• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څانګه صدیقي: د پاکستان فکري بنسټونه دې د خپلو ایالتونو د احتمالي بېلتون په اړه فکر وکړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱

په هالنډ کې افغان الاصله حقوقي او سیاسي فعاله څانګه صدیقي وایي، د پاکستان فکري بنسټونه دې د افغانستان د تجزیې پر ځای د خپلو داخلي ستونزو او ممکنه بېلتون غوښتونکو حرکتونو ته پام وکړي.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې په یوه څرګندونه کې ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونه ممکن په نږدې راتلونکي کې د بنګله‌دېش په څېر له پاکستان څخه جلا شي.

صدیقي لیکلي: «زه غواړم د پاکستان فکري مرکزونه د افغانستان د تجزیې پر فکر او اټکلونو تمرکز ونه کړي، بلکې د خپلو ولایتونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا په اړه فکر وکړي، هغه ولایتونه چې ښايي ډېر ژر د بنګله‌دېش په څېر له پاکستان څخه بېل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په سیمه کې د سیاسي بحثونو، قومي اختلافاتو او د هېوادونو د داخلي جوړښتونو په اړه متقابلې ادعاوې او اندېښنې زیاتې شوې دي.

بل لور ته د پاکستان د یوه فکري بنسټ مشرې تېره ورځ ویلي وو، چې ښایې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د خپلې جعرافیې یو برخه له لاسه ورکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یوه موسسه تر ځمکې لاندې د اوبو مدیریت په برخه کې د پوهاوي لپاره سمینارونه جوړوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د او‌ار‌سي‌ډي موسسې له طالبانو سره د یوې هوکړې په لاسلیک سره، د هېواد په پنځو زونونو کې د پېښو مدیریت او اقلیمي بدلونونو تر څنګ تر ځمکې لاندې د اوبو مدیریت په برخو کې د پوهاوي لپاره سمینارونه جوړوي. دغه پروژه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لوري مالي ملاتړ کېږي.

د او‌ار‌سي‌ډي موسسې په همدې موخه د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې سره د ۱۹۹ زره او ۴۵۳ ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې هوکړې له‌مخې، یاده موسسه به په پنځو زونونو؛ کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د پېښو مدیریت، اقلیمي بدلونونو او ترځمکې لاندې د اوبو مدیریت په برخو کې د مسلکي کادرونو، پوهانو او قومي مشرانو په ګډون سمینارونه جوړ کړي، څو د یادو برخو لپاره مناسبې لارې چارې وموندل شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس په دې تړاو کتنه کې د بشري مرستو ترڅنګ د وقایوي پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او همدارنګه یې د موسسې مسوولین په چارو کې چټکتیا او شفافیت ته وهڅول.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد لوی ښارونه او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی او د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو په دې تړاو هم جدي اندېښنه ښودلې ده.

زردشت شمس: پاکستان یوځل بیا د وېش له داخلي فشارونو سره مخ دی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې د دوو زبرځواکونو د یرغلونو او کورنۍ جګړې سره سره متحد پاتې شوی او د هغه په وینا، د هېواد د تجزیې هیڅ غوښتنه د افغانانو له خوا نه ده موجوده.

شمس په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، افغانستان د استعماري طرحو محصول نه دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د طبیعي او تدریجي بهیر له لارې د یوه ملت په توګه رامنځته شوی دی.

هغه لیکلي، سره له دې چې په افغانستان کې سیاسي، فکري او قومي اختلافات شته، خو «هیڅ افغان د هېواد د وېش غوښتونکی نه دی».

شمس د پاکستان وضعیت ته په اشارې ویلي، دغه هېواد د هند له ویش وروسته په ۲۴ کلونو کې دوه برخې شو، او په وینا یې، په اوسني پاکستان کې بېلابېل قومي ډلې د بېلتون غوښتنې تمایل لري.

هغه ادعا کړې چې د هغه په باور، د راتلونکو بدلونونو پیل به له بلوچستانه وشي، وروسته به پښتانه او نور قومونه هم اغېزمن شي.

شمس دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي بحثونو او متقابلو تورونو لړۍ روانه ده.

شاه محمود میاخېل: که افغانستان ووېشل شي پاکستان هم د تجزیې له ګواښ سره مخ کېدای شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د افغانستان دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کله هم تجزیه شي، پاکستان به هم د وېش له جدي ګواښ سره مخ شي. نوموړي ویلي، افغانستان د پاکستان په څېر قوي بېلتون‌پال غورځنګونه نه لري او د اوږدو جګړو باوجود نه دی وېشل شوی.

