• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: هڅه کوو د هېواد ټولو برخو ته عادلانه او اغېزمن روغتیايي خدمتونه ورسوو

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزیر نور جلال جلالي په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) له مشر ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي د هېواد ټولو برخو ته عادلانه او اغېزمن روغتیايي خدمتونه ورسوي.

په دغه لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي، لرو پرتو سیمو ته د اسانتیاوو پراختیا، د واکسین پروګرامونو پر ملاتړ هم خبرې شوې دي. د طالبانو روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) ویلي، چې په یاده لیدنه کې د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې د نړۍوالو همکارو ادارو پر رول او همکاریو هم خبرې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې یونېسف د مور او ماشوم روغتیا، واکسیناسیون، تغذیې او بېړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې د مرستو د دوام ډاډ ښودلی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له‌خوا پر زده‌کړو د بندیز او براخو محدودیتونو له امله د نورو برخو په ګډون د افغانستان د روغتیا سیسټم هم زیانمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی: د هغه ټولنې به څه حال وي چې ښځې یې «یاغیانې» او ځوانان یې «فاسقان» وي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو رییس فض الحق شاکر په یوې غونډه کې ویلي، د هغه ټولنې به څه حال وي چې ښځې یې «یاغیانې او ځوانان یې فاسقان وي چې ږېرې خروي». نوموړي‌ زیاته کړې، په دغه هېواد کې په تېرو شلو کلونو کې داسې ظلمونه وشول چې هیڅ د بښلو نه وو.

فض الحق شاکر په یاده غونډه کې ویلي: «د هغه ټولنې به څه حال وي، چې ښځې د نارینه خبره نه مني، له بازاره نه‌شي کنټرولېدای، مخونه نه‌شي‌ په پټولی او ځوانان یې فاسقان وي چې ږېرې خروي».

نوموړي‌ ویلي:« الله په خپل ذات قسم اخیستی چې پر دغه قوم به داسې حالت راځي چې عالم به حیران وي او ولس به د ځان خلاصولو لاره نه‌لري». هغه زیاته کړې، «اسلامي‌ نظام» هغه مهال رامنځ ته کېدای شي چې په هېواد کې سل سلنه «شرعي» چارې پلي شي.

شاکر زیاته کړې: «الله داسې مشران ورته ورکړي، چې د ولس د دنیا او اخرت فکر ورسره دی». د هغه په ټکو؛ اسلامي‌ نظام هغه ته ویل کېږي، چې «مشرتابه، رییس الوزرا، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع او نور وزیران، والیان، قوماندانان، رییسان یې عادل او عالمان وي او پوځ یې مجاهدین وي».

نوموړي دا هم ویلي، چې مشرتابه یې زړه سواندی دی او د عمومي بښنې له لارې یې هغه کسان هم وبښل چې زیات ظلمونه یې کړي وو. شاکر وايي، د ناټو تر وتلو وروسته نړۍ فکر کوي چې دوی به په خپلو کې سره یو بل ووژني؛ خو د مشرتابه د زړه سوي له کبله ټولو ته بښنه وشوه.

هغه ویلي:« که ټوله نړۍ هم پر موږ ملامتیا واچوي؛ خو بیا به هم حکومت پر خپله او د الله پر لار روان وي». دا لومړی ځل نه‌دی چې کوم طالب چارواکی د ښځو او ځوانانو په اړه دغه ډول څرګندونې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو طالب چارواکو ورته څرګندونې کړې وې، چې د خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوي وو.

