• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف دُرانی: د افغانستان په داخلي چارو کې دې هېڅ هېواد لاسوهنه نه‌کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، د افغانستان په داخلي چارو کې باید هېڅ بهرنی هېواد لاسوهنه ونه‌کړي او د هېواد د راتلونکي «بدلون» مسوولیت د افغانانو خپل دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، افغانان باید پرېښودل شي چې د خپلو ستونزو د حل لاره په‌خپله ومومي او له «بحران» څخه د وتلو مسیر خپله وټاکي.

اصف دُراني زیاته کړې، که څه هم د افغانستان دننه بې‌ثباتي د دغه هېواد ګاونډیان اغېزمنولی شي، خو د هغه په وینا، د دې مسلې د مخنیوي مسوولیت د افغانستان د اوسني مشرتابه او خلکو پر غاړه دی.

هغه زیاته کړې: «افغانان دې په خپله پرېښودل شي، هغوی به د وتلو لاره ومومي».

دُراني دا څرګندونې د افغانستان د تجزیې په تړاو د ځينو پاکستاني کړیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړي او ټینګار یې کړی، چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره د افغانستان وضعیت مهم دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نرګس نهان: طالبان مذهبي تعصب ته لمن وهي او د ټولنې یووالی له ګواښ سره مخ کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، په افغانستان کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو ترمنځ تل د همغږۍ او سوله‌ییز ژوند دود موجود و، خو د هغې په وینا اوسنی وضعیت دا یووالی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړې په ایکس لیکلي، چې په افغانستان کې د عاشورا ورځ په پخوا وختونو کې د درناوي او عظمت سره نمانځل کېده، خو اوسني واکمنان د مذهبي تعصب له لارې د ټولنې ترمنځ ویش زیاتوي.

نرګس نهان په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «طالبان د خپل مذهبي افراط له امله د خلکو ترمنځ خطرناک اختلافات زیاتوي، او دا کار د نوو کړکېچونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.»

هغې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک په یوه «تدریجي مرګ» کې ژوند کوي او روان وضعیت د هېواد ټولنیز ثبات سخت اغېزمن کړی دی.

پخوانۍ وزیرې همداراز په بدخشتان ولایت کې د محلي سندري غاړي سلام مفتون د مېرمنې په وژل کېدو د هغې کورنۍ لپاره خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان لپاره یې د سولې او خلاصون دعا کړې ده.

نرګس نهان په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې روان حالت د هېواد د ټولنیز واټن او بې‌ثباتۍ د زیاتېدو سبب ګرځېدلی دی.

څانګه صدیقي: د پاکستان فکري بنسټونه دې د خپلو ایالتونو د احتمالي بېلتون په اړه فکر وکړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱

په هالنډ کې افغان الاصله حقوقي او سیاسي فعاله څانګه صدیقي وایي، د پاکستان فکري بنسټونه دې د افغانستان د تجزیې پر ځای د خپلو داخلي ستونزو او ممکنه بېلتون غوښتونکو حرکتونو ته پام وکړي.

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې په یوه څرګندونه کې ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونه ممکن په نږدې راتلونکي کې د بنګله‌دېش په څېر له پاکستان څخه جلا شي.

صدیقي لیکلي: «زه غواړم د پاکستان فکري مرکزونه د افغانستان د تجزیې پر فکر او اټکلونو تمرکز ونه کړي، بلکې د خپلو ولایتونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا په اړه فکر وکړي، هغه ولایتونه چې ښايي ډېر ژر د بنګله‌دېش په څېر له پاکستان څخه بېل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په سیمه کې د سیاسي بحثونو، قومي اختلافاتو او د هېوادونو د داخلي جوړښتونو په اړه متقابلې ادعاوې او اندېښنې زیاتې شوې دي.

بل لور ته د پاکستان د یوه فکري بنسټ مشرې تېره ورځ ویلي وو، چې ښایې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د خپلې جعرافیې یو برخه له لاسه ورکړي.

