه چینایي بېړۍ په دې سیمه کې هدف ګرځي.

تر اوسه د کښتۍ د عملې د ټپي کېدو یا تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

امنیتي سرچینو ویلي چې دا پېښه د متحده عربي اماراتو ساحل ته نږدې شوې او احتمال شته چې هدف ګرځېدلې کښتۍ جې وي اېنووېشن وي، چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ پرې رپېده.

راپور زیاتوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي ترافیک په جدي ډول اغېزمن شوی او ګڼ شمېر بېړۍ او زرګونه سمندري کارکوونکي د خلیج په سیمه کې بند پاتې دي.

د ټرمپ ادارې تر دې پېښې مخکې اعلان کړی و چې د هرمز تنګي له لارې بندو پاتې بېړیو سره به مرسته کوي، خو دا پلان یې وروسته وځنډاوه.

چین وایي چې د بهرنیو چارو وزیر یې له ایراني چارواکو سره د هرمز د بیا پرانیستلو پر موضوع خبرې کړې دي.

هسپانیا له ۳۰ ټنه کوکایینو ډکه بیړۍ او د بیړۍ ۲۳ کارکوونکي نیولي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د هسپانیا پولیسو ویلي چې کینري ټاپوګانو ته نږدې یې له یوې بېړۍ څخه ۳۰ ټنه کوکایین نیولي او د بېړۍ ۲۳ کسیزه عمله یې هم زنداني کړې ده. چارواکو د دې نشه‌يي توکو ارزښت له ۸۱۲ میلیونه یورو زیات اټکل کړی.

د هسپانیا عالي محکمې ویلي، دا د اروپا په تاریخ کې د کوکایین تر ټولو ستره نیونه بلل کېږي.

د «ارکونین» په نوم دغه بېړۍ، چې د کومورو ټاپوګانو بیرغ یې لاره، د مې په لومړۍ نېټه د هسپانیا د ګاردیا سیویل ځواکونو ودروله.

دا نیونه د جرمني په هامبورګ بندر کې د ۲۰۲۴ کال د ۲۵ ټنه کوکایین له ریکارډ څخه هم لویه ده.