ټرمپ: ایران سره اوربند لا هم پر ځای دی او د امریکا وروستي بریدونه یوازې «سپک ګوزار» و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له اېبيسي نیوز شبکې سره د هُرمز تنګي د وروستیو نښتو په اړه ویلي، چې «اوربند پای ته نه دی رسېدلی او لا هم پر خپل ځای پاتې دی». ټرمپ پر ایران د امریکا وروستي بریدونه «یوازې یو سپک ګوزار» بللی دی.
