روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰۰ افغانان خوشې شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۴۹۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
