• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین خپل دوه پخواني دفاع وزیران په تعلیقي اعدام محکوم کړل

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د چین یوې پوځي محکمې په یوه کم‌ساري پرېکړه کې د دغه هېواد دوه پخواني دفاع وزیران، وي فینګ‌هه او لي شانګفو، د درغلیو او بډې اخیستنې په تور په دوه کاله تعلیقي اعدام محکوم کړي دي.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا راپور ورکړی چې دغې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د غویي۱۷مه، وي فینګ‌هه چې د مرکزي پوځي کمېسیون پخوانی غړی، د دولت سلاکار او د ملي دفاع پخوانی وزیر و، د رشوت اخیستنې په جرم مجرم وپېژاند او ورته یې د دوو کلونو تعلیق سره د اعدام سزا واوروله.

محکمې همداراز اعلان کړی چې هغه به د تل لپاره له سیاسي حقونو بې‌برخې شي او ټوله شخصي شتمني به یې مصادره شي. د حکم له مخې، کله چې د دوو کلونو تعلیقي موده پای ته ورسېږي او سزا په قانوني ډول په عمر بند بدله شي، وي فینګ‌هه به تر پایه په زندان کې پاتې کېږي او د سزا د کمېدو یا مشروطې خوشې کېدا هېڅ امکان به ونه لري.

په ورته وخت کې، پوځي محکمې د بل پخواني دفاع وزیر او د مرکزي پوځي کمېسیون د پخواني غړي، لي شانګفو، په تړاو هم حکم صادر کړی دی. هغه د رشوت اخیستنې او ورکولو په تور مجرم پېژندل شوی او د څو تورونو په یوځای کېدو سره ورته د دوو کلونو تعلیق سره د اعدام سزا ورکړل شوې ده.

لي شانګفو هم د وي فینګ‌هه په څېر د تل لپاره له سیاسي حقونو محروم شوی او ټوله شتمني یې مصادره شوې ده. د هغه سزا به هم وروسته په عمر بند بدله شي او هغه به د مشروطې خوشې کېدو یا د سزا د تخفیف له حق څخه بې‌برخې وي.

دواړه کسان مخکې د چین د پوځي او سیاسي نظام لوړپوړي چارواکي وو او د مرکزي پوځي کمېسیون غړیتوب یې درلود، چې د دغه هېواد تر ټولو لوړه پوځي اداره بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کرملین وايي چې د «بري ورځې» د مراسمو لپاره د پوتین امنیتي تدابیر سخت شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د کرملین ماڼۍ وایي، چې د مې پر ۹مه د نازي ځواکونو پر وړاندې د «بري ورځې» د مراسمو لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین امنیت تر پخوا سخت شوی، ځکه مسکو د اوکراین له بریدونو اندېښنه لري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د مهمو ملي مراسمو پر مهال د ځانګړو امنیتي ادارو له لوري تل اضافي تدابیر نیول کېږي، خو سږ کال دا تدابیر د هغه په وینا، د اوکراین د ګواښ له امله نور هم زیات شوي دي.

نوموړي تایید کړه چې د پوتین شخصي امنیت هم سخت شوی، خو هغه راپورونه یې رد کړل چې ګواکې د کودتا یا ترور هڅو له وېرې د لوېدیزو استخباراتو له لوري خطرونه زیات ښودل شوي دي.

مسکو د مې د ۹مه پر نازي ځواکونو د «بري د ورځې» په توګه نمانځي.

د اتریش په لېنڅ ښار کې درې تنه په ډزو وژل شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د اتریش په لېنڅ ښار کې د یوه رسټورانټ مخې ته په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي. ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په پېښه کې یوه سړي دوه ښځې وژلې دي او وروسته یې ځان هم وژلی، خو چارواکو دا معلومات لا نه دي تایید کړي.

د پولیسو په وینا، د پېښې له ځایه هغه وسله ترلاسه شوې چې په برید کې کارول شوې ده.

پولیس وایي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه یې د انګېزې په اړه رسمي جزئیات نه دي ورکړي.

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، مسکو ټولو ډیپلوماتیکو استازولیو او نړۍوالو سازمانونو ته پر کیف د احتمالي پراخ غچ‌اخیستونکي برید خبرداری ورکړی او ترې غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي. ماریا زاخارووا ویلي، چې د مسکو خبرداری باید جدي ونیول شي.

د روانې اونۍ په پیل کې د روسیې دفاع وزارت د مئ په ۸مه او ۹مه نېټه په اروپا کې د دویمې نړۍوالې جګړې د پای ته رسېدو په مناسبت دوه ورځنی اوربند اعلان کړ او له کیف یې وغوښتل چې له دغه اقدام سره همغږی شي.

دغه وزارت د کیف پر وړاندې د احتمالي پراخ غچ‌اخیستونکي برید خبرداری هم ورکړ. نوموړي وزارت د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي څرګندونو ته اشارې وکړه، چې د روسیې په وینا د بریا ورځې د نمانځلو پرمهال د مسکو په نښه کولو ګواښونه په‌کې شامل و.

ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) وویل، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې ټولو باورلیک لرونکو ډیپلوماتیکو استازولیو او نړۍوالو سازمانونو ته رسمي یادښت استولی او ترې یې غوښتنه کړې چې تر احتمالي غچ‌اخیستونکي برید وړاندې خپل کارکوونکي د اوکراین له پلازمېنې وباسي.