د افغان کډوالو اېستل؛ د پېښور سترې محکمه کې د افغانانو له‌خوا تر ۶زره ډېرې عریضې ثبت شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
•
جواد شينواری

د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو تر پرېکړې وروسته د پېښور سترې محکمه کې د افغان کډوالو له‌خوا د عریضو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د پېښور سترې محکمې د سرچینو په وینا؛ له تېر ۲۰۲۵کال راهیسې د بېلابېلو لاملونو له امله تر ۶زرو زیاتې عریضې ثبت شوې دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه عریضو کې د واده، زېږون، د اوږدې مودې استوګنې، کورنیو اړیکو او نورو قانوني لاملونو یادونه شوې ده. په محکمه کې په ثبت شویو عریضو کې ویل شوي، چې ګڼ افغان وګړي د پاکستاني ټولنې فعاله برخه ګرځېدلي دي د هغوی ودونه له پاکستاني کورنیو سره شوي او ماشومان یې هم په پاکستان کې زېږېدلي دي.
په یو شمېر عریضو کې اندېښنه ښودل شوې، چې افغانستان ته یې ستنېدنه دوی له جدي ګواښونو سره مخ کوي؛ په ځانګړي ډول هغه کسان چې د موسیقۍ او بشري فعالیتونو سره تړاو لري.
وکیلان وایي، د داسې کسانو جبري ستنول له بنسټیزو بشري حقونو او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه بلل کېږي. د پېښور سترې محکمه کې د سعدیه بي‌بي په نوم یوې مېرمنې ویلي، د هغې مېړه چې افغان دی دوه میاشتې وړاندې پولیسو نیولی او زندان ته یې لېږدولی دی.
د سعدیه بي‌بي په وینا؛ هغه خپله پاکستانی تابعیت لري او پلار یې هم پاکستانی دی؛ خو هغې له یوه افغان سره واده کړی دی. د نوموړې په خبره؛ دوی دوه ماشومان لري او هغې له محکمې څخه د خپل مېړه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
سعدیه بي‌بي زیاتوي، چې د مېړه په مشوره یې د افغان کډوالو کارت هم جوړ کړی و؛ څو راشن او نورې اسانتیاوې ترلاسه کړي خو هېڅ ډول مرسته ورسره ونه شوه او ستونزې یې نورې هم زیاتې شوې.

یو افغان سندرغاړی حشمت امید هم د هغو سندرغاړو له ډلې دی، چې د خپل راتلونکي په اړه له ژورې اندېښنې سره مخ دی، هغه او د نوموړي په څېر نږدې ۱۱۰ نور افغان سندرغاړي هم د پېښور سترې محکمې ته عریضه کړې ده؛ څو ورته ویزې ورکړل شي.
د پېښور سترې محکمې په دې اړه اړوندو ادارو ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې یادو کسانو ته دې ویزې ورکړل شي؛ خو اړونده چارواکي لاهم د ځنډ او پلمو څخه کار اخلي.

د ۲۰۲۶کال (د اپرېل په ۱۰مه) نېټه د پېښور سترې محکمې افغان کډوالو ته یو مهم اجازه لیک ورکړ او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه، چې عرض کوونکي دې نه ځوروي او نه دې افغانستان ته ستنوي.
په یادې محکمه کې د عریضه کوونکو وکیل نعمان محب کاکاخېل ویلي، چې یاد کسان په افغانستان کې د امریکاملاتړ لرونکو پخوانیو ادارو سره کار کړی او دا مهال درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي. محکمې د قضیې د حساسیت له امله حکم ورکړ، چې د عریضه کوونکو پر ضد دې له سخت اقدام ډډه وشي.

