طالبان وايي ۱۰۳ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي یې بېرته ګرځولي دي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) خبر ورکړی، چې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې یې ۱۰۳ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره یې سمون نه لورد؛ بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولي دي.
