د کابل یو ښوونکی: نږدې دوه میاشتې کېږي چې تنخوا مې نهده اخیستې

د کابل یو ښوونکی وایي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې هیڅ ښوونکي ته تنخوا نهده ورکړل شوې او له همدې کبله دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دغه ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، چې د تنخوا ځنډېدو له امله د ژوند ورځني لګښتونه ورته ستونزمن شوي.
