تحريک انصاف ګوند: د عمران خان مېرمن بشرا بيبي په پټه روغتون ته لېږدول شوې

د پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي، د پخواني لومړي وزير عمران خان مېرمن بشرا بيبي تېره شپه په پټه له اډياله زندانه روغتون ته لېږدول شوې او څو ساعته وروسته بېرته زندان ته ستنه کړای شوې ده. یاد ګوند دغه چاره له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