یوه موسسه تر ځمکې لاندې د اوبو مدیریت په برخه کې د پوهاوي لپاره سمینارونه جوړوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د او‌ار‌سي‌ډي موسسې له طالبانو سره د یوې هوکړې په لاسلیک سره، د هېواد په پنځو زونونو کې د پېښو مدیریت او اقلیمي بدلونونو تر څنګ تر ځمکې لاندې د اوبو مدیریت په برخو کې د پوهاوي لپاره سمینارونه جوړوي. دغه پروژه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لوري مالي ملاتړ کېږي.

د او‌ار‌سي‌ډي موسسې په همدې موخه د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې سره د ۱۹۹ زره او ۴۵۳ ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې هوکړې له‌مخې، یاده موسسه به په پنځو زونونو؛ کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د پېښو مدیریت، اقلیمي بدلونونو او ترځمکې لاندې د اوبو مدیریت په برخو کې د مسلکي کادرونو، پوهانو او قومي مشرانو په ګډون سمینارونه جوړ کړي، څو د یادو برخو لپاره مناسبې لارې چارې وموندل شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس په دې تړاو کتنه کې د بشري مرستو ترڅنګ د وقایوي پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ او همدارنګه یې د موسسې مسوولین په چارو کې چټکتیا او شفافیت ته وهڅول.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد لوی ښارونه او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی او د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو په دې تړاو هم جدي اندېښنه ښودلې ده.

زردشت شمس: پاکستان یوځل بیا د وېش له داخلي فشارونو سره مخ دی

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې د دوو زبرځواکونو د یرغلونو او کورنۍ جګړې سره سره متحد پاتې شوی او د هغه په وینا، د هېواد د تجزیې هیڅ غوښتنه د افغانانو له خوا نه ده موجوده.

شمس په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، افغانستان د استعماري طرحو محصول نه دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د طبیعي او تدریجي بهیر له لارې د یوه ملت په توګه رامنځته شوی دی.

هغه لیکلي، سره له دې چې په افغانستان کې سیاسي، فکري او قومي اختلافات شته، خو «هیڅ افغان د هېواد د وېش غوښتونکی نه دی».

شمس د پاکستان وضعیت ته په اشارې ویلي، دغه هېواد د هند له ویش وروسته په ۲۴ کلونو کې دوه برخې شو، او په وینا یې، په اوسني پاکستان کې بېلابېل قومي ډلې د بېلتون غوښتنې تمایل لري.

هغه ادعا کړې چې د هغه په باور، د راتلونکو بدلونونو پیل به له بلوچستانه وشي، وروسته به پښتانه او نور قومونه هم اغېزمن شي.

شمس دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي بحثونو او متقابلو تورونو لړۍ روانه ده.

شاه محمود میاخېل: که افغانستان ووېشل شي پاکستان هم د تجزیې له ګواښ سره مخ کېدای شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د افغانستان دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کله هم تجزیه شي، پاکستان به هم د وېش له جدي ګواښ سره مخ شي. نوموړي ویلي، افغانستان د پاکستان په څېر قوي بېلتون‌پال غورځنګونه نه لري او د اوږدو جګړو باوجود نه دی وېشل شوی.

میاخېل په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، افغانستان د پاکستان په څېر قوي بېلتون‌پاله غورځنګونه نه لري، او همدا لامل دی چې د اوږدو جګړو او بهرنیو لاسوهنو باوجود دا هېواد نه دی تجزیه شوی.

هغه ویلي: «که د افغانستان تجزیه د سیمې هېوادونو په ګټه وای، ښايي دا هېواد به د تېرو پنځوسو کلونو جګړو، د پاکستان د بې‌ثباته کوونکو سیاستونو او د نیابتي او افراطي ډلو له ملاتړه وروسته لا پخوا وېشل شوی وای.»

د پخواني جمهوري حکومت دغه چارواکي د پاکستان د احتمالي داخلي ستونزو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې تاریخ د ختیځ پاکستان بېلېدل او د بنګله‌دېش جوړېدل تجربه کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې اوس هم په بلوچستان، سند، کشمیر او خیبر پښتونخوا کې د بېلتون غوښتنې احساسات موجود دي.

میاخېل خبرداری ورکړی: «که افغانستان کله هم تجزیه شي، پاکستان هم د وېش له خطر سره مخ کېدای شي، او ښايي یوازې د پنجاب یوه برخه ورته پاتې شي.»

د هغه په وینا، پنجاب خپله هم مخکې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی دی.