• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیما نوري: افغانستان له داسې بحران سره مخ دی چې «بشپړ جنسیتي اپارتاید» بلل کېدای شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د فرانسې په پارلمان کې د افغانستان اړوند غونډې ته د ښځو د حقونو فعالې سیما نوري ویلي، چې افغانستان له داسې یوه بحران سره مخ دی چې پولې نه پېژني او د ښځو پر وړاندې روان وضعیت یوازې تبعیض نه، بلکې «بشپړ جنسیتي اپارتاید» دی.

نوموړې ټینګار کړی، چې هغه څه چې اوس په افغانستان کې روان دي، د ښځو د اساسي حقونو پراخ او سیستماتیک نقض دی او نړیواله ټولنه باید ورته جدي پام وکړي.

سیما نوري ویلي، د ښځو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او ازاد تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل شوي چې میلیونونه افغان ښځې له خپلو لومړنیو بشري حقونو بې‌برخې شي.

هغې همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان روان وضعیت یوازې د دغه هېواد کورنۍ مسئله نه ده، بلکې سیمه‌ییز او نړیوال اغېز هم لرلی شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په فرانسه کې د افغانستان د بشري وضعیت، د ښځو د حقونو او د روان سیاسي بحران په اړه دوه ورځنۍ غونډه روانه ده، چې پکې نړیوال استازي، د بشري حقونو فعالان او پخواني افغان چارواکي ګډون لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

دا د یوې اتلس کلنې ښځې کیسه ده چې له وېرې یې د مېړه له کوره د خسر کور ته پناه یووړه، بیا بېرته ستنه کړلی شوه او په پای کې ووژل شوه. غور له کلونو راهیسې د ډېرو ښځو نومونه د ویر او غم له کیسو سره د افغانستان په حافظه کې خوندي کړي دي.

رخشانه هم په غور کې تر ډبرو لاندې ووژل شوه او دا لړۍ تر فرزانې هم راورسېده چې د تبر به وسیله یې ژوند ختم کړای شو. فرزانې له وژل کېدو مخکې ویلي وو: «وېریږم چې ما به ووژني». هغه بالاخره د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ کې د «کرنډه» (یو کرنیز وسیله چې تبر ته ورته ده) په ګوزارونو ووژل شوه.

د نوي ژوند پیل
فرزانې یو کال مخکې واده کړی و، خو د یوه سړي دویمه مېرمن شوه او داسې کور ته ولاړه چې له پیله په کې د سیالۍ، توپیر او تاوتریخوالي سیوری خپور و. فرزانې د ۶۰۰ زره افغانیو په بدل کې له محب‌الله سره نکاح کړې وه او د هغې لپاره د واده هېڅ مراسم ونه شول.

هغه سرچینې چې د فرزانې د ژوند کیسه بیانوي، وايي چې خپله فرزانه د واده د مراسمو له نه ترسره کېدو سره مخالفت نه درلود، خو پلار یې له دې امله خواشینی و، ځکه لور یې له پلارني کوره د عادي ناوې د خوښۍ او درناوي له برخې پرته ووته.

په پیل کې د فرزانې او محب‌الله ګډ ژوند تر یوه حده ښه بلل شوی، خو د دوو مېرمنو کور ډېر ژر خپل تاوتریخجن مخ وښود.
لومړۍ مېرمن (بنه) او د هغې زوی د فرزانې لنډ مهاله ارامي له منځه یووړه. خپلوان یې وايي چې هغه وهل ټکول کېده او کور ورو ورو داسې ځای شو چې فرزانه ترې تښتېده.

د فرزانې کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي چې د هغې مېړه د نامعلومو لاملونو له امله د دویمې مېرمنې پر وړاندې د تاوتریخوالي، بد چلند او پرله‌پسې وهلو ټکولو په وړاندې چوپ پاتې کېده. فرزانه تر ټولو ډېر د خپل ناسکه زوی له خوا ځورول کېده.
سره له دې، سرچینې د مېړه چوپتیا د تاوتریخوالي په وړاندې یو ډول ملتیا بولي.

