د طالبانو د روغتیا وزیر له موسساتو نه د روغتونونو په تجهیز کې مرسته غوښتې ده

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د زنځیر امید موسسې له عمومي مشر انتوني دوتامپل او سره لیدلي او د یادې موسسې پر ستراتیژۍ، د مور او ماشوم د روغتیايي خدماتو، د بېړنیو نسایي او ولادي خدمتونو د ملاتړ او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په تړاو یې خبرې کړې دي.