د پېښور سترې محکمې وکیل فهیم مروت افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي:« د پاکستان اساسي قانون وایي، چې ریاست به د واده اړیکه مور او ماشوم ساتي. موږ وینو ښځه پاکستانۍ وي خو مېړه یې افغان وي او کله چې هغه ډيپورټ شي نو پوښتنه دا ده چې کوم ماشومان چې دلته پاتې کېږي د هغوی ساتنه به څوک کوي؟ د هغوی د خوراک لباس او روزنې مسؤول به څوک وي؟» هغه وایي، دا خو بالکل د ځنګل قانون جوړ شوی دی چې هر څوک نیسي او په زور یې له دې ځایه باسي.
فهیم مروت د پاکستان حکومت ته په خطاب سره وایي، تاسو همدا خلک په خپله خوښه دلته راوستي، هغوی دلته څلوېښت یا پنځوس کاله ژوند کړی، کاروبارونه یې جوړ کړي، که خبره د پالیسۍ وي؛ نو هماغه وخت باید جوړه شوې وه کله چې افغان کډوالو دلته کاروبار پیل کړ او هغوی ته باید ویل شوي وای چې له پاکستاني ښځو سره ودونه مه کوئ.
هغه وایي، چې د پاکستان اساسي قانون د ۱۰مې او ۵مې مادې له مخې د تابعیت حقونه خوندي کوي؛ نو بیا څوک حق نه‌لري چې دا حق ترې واخلي. نوموړی زیاتوي، چې د انسانیت له مخې باید له دې خلکو سره همدردي او مرسته وشي ډېری خلک اسناد جوړوي خو نادرا ورته ستونزې جوړوي که پاکستانۍ ښځې له خپلو افغان مېړونو سره افغانستان ته ولاړې شي؛ نو د هغوی راتلونکی له جدي ستونزو او تیارو سره مخ کېدای شي.
هغه وایي، که داسې حالت رامنځته شي چې پلار یو لور ته واستول شي او یا مور جلا شي؛ نو دا به د ماشومانو پر ژوند ژور منفي اغېز وکړي. هغه زیاتوي، هر څوک پوهېږي چې په داسې شرایطو کې د دغه ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښونو او ناروښانه برخلیک سره مخ کېږي او دغه حالت د هغوی لپاره له ستونزو ډک ژوند رامنځته کوي.

طالبان: د قوش تېپې کانال دویم فاز د کېندنې چارې به ژر بشپړې شي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د ملي‌ پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز کېندنې چارې په چټکۍ پیل شوې او ډېر ژر به بشپړې شي. د دغه شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال ویلي، چې د یاد کانال د سربند کارونه ۹۱.۸ سلنه پر مخ تللي دي.

د هغه په وینا؛ د قوش تېپې کانال په مسیر کې د ۲۸ پلونو او د اوبو د مدیریت اړوند تاسیسات جوړول هم په چټکۍ روان دي او ډېر ژر به بشپړ شي. نوموړي‌ یاده پروژه د کرنیزو ځمکو د خوړوبولو، د خوړو د خوندیتوب، د کلیوالو د اقتصادي پياوړتیا او د وارداتو په کمښت کې مهمه یاده کړې.

د قوش‌ تېپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي، چې موخه یې د کرنیزو ځمکو پراختیا ده؛ خو ورته مهال یې په ګاونډیو هېوادونو کې ګڼې اندېښنې راپارولې دي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یادې ډلې د دغه کانال د جوړولو هڅې زیاتې کړې دي. په ۱۴۰۲کال کې طالبانو ویلي و، چې د یاد کانال لومړۍ برخه پرانیستل شوې او د امو سیند اوبه به د هېواد د شمال درېیو ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.

د بلوچستان په ډکۍ کې د سکرو کانونو مالکانو ته امر شوی چې افغان کارګرو ته کار ورنه‌کړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د ډکۍ ولسوالۍ پولیسو له‌خوا په یوه خپور شوي مکتوب کې د سکرو کانونو مالکانو او قراردادیانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې په خپلو کانونو او اړوندو سیمو کې دې افغان کډوالو ته کار ورنه‌کړي.

د یادې ولسوالۍ ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې د بلوچستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو ځانګړې لړۍ پیل کړې؛ خو لاهم د ډکۍ ولسوالۍ د سکرو په بېلابېلو کانونو کې افغانان پر کار بوخت دي.

ځایي چارواکو د سکرو ټولو کانونو مالکانو، قراردادیانو او مسوولینو ته امر کړی، چې په خپلو کانونو، پنډغالو، دفترونو او ګودامونو کې شته افغان کارکوونکي ژر تر ژره له دندو ګوښه او اړوندو ادارو ته وسپاري.