فرزانې له مرګ څو میاشتې مخکې یو ځل د خسر کور ته پناه یووړه او د خپل ژوند د شپو او ورځو ترخې کیسې یې ورته وکړې. مېړه یې وروسته له خبرو او حتی د لا زیاتې پاملرنې له ژمنې وروسته، هغه بېرته خپل کور ته ستنه کړه.

فرزانه بېرته ولاړه، خو د دې پېښې د روایت کوونکو په وینا، هغې خپلې مور ته ویلي وو: «که بېرته لاړه شم، هغوی به ما ووژني».

هغه ښځې چې د فرزانې په څېر دي، د طالبانو له عدلي او قانوني ملاتړ څخه بې‌برخې دي او اړې دي چې د مېړه د کور له تاوتریخجن چاپېریال سره جوړجاړی وکړي. که هغوی محکمې ته ولاړې شي، د طالبانو قاضیان د هغوی خبرې نه اوري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ د ۱۴۰۴ کال د زمري په میاشت کې د بشري حقونو شورا ته وویل چې د طالبانو اداره له عدلي سیسټم څخه د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.

د هغه په وینا، طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته د افغانستان قضايي نظام بدل کړی دی. د پخواني حکومت ټول قاضیان، چې نږدې ۲۷۰ ښځینه قاضیانې هم پکې شاملې وې، له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې د طالبانو اړوند کسان ګومارل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دا قاضیان مسلکي حقوقي زده‌کړې نه لري او پرېکړې د ثابتو حقوقي اصولو پر بنسټ نه، بلکې د طالبانو د فرمانونو له مخې کوي. راپور دا هم وايي چې اوس ټول قاضیان نارینه دي.

د فرزانې د وژل کېدو کیسه
د غویي په پنځمه، له دې څو ورځې وروسته چې فرزانه بېرته کور ته ستنه شوه، د هغې ناسکه زوی جواد له خپلې مور سره یو ځای لومړی د «کرند» په نوم وسیلې په سر ووهله.

نږدې هېڅوک نه پوهېږي چې د دې پېښې لامل څه و، ځکه جواد او مور یې په پیل کې خپله لاس لرنه ردوله، خو څو ورځې وروسته یې بالاخره مسوولیت ومانه. کرند یوه وسیله ده چې تبر ته ورته ده او د بوټو د ایستلو لپاره کارېږي.

کله چې فرزانه روغتون ته ولېږدول شوه، د کرند د ګوزار تر څنګ د هغې په ستوني کې د رسۍ نښې او حتی د سوځېدو اثار هم لیدل کېدل. جواد او مور یې د طالبانو مامورینو ته ویلي وو چې فرزانې ځان وژنه کړې ده.

د غور د مرکزي روغتون ډاکټرانو طالبانو ته راپور ورکړ چې د فرزانې مړینه له ځان وژنې سره تړاو نه لري او پر بدن یې د تاوتریخوالي څرګندې نښې شته.

فرزانه، په غور ولایت کې یوه ځوانه ښځه، د مېړه کور ته له بېرته ستنېدو څو ورځې وروسته د تاوتریخوالي له نښو سره مړه شوې ده.
100%
فرزانه، په غور ولایت کې یوه ځوانه ښځه، د مېړه کور ته له بېرته ستنېدو څو ورځې وروسته د تاوتریخوالي له نښو سره مړه شوې ده.

لږ تر لږه د غور ولایت دوه سرچینو او د ښځو د حقونو یوه فعاله د هغې د وژل کېدو، روغتون ته د لېږد او د ډاکټرانو د راپور په اړه ورته کیسه وړاندې کړې ده.

هغه انځورونه چې له جسد څخه ترلاسه شوي، د هغې د بدن شنېدلي (کبود) حالت ښيي. د غوږونو او غاړې شاوخوا د ټپونو او د پوستکي د رنګ بدلون ښکاري.
په نورو انځورونو کې د هغې شا او ملا ښکاري چې پوستکی یې له لویو تورو داغونو ډک دی او په ځینو ځایونو کې د وهلو اوږدې نښې لیدل کېږي چې ددرو په څېر ښکاري.

