هسپانیا له ۳۰ ټنه کوکایینو ډکه بیړۍ او د بیړۍ ۲۳ کارکوونکي نیولي

د هسپانیا پولیسو ویلي چې کینري ټاپوګانو ته نږدې یې له یوې بېړۍ څخه ۳۰ ټنه کوکایین نیولي او د بېړۍ ۲۳ کسیزه عمله یې هم زنداني کړې ده. چارواکو د دې نشهيي توکو ارزښت له ۸۱۲ میلیونه یورو زیات اټکل کړی.