میاخېل په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، افغانستان د پاکستان په څېر قوي بېلتون‌پاله غورځنګونه نه لري، او همدا لامل دی چې د اوږدو جګړو او بهرنیو لاسوهنو باوجود دا هېواد نه دی تجزیه شوی.

هغه ویلي: «که د افغانستان تجزیه د سیمې هېوادونو په ګټه وای، ښايي دا هېواد به د تېرو پنځوسو کلونو جګړو، د پاکستان د بې‌ثباته کوونکو سیاستونو او د نیابتي او افراطي ډلو له ملاتړه وروسته لا پخوا وېشل شوی وای.»

د پخواني جمهوري حکومت دغه چارواکي د پاکستان د احتمالي داخلي ستونزو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې تاریخ د ختیځ پاکستان بېلېدل او د بنګله‌دېش جوړېدل تجربه کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې اوس هم په بلوچستان، سند، کشمیر او خیبر پښتونخوا کې د بېلتون غوښتنې احساسات موجود دي.

میاخېل خبرداری ورکړی: «که افغانستان کله هم تجزیه شي، پاکستان هم د وېش له خطر سره مخ کېدای شي، او ښايي یوازې د پنجاب یوه برخه ورته پاتې شي.»

د هغه په وینا، پنجاب خپله هم مخکې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی دی.

خالد ځدراڼ: کابل کې د یو تنکي زلمي وهونکی طالب نیول شوی دی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، هغه طالب ساتونکی نیول شوی چې د تایمني په سیمه کې یې یو تنکی زلمی وهلی و. هغه وایي، د پولیسو په چوکاټ کې هېڅوک حق نه لري چې شکمن او تورن کسان وډبوي.

د نوموړي په خبره، یاد ساتونکي د یوې نجلۍ د شکایت په اساس دغه تنکی زلمی وهلی دی. د ځدراڼ په وینا، د دوی د پولیسو په قوانینو کې هېڅوک حق نه لري چې شکمنو کسانو ته خپله په عام محضر کې سزاوې ورکړي او یا یې وډبوي.

خالد ځدراڼ د نیول شوي طالب ویډیو هم شریکه کړې چې نوموړی په‌کې اعتراف کوي چې دغه زلمی یې د احساساتو له مخې وهلی دی. هغه وایي: «زه د څلورمې حوزې مجاهد یم، په څلورمې حوزې کې مو ګزمه درلوده او یوې نجلۍ راته شکایت وکړ چې دغه هلک مونږ ته مزاحمت کوي او مونږ ته شمېرې راچوي. دا شکایت چې ما ته وشو زه احساساتو کې راغلم او په هلک مې وارونه وکړل».

دغه طالب زیاتوي چې له ده څخه «ظلم شوی او پر خپلې کړنې خپه دی». د یادونې ده چې په خواله رسنیو کې تازه په تازه یوه ویډیو لاس په لاس شوه چې د کابل تایمني کې طالبان یو تنکی زلمی وهي. د خواله رسنیو کاروونکو دغه چاره صحرایي محکمه بللې ده.

له ۶۰۰ ډېرو پخوانیو امریکايي چارواکو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد مخالفت کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱

له ۶۰۰ ډېرو پخوانيو امریکایي ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه کړې چې له قطر نه کانګو هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد پلان لغوه کړي.

د لیک لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی چې افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې ده، باید هغو هېوادونو ته ونه لېږدول شي چې امنیتي وضعیت یې ناسم وي.

دا لیک تر دې دمه د شاوخوا ۱۰۰ سازمانونو، له ۳۰ څخه زیاتو پخوانیو سفیرانو، لوړپوړو پوځي چارواکو، مذهبي شخصیتونو او سلګونو پخوانیو سرتېرو له خوا لاسلیک شوی دی.

د «افغان ایواک» مشر شان وین‌دایور ویلي چې د امریکا د پخواني لوی درستیز مایک مولن او د ایساف پخواني قوماندان سټنلي مک‌کریسټال په ګډون هم ځینو مهمو څېرو دا لیک لاسلیک کړی دی.

تر دې مخکې امریکایي رسنیو د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې ۴۰۰ یې ماشومان دي، له قطر څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.

دغه کسان د کابل له سقوط وروسته قطر ته انتقال شوي وو او امریکا ته د ویزې او انتقال ژمنه ورسره شوې وه.

شان وین‌دایور ویلي چې دا کسان د امریکا متحدین وو او اصلي غوښتنه یې دا ده چې هغوی ناامنه هېوادونو ته ونه لېږدول شي.