په خبرتیا کې ویل شوي، که وروسته کوم افغان کډوال د سکرو په کانونو یا اړوندو سیمو کې د کار پرمهال وموندل شو؛ نو مسوولیت به یې د کان پر شرکت وي او پرضد به یې سخت قانوني چلند وشي.
د راپورونو له مخې؛ دامهال د بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانونو کهوسټ، شاهرک، هرنايي، دکۍ، چمالنګ، مچ او د کوټې مارواړ کې په ګڼ شمېر افغان کان کېندونکي کار کوي؛ خو یاد کان کېندونکي د پاکستان په کومه اداره کې ثبت نه‌دي، نو له دې امله دوی له هر حق نه بې‌برخې دي.

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

په برېتانیا کې په ځايي وخت د سبانۍ (پنجشنبه د غويي ۱۷مه) سیمه‌ییزو ټاکنو لپاره له وېسټ هیرو سیمې څخه د محافظه کار ګوند نوماند «ناتن سمېټ» له نوماندۍ سربېره له ګوندي فعالیتونو تعلیق شو. یاد ګوند د دغې چارې لامل د افغانانو په ګډون د پناه‌ غوښتونکو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتنه، بللې ده.

د برېتانوي رسنیو د راپور له‌مخې، ناتن سمېټ وروسته له هغې له نوماندۍ او ګوندي فعالیتونو تعلیق شو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې له یوه داسې حساب (اکاونټ) څخه یو لړ پوسټونه وشول، چې ده پورې تړاو لري. په دغو پوسټونو کې د ښي اړخي افراطي فعال ټامي روبینسن ننګه او د کډوالو د «ډله‌ییزو اېستنو» غوښتنه شوې ده.

ناتن سمېټ د می پر ۷مه د هیرو شورا په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند نوماند وو، خو ده پورې اړوند اکاونټ څرګندونې چې کارګر ګوند (اپوزیسیون) «سختې د اندېښنې وړ» بللي د ده د ځنډول کېدو لامل شوې.

سمېټ ته اړوند اېکس پاڼه
100%
سمېټ ته اړوند اېکس پاڼه

سمېټ پورې اړوند اېکس‌پاڼه کې د څو میاشتو په اوږدو کې بېلابېلې تبصرې شوې وې؛ په یوه ځای کې له انګلستان څخه د افغانانو د «ډله‌ییزې اېستنې» وړاندیز شوی وو او په یوه بل پوسټ کې چې د افغان کډوالو په اړه وو، لیکل شوي: «زه فکر نه‌کوم چې د افغانستان حکومت ته دې یوه پیسه هم ورکړل شي، څو چې هغوی خپل هېواد ته د خپلو خلکو ډله‌ییز اخراج ونه مني».

سره له دې چې سمېټ له ګوندي فعالیتونو او په ځانګړې توګه له نوماندۍتعلیق شوی، خو نوم به یې د پنجشنبې ورځې د ټاکنو په پاڼو کې د نوماند په توګه پاتې وي، ځکه د دغه هېواد د ټاکنو قوانینو له مخې، کله چې یو ګوند څوک په رسمي ډول ونوموي او د نوم لیکنې وخت پای ته ورسېږي، نو انتخاباتي پاڼه نشي بدلېدای؛ که څه هم یاد نوماند له ګوندي فعالیتونو تعلیق او یا هم اخراج شي.

د محافظه کار ګوند ویاند ویلي: «ناتن سمېټ تر څېړنې لاندې دی او له ګونده تعلیق شوی. د ده د کمپاین ملاتړ هم درول شوی دی.» په هیرو کې د کارګر ګوند مشر ډېوېډ پېري ویلي، چې د هیرو اوسېدونکي په خپل کلتوري تنوع ویاړي او د داسې نوماندانو چې داسې افکار لري، ملاتړ نه‌کوي.

د یادونې وړ ده، چې د برېتانیا محافظه‌کار ګوند یو بل نوماند هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د ورته څرګندونو له امله تعلیق کړی وو.