دا انځورونه د ډاکټرانو له راپور سره سمون لري، چې ویلي یې دي د هغې مړینه د ځان وژنې په څېر نه ده او د تاوتریخوالي څرګندې نښې پرې شته.

په دغو انځورونو کې د هغې څېره لا هم د ځوانۍ نښې لري. مخ، شونډې او تړلې سترګې د داسې یوې ښځې انځور وړاندې کوي چې ژوند یې تازه پیل کېده. هغه یوازې ۱۸ کلنه وه.

له فرزانې څخه یوه درې میاشتنۍ لور پاتې ده. هغه د همدې اوونۍ په پیل کې په پسابند غور کې خاورو ته وسپارل شوه.

تر اوسه طالبانو یوازې جواد، د فرزانې ناسکه زوی، نیولی او د هغې له مېړه څخه یې هم پلټنې کړې دي.
یو خبریال چې دا قضیه له نږدې څاري، ویلي چې طالبان معمولاً دا ډول قضیې څو ورځې تعقیبوي او وروسته ورو ورو هېرېږي. هغه وېره لري چې د دې وژنې عاملان به هم د رخشانې د قاتلانو په څېر بې‌سزا پاتې شي.

د فرزانې شین او د شکنجې نښو لرونکی بدن، چې د هویت د خوندي ساتلو او د صحنې د سختوالي له امله تت ښودل شوی دی.
100%
د فرزانې شین او د شکنجې نښو لرونکی بدن، چې د هویت د خوندي ساتلو او د صحنې د سختوالي له امله تت ښودل شوی دی.

د ښځو پر وړاندې زیاتېدونکی تاوتریخوالی
د غور نوم له فرزانې مخکې هم د ډېرو ښځو له وژنو سره تړلی دی. کلونه مخکې رخشانې، هغه ځوانه ښځه چې د جبري واده څخه د تېښتې او د خپلې خوښې له سړي سره د ژوند غوښتلو له امله سنګسار شوه.

هغې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې ژوند له لاسه ورکړ او د هغې د سنګسار ویډیو او انځورونو نړیوال غبرګونونه راوپارول. طالبان اوس نه یوازې هغه سیمې، بلکې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې لري او پر ښځو یې پرله‌پسې سخت بندیزونه لګولي دي.

د رخشانې او فرزانې تر پېښو شاوخوا یوه لسیزه واټن و، خو په دې موده کې ګڼې ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني شوې چې د ټولنې له منځه راپورته کېږي.

رخشانه لس کاله وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې له کوره د تېښتې په تور سنګساره شوې وه. دا انځور په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له تر ټولو دردناکو کیسو څخه یوه یادونه کوي.
100%
رخشانه لس کاله وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې له کوره د تېښتې په تور سنګساره شوې وه. دا انځور په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له تر ټولو دردناکو کیسو څخه یوه یادونه کوي.

لکه د عابدې کیسه، هغه ځوانه ښځه چې تېر کال د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کې د جبري واده څخه د تېښتې لپاره یې ځان ته اور واچاوه او مړه شوه.

د د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۲۵ کال راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په کور او ټولنه کې له زیاتېدونکي جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي. د دې بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان په حواله لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ۴۰ سلنه زیات شوی او ۱۴.۲ میلیونه ښځې مرستو ته اړتیا لري.

د «د ښځو د رواني روغتیا ارشیف» مجلې د یوې څېړنې پایلې ښيي چې ۵۵.۵۴ سلنه افغان ښځې د ګډ ژوند پر مهال د فزیکي، عاطفي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. دا څېړنه چې د ۲۱ زره او ۲۳۴ واده شوو ښځو د ځوابونو پر بنسټ شوې، په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي پراخوالی څرګندوي.

د دې ارزونې موندنې ښيي چې فزیکي تاوتریخوالی، چې شاوخوا ۵۰ سلنه جوړوي، د ښځو پر وړاندې تر ټولو عام ډول دی. څېړنه دا هم ښيي چې د پلارني کور کې د تاوتریخوالي لیدل، لکه د پلار له خوا د مور وهل، او د ښځو له خوا د تاوتریخوالي منل، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.