لاتراوسه څرګنده نه‌ده، چې ایا کیف به د روسیې د دوه ورځني اوربند غوښتنه ومني که نه. خو د روسیې د دفاع وزارت تر اعلان وروسته ولادیمیر زېلېنسکي دغه یو اړخیز اوربند «ناعادلانه» وباله او ادعا یې وکړه، چې «هیچا په رسمي ډول کیف ته کوم وړاندیز نه‌دی کړی».

ایران له امریکا سره هوکړې ته د رسېدو راپورونه رد کړل

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د امریکا او ایران ترمنځ کومه هوکړه شوې ده. نوموړي ویلي، چې دغه راپورونه حقیقت نه‌لري.

تر دې وړاندې د اکسیوس په راپور کې ادعا شوې وه، چې د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې به ایران د ۱۲ تر ۱۵ کلونو پورې د یورانیمو غني کولو پروګرام ودروي. همدارنګه په راپور کې ویل شوي وو، چې د دغه هوکړې له مخې به ایران خپل ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم له هېواده بهر ولېږي.
خو ابراهیم رضایي د اکسیوس راپور ته په غبرګون کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې دغه راپور یوازې د امریکایانو د هیلو یو نوملړ دی. نوموړي زیاته کړې: «هغه څه چې امریکایانو په مخامخ خبرو کې نه‌دي ترلاسه کړي، په یوه ناکامه جګړه کې به یې هم ترلاسه نه‌کړي».

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د تیار سئ په حال کې دي او ګوته پر ماشه دي. هغه خبرداری ورکړی، که امریکا تسلیمه نه‌شي او اړین امتیازات ورنه کړي؛ یا د دوی او د هغوی «نیابتي ډلې» کوم اقدام وکړي، نو د ایران له‌خوا به له سخت او پښېمانه کوونکي ځواب سره مخ شي.

په جنیوا کې د نامستقیمو او په اسلام‌اباد کې د مخامخ خبرو له ناکامۍ وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې د تېرو څلورو لسیزو په تر ټولو کړکېچن پړاو کې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د یورانیمو بډایه کولو هیڅ کچه د منلو وړ نه‌ده؛ خو ایران بیا د خپلو اټومي تاسیساتو بندولو او د یورانیمو بډایه کولو پروګرام درولو غوښتنه نه‌ده منلې.

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

په برېتانیا کې په ځايي وخت د سبانۍ (پنجشنبه د غويي ۱۷مه) سیمه‌ییزو ټاکنو لپاره له وېسټ هیرو سیمې څخه د محافظه کار ګوند نوماند «ناتن سمېټ» له نوماندۍ سربېره له ګوندي فعالیتونو تعلیق شو. یاد ګوند د دغې چارې لامل د افغانانو په ګډون د پناه‌ غوښتونکو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتنه، بللې ده.

د برېتانوي رسنیو د راپور له‌مخې، ناتن سمېټ وروسته له هغې له نوماندۍ او ګوندي فعالیتونو تعلیق شو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې له یوه داسې حساب (اکاونټ) څخه یو لړ پوسټونه وشول، چې ده پورې تړاو لري. په دغو پوسټونو کې د ښي اړخي افراطي فعال ټامي روبینسن ننګه او د کډوالو د «ډله‌ییزو اېستنو» غوښتنه شوې ده.

ناتن سمېټ د می پر ۷مه د هیرو شورا په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند نوماند وو، خو ده پورې اړوند اکاونټ څرګندونې چې کارګر ګوند (اپوزیسیون) «سختې د اندېښنې وړ» بللي د ده د ځنډول کېدو لامل شوې.

سمېټ ته اړوند اېکس پاڼه
100%
سمېټ ته اړوند اېکس پاڼه

سمېټ پورې اړوند اېکس‌پاڼه کې د څو میاشتو په اوږدو کې بېلابېلې تبصرې شوې وې؛ په یوه ځای کې له انګلستان څخه د افغانانو د «ډله‌ییزې اېستنې» وړاندیز شوی وو او په یوه بل پوسټ کې چې د افغان کډوالو په اړه وو، لیکل شوي: «زه فکر نه‌کوم چې د افغانستان حکومت ته دې یوه پیسه هم ورکړل شي، څو چې هغوی خپل هېواد ته د خپلو خلکو ډله‌ییز اخراج ونه مني».

سره له دې چې سمېټ له ګوندي فعالیتونو او په ځانګړې توګه له نوماندۍتعلیق شوی، خو نوم به یې د پنجشنبې ورځې د ټاکنو په پاڼو کې د نوماند په توګه پاتې وي، ځکه د دغه هېواد د ټاکنو قوانینو له مخې، کله چې یو ګوند څوک په رسمي ډول ونوموي او د نوم لیکنې وخت پای ته ورسېږي، نو انتخاباتي پاڼه نشي بدلېدای؛ که څه هم یاد نوماند له ګوندي فعالیتونو تعلیق او یا هم اخراج شي.

د محافظه کار ګوند ویاند ویلي: «ناتن سمېټ تر څېړنې لاندې دی او له ګونده تعلیق شوی. د ده د کمپاین ملاتړ هم درول شوی دی.» په هیرو کې د کارګر ګوند مشر ډېوېډ پېري ویلي، چې د هیرو اوسېدونکي په خپل کلتوري تنوع ویاړي او د داسې نوماندانو چې داسې افکار لري، ملاتړ نه‌کوي.

د یادونې وړ ده، چې د برېتانیا محافظه‌کار ګوند یو بل نوماند هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د ورته څرګندونو له امله تعلیق کړی وو.