د زده‌کړې کچه د دې ستونزې په کمولو کې مهم رول لري. د څېړنې له مخې، لږ تر لږه لومړنۍ زده‌کړې د ښځو او د هغوی د مېړونو لپاره د کورني تاوتریخوالي د کمېدو سره مستقیم تړاو لري. څېړونکي ټینګار کوي چې د افغان ښځو تر منځ د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او د مخنیوي لپاره باید دې ټولنیزو او نفوسي لاملونو ته جدي پاملرنه وشي.

طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه او د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي ادارې له منځه وړي دي. د یوې نوې څېړنې له مخې، ۹۵ سلنه افغان ښځې د طالبانو پر عدلي نظام باور نه لري او ۶۵ سلنه یې د هغوی محکمو ته له تګ څخه بده تجربه لري.

پر لبنان د اسراییل په برید کې د حـ .ـزب‌الله د ځانګړو ځواکونو قومندان وژل شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱

فرانس‌پرېس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د لبنان د پلازمېنې بیروت پر سویلي سیمو د اسراییل په هوايي بریدونو کې د حـ.ـزب‌الله «رضوان» ځانګړو ځواکونو قومندان وژل شوی دی. د اسراییل لومړي وزیر هم د یاد قومندان وژل تایید کړي، خو حـ.ـزب‌الله یې ردوي.

فرانس‌پرس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي، دغه قومندان «مالک بلوط» نومېده او د چهارشنبې ورځې په ناوخته د بیروت د سویلي څنډې په «غبیره» سیمه کې په یوه اپارتمان کې چې ویل کېږي هلته یې غونډه درلوده، وژل شوی دی.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې د دوی پوځ «د حزب‌الله د رضوان ځواک قومندان» په نښه کړی، خو د حزب‌الله سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د رضوان ځواک یا په ټوله کې د حزب‌الله هېڅ لوړپوړی نظامي قومندان نه‌دی زیانمن شوی.

د راپور له‌مخې، د چهارشنبې په سهار وختي د لبنان پر سویلي او ختیځو سیمو د اسراییل د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

له متضادو راپورونو سره سره، د بیروت پر سویلي څنډو چې د پلازمېنې شاوخوا یو له ګڼ مېشتو سیمو څخه ده،د اسراییل دوامداره بریدونو جدي اندېښنې راپارولې دي. ډېری اوسېدونکي د اوربند له پیلېدو وروسته پر دې باور سیمې ته ستانه شوي وو چې هلته به خوندي وي. 

قرغزستان وایي د «کاسا - ۱۰۰۰» پروژې خپله برخه ټول کارونه یې بشپړ کړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱

قرغزستان اعلان کړی، چې د سیمه‌ییزې برېښنا لېږد پروژې «کاسا-۱۰۰۰» اړوند د خپلې برخې ټول ساختماني کارونه یې بشپړ کړي او نورې چارې د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلي دي.

د «اوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق» د راپور له مخې، تاجکستان او پاکستان هم خپلې زیربنايي چارې پای ته رسولې دي، خو د پروژې وروستی پرمختګ اوس د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلی پاتې دی.

د معلوماتو له مخې، د دې ۱۳۰۰کیلومتره اوږدې پروژې شاوخوا ۴۵۰کیلومتره برخه د قرغیزستان په خاوره کې ده.

د کاسا-۱۰۰۰پروژه په افغانستان کې د شیرخان بندر له لارې د کندز ولایت څخه پیلېږي او تر تورخم پورې رسېږي، چې اوږدوالی یې له ۵۶۰تر ۵۸۰کیلومترو پورې اټکل شوی او د پروژې تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.

دغه پروژه چې نږدې ۱،۲میلیارد ډالر لګښت لري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د لوړ ولتاژ برېښنا لېږد لپاره پیل شوې ده. د دې طرحې له مخې، قرغزستان او تاجکستان به د اوړي په موسم کې خپله اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.

په افغانستان کې د دې پروژې ساختماني چارې د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته درېدلې وې. هغه مهال یوازې د برېښنا د ستنو یوه برخه نصب شوې وه، که څه هم ډېری تخنیکي تجهیزات هېواد ته رسېدلي وو.

دا بهیر له اوږده ځنډ وروسته د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې، د امنیتي تضمینونو له ترلاسه کولو وروسته، بېرته پیل شو.

د اوراسیا د پراختیا صندوق ویلي چې د افغانستان د برخې بشپړېدل د پروژې د وروستي پړاو او تخنیکي ازموینو لپاره ضروري دي.

د یاد بنسټ په وینا، که د افغانستان برخه بشپړه شي، نو د سیمه‌ییزې برېښنا د لېږد دغه پروژه به د ۲۰۲۷کال تر پایه په بشپړ ډول فعاله شي.

د حـ ـماس د جلاوطنه مشر ځوی د اسراییل په برید کې ټپي او ۵ تنه نور وژل شوي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

پر غزې د اسراییل د هوايي بریدونو پر دوام د حـ ـماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی ټپي او ۵ نور فلسطینیان وژل شوي دي. خلیل‌الحیه د غزې د راتلونکي په اړه له اسراییل سره د غیر مستقیمو خبرو مشري کوي. اسراییل لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس ته د غزې طبي سرچینو او د حماس غړو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) پر غزې د اسراییل په درېیو جلا جلا بریدونو کې د حماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی عزام‌الحیه سخت ټپي شوی او یو بل کس ورسره وژل شوی دی.

په جلا وطنۍ کې د حماس د مرکچي پلاوي د مشر خلیل‌الحیه ۳ نور زامن په غزه کې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې او درېیم زوی یې په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د حماس د مشرتابه پر ضد د اسراییل په یوه برید کې وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، تر دې برید مخکې په غزه کې د اسراییل په دوو نورو هوايي بریدونو کې د یوه ډګروال په ګډون ۴ نور فلسطنیان هم وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

یاد ډګروال چې نسیم الکلازاني نومېده او د خان یونس په سویل الموازي سیمه کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مشر وو، هغه مهال ووژل شو چې موټر یې د اسراییل د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شو.

رویټرز دمخه راپور ورکړی وو، چې اسراییل په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې پر پولیسو بریدونه زیات کړي دي. اسراییلي پوځ په الموازي کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د حماس یو فعال یې په نښه کړی، خو د نورو بریدونو په اړه یې تبصره نه‌ده کړې.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د حماس او اسراییل تر منځ له اوربند وروسته پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۷۲،۵۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

په امریکا کې د تیلو بیې د ۲۰۲۲کال راوروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور له مخې، په ټوله امریکا کې د تیلو منځنۍ بیې د چهارشنبې په ورځ د هر ګیلن لپاره ۴،۵۴ ډالرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۲کال د اوړي راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د عادي بنزینو بیه د روان کال د مارچ له ۹مې راهیسې شاوخوا ۵۲سلنه، یعنې ۱،۵۶ډالر په هر ګیلن کې لوړه شوې ده. د دې زیاتوالي اصلي لامل په منځني ختیځ کې د تیلو د جریان ګډوډي او د انرژۍ د بازارونو بې‌ثباتي بلل شوې ده.

سي‌بي‌ایس زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال په اوړي کې، د کرونا وبا پر مهال د انفلاسیون د لوړېدو له امله د بنزینو بیه تر ۵،۰۲ډالرو په هر ګیلن پورې رسېدلې وه.

د راپور له مخې، که څه هم د چهارشنبې په ورځ د تیلو نړیوالې بیې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د هیلو له امله لږ راکمې شوې، خو د پمپونو پر سر د بنزینو بیې لا هم لوړې پاتې شوې دي.

کارپوهان وایي چې دا وضعیت ښيي د نړیوالو تېلو بازار او د مصرف کوونکو لپاره د تیلو پرچون بیې تل په مستقیم ډول نه بدلېږي، او د عرضه‌زنځير، لېږد او بازار نور عوامل هم پرې اغېز لري.